کور / شعر / عظمت او جهالت / …

عظمت او جهالت / …



عظمت او جهالت


سوله ژوندون دی ابادی ده


سوله يو والی ورورولی ده


سوله پيشرفت دی ترقی ده


سوله قوت دی ځوانمردی ده


سوله صفت د انسانيت دی


سوله دستر افغان صفت دی


سوله د ګدژوندون اواز دی


سوله د ژوند نوی اغاز دی


جنګ ورک کېدل دی بربادی ده


جنګ کی بيلتون دی جدايی ده


جنګ شاته تلل دی نابودی ده


جنګ کی بايلل دی کمزوری ده


جنګ يو صفت لری وحشت دی


وحشت ورکيدل دی بد اواز دی


جنګ د پناه په لور اغاز دی


سوله يو والی پيوستون دی


سوله جرګه جرګه سمون دی


سوله د جنګ په ضد تړون دی


سوله زمونږ د دين مضمون دی


سوله راحت د انسانانو


سوله قوت د افغانانو


سوله اسلام دی عدالت دی


سوله سياست دی قضوت دی


جنګ کليمه توره ننګينه


پرجنګ غوښتونکو دی ننګ وينه


جنګ سرزوری مدام بدبينه


جنګ کمزوری خوشی غمګينه


جنګ دافغان په ضد قدم دی


جنګ د يووالی ضد هر دم دی


جنګ د عظمت او جهالت دی


کوم چی تحميل نن په ملت دی


١٣٧٣


د خيبر غږ



يو شې خورو او لروبر ورونو


ای د پامير او هندوکش بچيانو


د اباسند او د امو په منځ کی


د مست هلمند او دکڼر زمريانو


د احمد شاه او غزنوی اولاده


د قندهار د ميرويس خان لمسيانو


د اکبر خان وزير غيرت را واخلی


د خوشحال خان د لوړو غرو بازانو


د قطغن او بلخ ازبک تاجکو


نورستانيانو هزاره ځوانانو


ای بلوڅی ترکمن ګوجرو ورونو


د صوات بنير وزيرستان مشرانو


د کلی کور د ابادی لپاره


د خوار ولس د سوکلی لپاره


يو شي يووالی سره کور جوړ کړی


دا خپل ازاد وطن سمسور جوړ کړی



کمکی خيبر ننګرهار


د سنبلی ٩ ١٣٥٠
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې هاندونه او ارمانونه  ۱ له ټولګې څخه 
١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ




د اتلنتيک د توپاني څپو په منځ د بندو افغانانو اواز



هغه مظلومې ښځې


هغه تنکي ماشومان


دا وښکو ډکې سترګې


په نا معلومه روان


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



چا پرې وه نه پوښتلي


چا پرې وه نه ژوړلي


ځينو پې وخندلی


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



د چا له زوره ځينې


له خپله کوره ځينې


له پلار او وروره ځينې


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



د دوی ګناه څه وه


سهوه خطا څه وه


ظلم تا دا څه وه


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



د دوی مشران څه شول


لمسي پچيان څه شول


ښکلي ځوانان څه شول


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



په توپاني بيړۍ کې


افسانوي نړۍ کې


په اخري ګړۍ کې


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



دغه د چا بچي دی


د پت حيا بچي دي


افغانه ستا بچي دي


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



څوک يې اوازنه اوري


فرياد او ساز نه اوري


سوز او ګوداز نه اوري


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



اخر غيرت څه دی


پت شجاعت څه دی


ستا شهامت څه دی


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



د مزدور زوی واوره


د ورور او زوی واوره


د ترور، تروزۍ واوره


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



د خدمتګار ارمانه


اې لوړ وقار افغانه


لږ شه خبر له ځانه


په منډو منډو ځغاسته


له کلی وتښتيدل



١٣٨٠


هيلې يادونه او منزلونه٢  له ټولګې څخه


د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠


١٣٨٠ ل هه مرغومی٠