ايا مسعود د افغانستان تر خپلواکۍ ډير ارزښت لري ؟؟؟
وارث وطنوال http://ghorzang.net/content/view/4246/51 د غورځنګ ويبپاڼي نه په ډيره مننه | |
دمسعودتلين لمانځل کېږي، دخپلواکۍ کليزه څنګه؟ [مستند] | |
د افغانستان د وزيرانو شورا په ۱۷. ۴. ۱۳۸۷ پرېکړه وکړه چي په لګښتونو کي د سپما په خاطر دې د هېواد د خپلواکۍ نهه اتيايمه کليزه په رسمي او شانداره بڼه ونه لمانځل شي. پورته مکتوب د افغانستان د خپلواکۍ کليزي د نه لمانځلو هدايت ورکوي. [په بهر کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارتونو او نمايندګيو ته! د افغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا د ۱۷. ۴. ۱۳۸۷ نېټې د پرېکړي پر بنسټ، په لګښتونو کي د سپما د اصل په پام کي نېولو او د وچکالۍ او د موادو او اجناسو د بيو د لوړېدو له امله رامنځته شوو ستونزو ته د پاملرني له امله په دې وسيله ليکل کېږي چي د زمري د ۲۸ ورځي د لمانځلو په مناسبت د بلنو (دعوتونو) له جوړولو او لګښتونو څخه ډډه وکړئ . په درنښت ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د بهرنيو چار وزير ]
د ليک ژباړه: [په بهر کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ټولو سفارتونو او نمايندګيو ته! د افغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا د ۱۷. ۴. ۱۳۸۷ نېټې د پرېکړي پر بنسټ، په لګښتونو کي د سپما د اصل په پام کي نېولو او د وچکالۍ او د موادو او اجناسو د بيو د لوړېدو له امله رامنځته شوو ستونزو ته د پاملرني له امله د زمري د ۲۸ ورځي د لمانځلو په مناسبت له لګښتونو څخه ډډه وشوه، له همدې کبله په پام کي ده چي يوازي د واشنګټن، تهران، مشهد، دوشنبې او اسلام آباد په استازوليو کي د شهيد اونۍ له کال ورځي څخه لمانځنه وشي او په نورو ټولو استازوليو کي که چېرته د هغوی د دری مياشتني تخصيص په چوکاټ کي دا ډول امکان وي، هيڅ ممانعت نشته. په درنښت ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د بهرنيو چارو وزير ]
ژباړه: [په بهر کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ټولو سیاسي او قونسلي نمايندګيو ته! د شهيداونۍ او د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود داوم تلين د لمانځلو کميسيون د دارالانشاء ياددښت رارسېدلی او څرګندوي چي په بهر کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ټول سفارتونه او سياسي استاوزلۍ دي د شهيداونۍ او د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود اووم تلين ولمانځي. بناءْ ……………… هدايت درکول کېږي چي د درې مياشتني تخصيص په چوکاټ کي د قرآن عظيم الشأن د ختم په مراسمو سره دغه ورځ ولمانځئ. په واشنګټن، تهران، مشهد، دوشنبه او اسلام آباد کې به افغاني استازولۍ د بېلې لارښووني پر بنسټ ، چي له وړاندي يې غوږو رسېدلې دي ، کړني وکړي. په درنښت محمدکبير فراهی سياسي مرستيال ] پورته درې رسمي مکتوبونه مو وليدل، قضاوت يې تاسو ته پرېږدم خو دومره وايم چي که چېرته مسعود رښتيا هم قهرمان وی، رښتيا هم خايين نه وي، رښتيا هم د پرديو جاسوس او د خپلي خاورې خرڅوونکی نه وي او رښتيا هم د لمانځني حق ولری، آیا د ستر افغانستان تر خپلواکيه ډېر ارزښت لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟. اوسنی دولت د ښاغلي کرزي په مشرۍ په داسي ښکاره بڼه چي ګواکي يو پښتون يې مشر دی، پښتانه وزيران او چارواکي لري په اصل کي د پښتون قوم او په ټوليز ډول د ستر افغانستان د نېست او نابودولو لپاره جوړ شوی دی. د زمرو له خوارۍ ګېدړان په بام ګرځي! زموږ لپاره د شرم ځای دی چي اصلي او رښتوني اتلان، لوی احمدشاه بابا ، امان الله خان او په سلوګونو داسي نور راته خنثی شول، اوس ورته خايين وايي ، خو يو رښتونی ملي خايين او د پردو مزدور، د لنډغرو مشر ملي اتل شو. «ناپرسان دی نو!!!!!!.» په تخار کي سلګونه کورنۍ چي په زوره له خپلو سيمو څخه شړل شوې وې بېرته راګرځېدلې دي خو دونه سړی پيدا نشو چي لږترلږه د ناستي ځای ورکړي.
خوشاله راشه که يې ګورې |