کور / تازه خبرونه / د ناټو درې پوځیان ووژل سول

د ناټو درې پوځیان ووژل سول

کابل ، چهارشنبه د سپتمبر ۱۰ ( فرانس پریس آژانس ) – د ناټوویندوی فرانس پریس آژانس ته وویل چی نن د دوی درې پوځیان او یو افغان قراردادي هغه مهال د افغانستان په ختیځ کی ووژل سول چی نقلیه وسیله یې پر یو ماین برابره سوه . منبع د دې پوځیانو هېواد او د وژل کېدو محل واضح نه کړ بلکی صرف د افغانستان ختیځ یې ذکر کړ . خو په ختیځ کی اکثریت پوځیان امریکایی دي . د فرانس پریس د احصایًې له مخی پدې سره په روان کال کی په افغانستان کی د ناټو د پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۰۱ ته ورسېد .