د پاکستان نوی ولسمشر او په وړاندي یې پرتې ننګوني
پاکستان د نړی یو له هغو هیوادو څخه دی چی پکی ادلون بدلون دیر اتوماتیک او چټک وی .په ۱۹۴۷ م کال کی کله چی له هند څخه د دی هیواد یوه برخه جلا او د پاکستان په نامه د یوه بل هیواد په توګه رامنځته شوه له هماغه مهاله دا هیواد له یو لړننګونواو خنډونو سره مخامخ شو.
له هند سره یی څوځله جګره وشوه له افغانستان سره د جګری تر پولی ورسید او په کور دننه یی ولکه د پوځی واکمنانو او ملکی دولت تر منځ په پرله پسی دول تبادله شوه.
د دی هیواد په تیرڅه د پاسه شپیته کلن تاریخ باندی بحث زمونږد لیکنی موضوع نه جوړوی .د لیکنی موخه د دی هیواد نوی جمهور رییس دی چی د روان میلادی کال د سپتمبر په شپژمه نیټه وټاکل شو.آصف علی زرداری د خلکو د ګوند مشر چی د میرمنی بی نظیربوټو له وژل کیدو وروسته یی د ګوند د مشر تابه چاری په غاره واخیستی.د سپتمبرپه نهمه نیټه یی د نوی جمهور رییس په توګه لوړه پر ځای کړه.زرداری د سیاست په دګر په تیر ه بیا د جمهوری ریاست په پست کی نا آزمویل شوی څیره ده. هغه د یو لړ تورنو له کبله له لسو کلونو زیات بند تیر کړی دی.زرداری له همدی امله په کور دننه د زیاتو پاکستانیو د کرکی وړ څیره ده.د هغه په ټاکل کیدو سره زیات پاکستانیان خوښ نه دی.
دی ټولو ته په پام سره هغه له یوه پیاوړی اپوزیسون چی مشری یی د دی هیواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف کوی،مخامخ دی.اقتصادی ځوړتیاد دی هیواد یوه بله ستونزه ده چی په له منځه وړلو کی یی پخوانی جمهور رییس پرویز مشرف هم پاته راغی.بله ننګونه د ده په وراندی اسلامی بنسټ پالی دی.هغه بنسټ پالی اوس ډیر پیاوری شوی دی،د دی هیواد په قباییلی سیمو کی پراخ فعالیت لری تر حنګ یی القاعده یوه بله ستره ستونزه ده چی د نوموړی هیواد په قباییلی سیمو کی فعالیت لری.په پاکستان د امریکا یو اړخیزبریدونه یوه بله نو ی جوړه شوی ستونزه ده چی د دغه هیواد د دولت له کلک مخالفت سره مخامخ شوی خو بیا هم له منځه نه ده تللی.اوس به نو وخت جوته کړی چی په اداری فساد ککړ زرداری او د سیاست په دګر کی به نوی ناآزمویل شوی څيره څومره بریالی وی.هغه یعنی زرداری به وکړای شی چی پرتی ننګونی حل او یا په بل عبارت له منځه یوسی.د شنونکو په وینا نه هیڅکله نهِ ،دلیل یی داښودل کیژی چی نوموړی د پرویز مشرف په پرتله ډیر کمزوری شخص دی.هغه له یوه داسی مخالفی ډلی سره مخامخ دی چی مشر یی د سیاست په هره برخه کی کلونه کلونه اوږده تجربه لری.له افغان دولت سره به یی اړیکی څرنګه وی .غښتلی که کمزوریِ،د متقابلو نیوکو او که متقابلی همکاری پربنسټ ،ځینی شنونکی په دی آند دی چی د پاکستان بهرنی سیاست د دی هیواد د پوځ او څارګری اداری له خوا اداره کیژی او دا خوبیا روښانه خبره ده چی پوځ او څارګره اداره کله هم نه غواړی د ځان په وړاندی یو پیاوړی او په خپلو پشو ولاړ افغانستان ولری.نو بیا د افغان سیاست والو دومره زیاته خوښی د څه لپاره،شنونکی وایی د دی موضوع لامل هم د افغان دولت په بهرنی سیاست کی د یوی ناسمی پالیسی نه شتون دی.یوه داسی پالیسی چی اصول یی پرخوښ باوری نه وی ولاړ.نو ویلای شو چی زرداری به په خپلو کورنیو ستونزو کی دومره ډوب وی چی په له منځه وړلو کی به یی عاجز وی .نو آیا یو ځل بیا به په دی هیواد کی د پوځي کودتا د تر سره کیدو شونتیا نه وی موجوده.دی ته به هم وخت ځواب ورکړی خو له حالاتو داسی ښکاری چی د شریف او زرداری ترمنځ به په واک سیالی پوځ دی ته اړ کړی څولاس په کار شی.خو دغه لاس وهنه به هم د وخت پرشرایطو بنا وی.