کور / تازه خبرونه / یو اسراییلی هلیکوپتر وچاودېد

یو اسراییلی هلیکوپتر وچاودېد

اسوشیټیډ پریس د اسراییلو د شمال څخه خیر ورکړ چی نن یو اسراییلی هلیکوپتر د افولا ښار ته نژدې راولوېد او وچاودېد . دهلیکوپتر پېلوټ او د هغه معاون دواړه پکښی ووژل سول . د دې ناڅاپی لوېدنی او چاودنی علت معلوم نه دﺉ . د ۲۰۰۶ په جولای کی هم د حزب الله سره د جګړې پر مهال سرحد ته نژدې دوه اسراییلی هلیکوپترونه سره ټکر سوي وو چی په هغه کی یو هوایی افسر وژل سوﺉ و .