کور / راپور / دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د څوارلسمي غونډې رپوټ

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د څوارلسمي غونډې رپوټ





 
د میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر څوارلسمه غونډه د یو زر او دری سوه اوه اتیاوم لمریزکال د وږي د میاشتې په ۱۶نیټه دشنبې ورځې په یوه بجه د استقلال لیسی په تالارکی  پیل شوه.
دغونډې مشر میلمه تکړه کیسه لیکوال  ښاغلی سوله مل شینواری وو.


  غونډې د تیر په شان دری برخی لرلی چی لومړی برخه یی د رپوټ برخه وه چی د آغلی سوله نیازی له خوا ولوستل شو او همداراز د بهیر پر کاري مسایلو خبری وشوې .
 
د غونډې دویمه برخه د کره کتنې برخه وه چی د آغلی ماریا صدیقی  لنډه کیسه کره کتنې ته  وړاندی شوه او د غونډې ګډون کوونکو (سوله مل شنیواري ،دل ا فروز ځیرک،راحلې  نوري،سولې نیازی،ذوفنون،محبوب الله محبوب،ماریا صدیقی، الینا راسي اوزرغونې رحمتی ) د ماریا صدیقي د کیسې په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې څرګند کړل.


ښاغلی، خوشحال روهی وویل دا کیسه ډیره پر زړه پوری وه اودغه کیسه د افغانستان د ښځو د ژوند  ښه انځور کیدای شي.


ښاغلی علم ګل سحر وویل، د کیسی جملی یی لنډی او نثر یی ښکلی وو، دکیسې په ځینو برخو کې دلیکوالې خپل قضاوت هم  لیدل کیږي چې دا دکیسې نیمګړتیا بللی شو او زیاته یی کړه د کیسی دغه برخه (…په همدې قناعت وکړه هر څه چی کیږي  موږ به څه ووایو …..په ښه او بد پسې یې مه ګرځه… )باید لیرې شي دا په کیسه کې اضافي دي یعنې که دا پراګراف له کیسې لیرې شي په کیسه کې کوم کمبود نه احساسیږي ، په کیسه کې باید له اضافي خبرو تل ډډه وکړو .دل افروز ځیرک هم د سحر نظر تایید کړ ویې ویل ددې تر څنګ چې دا پراګراف زیات دی په اصل کې داسې هم نه ده ، پښتنې میندې او پلرونه دهمدې په ویلو سره دخپلو اولادونو ژوند تریخوي  او دخپلولوڼو راتلونکي ته پاملرنه نه کوي.


راحلې نوري وویل، دا دماریا صدیقي لومړۍ لیکل شوې کیسه وه کیسه یی ښه او په زړه پورې وه او د پښتو اصیل او سوچه کلیمې هم په کې کارول شوې وې.  


همداراز ښاغلی شینواری وویل،ددی د لومړنی تجربی له مخی کیسه یی ښه لیکلی وه خو لږ څه نواقص لری او په راتلونکی کی به اصلاح شی،ده زیاته کړه مخکی له دی چی تاسی کیسی ولیکی اول باید تاسی د کیسو مختلف کتابونه ولولی او د هغو له تجربو څخه ګټه واخلی او پر بیلابیلو موضوعاتو لیکنی وکړﺉ. ښاغلي سوله مل دکیسه لیکنې او په افغانستان کې دلنډو کیسو دحالت په باب لنډې خبرې وکړې.


  د غونډی دریمه برخه د مشاعری برخه وه چې دمیرمن بهیر څوتنو غړو خپل شعرونه ولوستل، وروسته دغونډې په برخه والو د پښتو کیسه ډایجست دوهمه ګڼه وویشل شوه ، دمیرمن  کلتوري بهیرغړو ددغې مجلې له مسوول چلوونکي محبوب الله محبوب  څخه مننه وکړه .
د راتلونکی غونډې ویانده آغلی ماریا صدیقی وټاکل شوه او وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به د فاطمې نوري شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي او دسولې نیازۍ په رپوټ به هم  مفصلې خبرې کیږي دغونډې رپوټ به خاطره اسحاقزۍ لیکي


    دروژې په مبارکه میاشت کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دراتلونکواونیزو غونډو وخت دغرمې دولس بجې وټاکل شو چې تر دوو بجو به دوام کوي او وویل شول چی راتلونکی غونډه به د شنبی په ورځ په ۱۲ بجو  د استقلال لیسه کې دفرانسې د کلتوري مرکزپه تالار کې وي.