" /> " /> " /> " /> په سترګوکي ليکل شوې افسانه ،ناول د مخکتنې غونډه   – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / په سترګوکي ليکل شوې افسانه ،ناول د مخکتنې غونډه  Fotos

په سترګوکي ليکل شوې افسانه ،ناول د مخکتنې غونډه  Fotos

د ١٣٨٧ لمريز کال د سنبلې په نهمه نېټه دمېرمن کلتوري ټولنيز بهير  اوپه کابل کې د مېدوتيک د دفتر له خوا ،  د ندا ساپۍ د کتاب ( په سترګوکې ليکل شوې افسانه ) د مخکتنې غونډه جوړه شوه .په غونډه کې د مېرمن بهير د غړو ترڅنګ د هېواد ګڼ شمېر فرهنګيانو او ځينو نورو مېلمنو برخه اخيستې وه .






 غوڼډه چې چلونکي يې خاطره اسحق زۍ او ماريا صديقي وې ، د آغلې سميمې جهيش له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت او ملي سرود په غږولو سره  پيل شوه . لومړی د میدوټیک دکابل د څانګې مسوول خپله وینا واوروله ،ورپسې دل افروز ځيرک د مېرمن بهير په استازېتوب خبرې وکړې ، هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې له هغو لیکوالو څخه ګيله وکړه چې کتاب ورته د کتو لپاره سپارل کېږي خو د هغې په وينا دوی يې سر او اخېر ګوري او  د چا خبره زړه ورباندې نه خوري .
 د کتاب په اړه هغې وويل : لکه څنګه چې  ندا په مقدمه کې ورته اشاره کړې ، هغې  دا کتاب هغه وخت ليکلی چې لا ماشومه وه، نو ځکه  دا يو غټ کار دی ، هغه څه چې د يوه ناول لپاره ضروري دي هغه يوه زړه راښکونکې کيسه ده چې په دې ناول کې وه همداراز پلاټ او طرحه يې درلوده ، منظرکشي پکې وه ، مکالمې پکې وې خو زما په نظر غوټه يې قوي نه وه ، په کيسه کې د مرکزي پيښې ترڅنګ بايد ځينې نورې کوچنۍ پيښې هم وي  چې دې کتاب کې ډېرې نه وې همداراز په کيسه کې د کرکټرونو فزيکي اړخونو ته پام شوی و ، پيغام پکې و خو نوې خبرې يې ډېرې نه درلودې ، په ځينې ځايونو کې ليکواله ډېر ژر له يوې پېښې څخه بلې ته تللې ده ، په ليکنه کې ځينې تخنېکي غلطۍ شته خو ځينې جملې پکې بيا ډېرې ښکلې هم وې . دې کتاب کې به نېمګړتياوې خامخا وي ځکه دا ماشومې طوبی ليکلی خو که اوس مونږ د طوبا ندا شعرونو او ليکنو ته ځير شو نو د هغې هر شعر يوه کيسه او هر غزل يې يو داستان دی .
ورپسې فرېباظاهرسوله مل  د ناول د ډيالوګونو په اړه خپله مقاله ولوستله هغې ځينې ډيالوګونه ښه وبلل خو ځينې نور يې بيا له نثر سره يوځای شوي و ګڼل.
له فریبا سوله مل وروسته  لينا شرېفي هم په ناول کې دنثر او پيغامونو په اړه خپله مقاله ولوسته،.هغې په سرکې د خپلو  هغو احساساتو څرګندونه وکړه کوم چې د کتاب د لوستو پر مهال ورته پيدا شوي وو .  د هغې په وينا کتاب يې تر لسمې پاڼې خوښ نه شو ځکه کوم خاص پيغام يې نه درلوده خو له هغې وروسته بيا کتاب ښه تلوسه اوعالي پيغام درلود .




ورپسې ښاغلي علم ګل سحر ته د خبرو  بلنه ورکړل شوه ، هغه لومړی په مجموع کې د مېرمن بهير د کارونو او فعاليتونو په اړه څرګندونې وکړې او هغه يې مثبتې وبللې .  سحر صيب د ناول په اړه وويل چې راتلونکې کې به ورباندې مفصله  مقاله ليکي خو اوس به يو څو خبرې وکړي . هغه وويل د ندا په ناول کې تلوسه موجوده ده چې لوستونکی تر پايه له ځانه سره بېایي  ، په ځينو صحنو کې  لوستونکی  د يوڅه د کېدو ګمان کوي خو بل څه کېږي همداراز سحر صيب د کتاب ځينې ډيالوګونه هم د نمونې په توګه ولوستل ، هغه د کتاب اخېرو پاڼو کې د يوه کرکټر د نوم د بدلېدو يادونه هم وکړه او دایې یوه نیمګړتیا وبلله، همداراز سحر  و ويل چې هر ليکوال بايد د کيسې ترپايه خپل ناپېيلیتوب وساتي .
ورپسې ښاغلي غضنفر صيب ته د خبروکولو بلنه ورکړل شوه ،  هغه ندا ته د مبارکۍ په ويلو سره  وويل چې تېره اونۍ کې  د ډېرو بوختیاوو له امله د ندا د کتاب په لوستلو نه دی بريالی شوی خو دناول دنثر دښه والي یې اوریدلي دي .
غضنفر صيب زياته کړه چې  که ندا ښه نثرليکي نو راتلونکې کې به ښه داستان ليکونکې شي .ورپسې غضنفر صيب په مجموع کې د ناول د تاريخ او داستان ليکلو په اړه خبرې وکړې .




له هغه وروسته ښاغلي نجيب الله منلي خبرې وکړې ، هغه ندا ته د مبارکۍ له ويلو وروسته  وويل چې کتاب ورته همدا څوشېبې دمخه ورسېده او ايله  یې څو پاڼې واړولې خو د دې څو پاڼو په لوستو سره هغه د غضنفر صيب خبره مني ،  چې د ندا نثر خوږ دی .هغه د عارفې عمر لور ( ستومانه تېښته ) په نامه ناول ته په اشارې وويل چې که څه هم نیمګړتیاوې او تخنېکي ستونزې يې ډېرې درلودې خو بيا هم يو بريالی کتاب  ځکه و  چې د افغانو ښځو دردونه پکې په ښه طريقه  انځور شوي وو . منلي صيب په اخېر کې د مېرمن بهير غړو ته په خطاب کې وويل چې دوی دې لومړی ځان په آينه کې پيدا کړي بيا دې په ټولنه کې .
وروسته له امریکا متحدو ایالتونو څخه راغلې ملمنې او دبشري حقونو فعالې میرمن هلې خبرې وکړې  دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر یې یو ستر بدلون وباله او دهر ډول مرستو ژمنه یې وکړه   دآغلې هیلې په وینا سره د مقالو برخه پای ته ورسېده او د مشاعرې برخه طوبی ندا ساپۍ په خپلولنډو خبرو او شعر باندې پيل کړه ، ورپسې زرغونې رحمتي ، دلافروز ځيرک ، ښاغلي څپاند ، رابعې غرشين ، سيدجمال ناصر ، فاطمې نوري ، محبوب الله محبوب ، سولې نيازۍ ، شېرينې مجددي ، مينې منګل  او  آرزو کريم خېل  په تر تيب سره خپل شعرونه ولوستل .
غونډه د مازديګر په پينځو بجو پای ته ورسیده او مېلمانه  تيارې شوې مازديګرنۍ  ته وبلل شوه .