کور / تازه خبرونه / پكتيا- د دري ښوونځيو د بنسټ دبري كيښودل شوي

پكتيا- د دري ښوونځيو د بنسټ دبري كيښودل شوي

نن د پكتيا په مركز ګرديز او احمد ابا ولسوالۍ كې د دري منځنيو ښوونځيو د بنسټ دبري كيښودل شوي.


د غه ښوونځي د پوهني وزارت د پرمختيايي پلان له مخي او د ګرديز د بيارغوني ټيم لخوا په پنځه، پنځه جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړي.


نوموړي ښوونځي د اداري، او تدريسي خونو سربيره كتابتون ، لابراتوار ، د اوبو او دبريښنا سيستم هم لري او په څه باندي ۴۷۰۰۰۰ امريكايي ډالرو به د روان كال تر پايه بشپړ شي.


سلا كار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د دغو ښوونځيو د بنسټ ايښودني پرمهال وويل : له دي دري ښوونځيو سره ټول ۵۷ ښوونځي كيږي چي په پكتيا كې كار پري روان دي او د روان كال تر پايه به بشپړ شي.