د روحاني صيب په مرګ باندي ډير زيات خپه شوم
دهرڅه نه مخكي زماسلامونه ومنئ!
پس له سلامه راځوُ دې ته چي منم دروحانى په مرګ باندي ټول پښتانه غمجن شوي دي خوپه تشوليكنواوپه تشوپيغامونوهيڅ نه كيږي چي هرڅوك ليكى چي زه دروحانى صيب په مرګ باندي ډيرزيات خپه شوم څوك ليكى چي دروحانى مرګ دژورناليست نامي دپاره يوه لويه ضربه ده په دې خوهرڅوك پوهيږي چي هرڅوك پري خپه دى خداي زده كه زمانه زيات پرې څوك خپه شوئ وي خومانه غوښتل چي زه خلكوته ځان وروه پيژنم چي زه هم دهغوپښتانوله ډلي يم چي په روحاني صيب پسي خفه يم ولي چي دزړونومالك يوالله دئ خوماچي دګرانوپښتانوپيغامونه ولوستل نوديته مجبورشوم چي زه هم خپل پيغام وړاندي كړم بله ده چي احسان صيب تاله افغانستان سركارڅخه غوښتنه كړى وه چي :
سركاره !
قاتل وښايه كنى په خداي قسم دي چي تااوواژه
. . .
ښه خبره دي ورته كړيده خودافغانستان دولت چي كوم دي صرف اوصرف دپارسي بانو ازبكوهزاره ګانودپاره دئ كرزئ وايي چي زه پښتون يم ، پښتووايي په پښتونخواه نازكوي خوپښتانه خرڅوي پښتونخواه خرڅوي اوپښتوخرڅوي دروحانى په وژنه كي ضروردولت لاس دي داكوم بل مُدعي نلري كه سركاريي درته وښيى هم نوهغه به يو بي وزله پښتون وي چي هغه به خپلوبچوته دخوراك په لټه كي وي خوسركاربه ستاخوله پري دپه كړي
همده سبب ده چي مايوه ټپه ليكلى وه غواړم چي درته وړاندي يي كړم.
نن چي دملك ګټي ته غل وى
هغه سباپه ښځه هم اخلى لوټونه
خپلوپښتانوته دسايل صيب يوبيت وړاندي كوم هيله منديم چي عمل پري وكړى.
دخداي دپاره پښتانوځانونه وپيژنۍ
ستاسودپاره خوبه ځانته پيغمبرنه راځى!
روحانى صيب نه يوازي دپښتوژورناليست ته بلكه لربرپښتون ته ضربه ده.
اوس راځوٌ دي ته چي په بره پښتونخواه كي دپښتانوحال وګورئ په خاصه توګه نن سباپه تخاركي دپښتانوحال په لره پښتونخواه كي وګورئ په خاصه توګه كرم ايجنسي كي دشعيه اوسونى حال وګوره تاسوته ښكاره ده چي مخكي به هم دشعيه اوسونى ترمنځ جنګونه كيدل معلومه ده دخپل سركاراوګاونډيوسركارانوپاليسى ده چي ټول غواړى چي پښتون له منځه يوسى خودوي دي پښتون دومره كمزورئ نه ګڼى لږدي دخوشال بابادى بيت ته ځيرشى.
لاتراوسه يي ماغزه له کرارنه دى
چاچي ماسره وهلئ سرپه څنګ دئ
دروان ژوندله لاسه ماته يوآرمان بل هم رااضافه شوئ دي هغه ددى زرپرستوخلكوسره يوسورانقلاب دي ډيروروڼه به پرماداانتقادوكړى چي ته دګران افغانستان بياړنګونه غواړي خونه كه داسي ونشى زه به نه يم خوزماداڅوټكى درسره يادكړئ چي زمونږدراتلونكى نسل به په دى
خپله خاوره كي دناستي پاستي ځاي ورك شى اوخپل هيوادته به ويزه باندي راځى نورموپه دى ترښه اوخواږه ليك نه عذابوم پخپل دى بيت يي سرته رسوم.
خدايه مرګ راكړه په سنګركي چي ژوندئ پاتي شم
خوچي تلتكه كي مي مړنكړي مرداربه شمه
په درنښت