کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: دوې شخصي امنيتي کمپنۍ بې وسلې شوې

ميدان وردګ: دوې شخصي امنيتي کمپنۍ بې وسلې شوې

نن د ميدان وردګ  په ولايت كې د امنيي قوماندانۍ د موظفينو لخوا هغه دوه شخصي كمپنۍ بې وسلي او وسله يې د ډاياك يا ناقانونه وسلوالو د بې وسلي كولو  كميسيون ته وسپارل شوه


دغه كمپنۍ د خاوراو پني شهر په نومونو د ميدان وردګ په ولايت كې  ناټو او ايساف ځواكونو ته د مالونو د ليږدولو مسوليت په غاړه لري چې لا تراوسه يې قانوني جوازونه ددولت لخوا نه دې ترلاسه كړې او يوازې يوه امنيتي كمپنۍ د النجان په نوم د د ولت سره په قانوني ډول ثبت شوې ده . دميدان وردګ  ولايت د امنيې قوماندان  جنرال مظفر الدين  په وينا په دغه وسلو كې (۴) څلور ميله راكيټونه ، (۲۳) ميله كلاشنګوفونه ، (۱۰) ميله پيكا، يوميل (   RPT   ) درې ميله لس ټكه او درې ميله سل ټكه شامل او د ډاياك پروسى ته وسپارل شول.