کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: په دير کې په لمونځ کوونکو بريد شوى.

پښتونخوا: په دير کې په لمونځ کوونکو بريد شوى.


دير:د پېښور دخبري رسنيو په خبره  د شمالي پښتونخوا د دير د مسکينۍ په سيمه کې تيره شپه نامعلومو وسلوالو په جومات کې په تراويح کوونکو بريد کړى، چې له لامله يې ٢٥ لمونځ کوونکي شهيدان شوي او له ٥٠ زيات ټپيان دي په ټپيانو او مړو کې ډېر ماشومان دي .


 لومړى يې جومات ته بم ورغورځولى او بيا يې پرې ډزې کړي .


د سيمې ناظم ويلي دي، چې شل کسان مړه شوي او ديرش ټپيان دي، چې د ثمرباغ مرکزي روغتون او د تيمرگرې روغتون ته رسول شوي .


د سختو لارو او د ټرانسپورټ د نشتوالي  روغتون ته د ټپيانو په رسولو کې ستونزي رامنځته کړي .