کور / تازه خبرونه / بش په پاکستان کې د عملياتو اجازه په جولاى کې ورکړې ده

بش په پاکستان کې د عملياتو اجازه په جولاى کې ورکړې ده

واشنگټن : دامريکا يو لوړ رتبه چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې ولس مشر بش په پټه توگه دجولاى په مياشت کې اجازه ورکړې ،چې په پاکستان کې دامريکا ځانگړي  ځواکونه عمليات پيل کړي ، نوموړي  زياته کړې ، چې دپاکستان په قبايلي سيمو کې دترهگرو شتون امريکا ته دزغملو وړ نه دى ، نو ددوى دله منځه وړلو لپاره  دولس مشر بش څخه اجازه وغوښتل شوه ،  او ورته انديښنه ښکاره  شوه ، چې په پاکستان کې دطالبانو او القاعده پټن ځايونه امنيت ته خطر دى او دپاکستان په استخباراتو يې  نا باوري څرگنده کړه .