کور / تازه خبرونه / په ختيځ كي د ناټو يو سرتېرى ووژل شو

په ختيځ كي د ناټو يو سرتېرى ووژل شو


ناټو ځواكونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره منلې چي د افغانستان په ختيځه سيمه كي يې يوه سرتېري د سپټمبر پر يوولسمه ژوند له لاسه وركړ.
د خبرپاڼي له مخي ياد سوى كس د وسله والو په يوه بريد كي وژل سوى، خو بېله دې چي سيمه او د عسكر هويت په ډاګه كړي، د نوموړي كس كورنۍ ته د زړه ډاډ وركړل سوى او د ناټو عمومي قومندان په دې غم كي خپل ځان ورسره شريك ګڼلى دى.