کور / تازه خبرونه / كندهار: د يو ايس پي آى پر موټر بريد وسو

كندهار: د يو ايس پي آى پر موټر بريد وسو


د كندهار په پنځمه ناحيه كي د يو ايس پي آى د شخصي امنيتي شركت پر موټرانو بريد وسو، چي له امله يې د دغه كمپنۍ يو كروزينګ موټر په بشپړ ډول سوځل سوى او څو نور ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمي څخه يوه عيني شاهد لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي بريد كوونكي د دغه شركت د نيپالي مشرانو دوه موټرونه هدف وګرځول چي يو يې روغ ځني وړلاړى او بل يې په بشپړ ډول له كاره وايستى او پكښي ناست نيپاليان هم زخميان سول.