کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

د برتانیې د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چی د دوی یو عسکر پرون د افغانستان د هلمند په موسی کلا کی د یوې چاودنی له امله ووژل سو . د چاودنی علت تر اوسه معلوم نه دﺉ . پدې سره په افغانستان کی د برتانوی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۱۸ ته ورسېد .
د یو بل خبر له مخی پنتاګون د خپلو هغو دوو پوځیانو د وژل کېدو تصدیق وکړ چی د سپتمبر پر نهمه د افغانستان په ختیځ کی وژل سوي وو . د یادونی وړ ده چی په هغه پېښه کی درې بهرني پوځیان او یو د هغوی افغان ملګرﺉ وژل سوي وو . د درېیم پوځي په هکله لا تر اوسه څه ندي ویل سوي چی د کوم هېواد څخه و .