" /> " /> " /> " /> دولت د شينډنډ د پېښي په تړاو درې کسان  ونيول – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دولت د شينډنډ د پېښي په تړاو درې کسان  ونيول video

دولت د شينډنډ د پېښي په تړاو درې کسان  ونيول video

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چي د هرات ولاست د شينډنډ ولسوالۍ د عزيز اباد د کلي شاوخوا سلو بېګنا کسانو د وژل کېدو د پېښي په تړاو يې درې کسه نيولي دي .

د کورنيو چارو وزارت له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخي دغه درې کسان بهرنيو ځواکونو ته د غلطو معلوماتو ورکولو په تور نيول شوي دي .

پوره 21 ورځي مخکي په شينډنډ کي د بهرنيو هوايي ځواکونو له خوا په بمبارۍ کي تر سلو زيات ولسي وګړي وژل سوي وه ، بهرنيو ځواکونو له دې جملې يوازي د پنځو ولسي کسانو د وژل کېدو خبره منلې ده ، خو د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل سوي لوړ رتبه پلاوي د ۹۶ تنو ولسي وګړو چي زيات شمېر يې ماشومان او ښځي وو د وژل کېدو خبرونه تاييد کړل . ددې پېښي ځيني قربانيان په لاندنۍ ويډيو کي وګورئ .