کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قوماندان مسعود: اتل او كه يوفلمي اكټور؟

قوماندان مسعود: اتل او كه يوفلمي اكټور؟

دا څو ورځې كابل د يوه تصوير ښكارندويي كوي: احمدشاه مسعود، ملي اتل(!). څوك د قومي او ژبني تعصب، څوك له وېرې او څوك له چاپلوسۍ نه هغه ته د شهيد او اتل كليمه كاروي، خو ډېر داسې كسان هم ترسترګو كيږي، چې له نورو پټ د هغه پر تصويرونو لاړې توكوي. په كابل كې دا مشهوره ده، چې د غلو موټر له څه پېژنئ، لنډ ځواب دركوي: د مسعود په عكس! چېرته چې غله او لوټماران دي، موټر يې د همدغه اتل په تصويرونو چټل شوى وي.
هغوى، چې د ګوندي جګړو پر مهال په كابل كې اوسېدلي د مسعود څېره او كړه وړه تر هرچا ښه پېژني. هغه افغان ولس ته له مرګ، درد ، غم او وير پرته بل څه نه دي وركړي. مسعود پر ځان مين، خودخواه، سازشكار او متعصب انسان و. هغه له اره د سمرقند د ده بيدي سيمې و. د هغه پلار په سمرقند كې زېږېدلى و او له نيكه سره يوځاى افغانستان ته راغلى و. ستر نيكه يې زمردشاه نوميږي ، چې په پنجشير كې يې اړولي وو. (۱)
احمد شاه مسعود خپل كوچنيتوب د كابل په پروان مېنه كې تېر كړى او په استقلال لېسه كې يې لومړنۍ زده كړې ترسره كړې دي. پلار يې د پوځ ډګر وال و.


قوماندان مسعود خپل ټول ژوند د ولس په وژنه كې تېر كړى او يوه شيبه يې هم د هېواد خدمت ته فرصت ونه موند. له روسانو سره يې ټوله جګړه په سازش كې تېره شوې او د جهاد په نامه دده هيڅ كارنامه نه ترسترګو كيږي.


مسعود د خپلې خودخواهۍ له مخې په هره وړه سوبه ځان لوى سكندر باله او په همدې حساب يې د هرې پېښې او د خپل هر حركت فلمبرداري كوله . كه د مسعود ژوند له نږدې وځيرل شي او د كابل پر اوسنيو فحش خپروونكو ټلويزيونونو  يې فلمونه وكتل شي، دا ثابتيږي، چې قوماندان مسعود خپل ټول عمر په جهاد نه بلكې په فلمبردارۍ او فلمي اكټونو كې تېر كړى دى. مسعود په پنجشير كې له روسانو سره د متاركې او روغې جوړې لاره خپله كړې وه او له هغوى نه يې په بدل كې امكانات او تجهيزات اخستل. هغه د روسانو په مرسته خپل مركزونه له پنجشېر نه فرخار، ورسج ، خوست او فرنګ ، نهرين او اندراب ته پراخ كړل او د روسانو په مستقيمه مرسته يې له سيمې نه اسلامي حزب و اېست. د جبل السراج تړون، پركابل بريد او لوټ او تالان او ګڼ نور داسې څه شته، چې د مسعود د خيانت او كمزورۍ بېلګې راكوي.


مسعود د شخصيت له مخې هم كمزورى سړى و، ځكه خپل لاس لاندې كسان به يې په عام محضر كې سپكول او څوځله خو يې مارشال صېب !؟ او يونس قانوني هم سپك كړي وو، چې وروسته يې دده پر وړاندې جبهه ونيوله. مسعود د روسانو تر وتلو وروسته هيڅ سياسي طرح نه درلوده او يوازينۍ وړتيا يې جګړه وه. هغه پر داسې كسانو باور او اعتماد كاوه، چې ده ته به يې چاپلوسي كوله. د هغوى له ډلې څخه يو ډاكټر عبدالرحمن و، چې نه يې روژه نيوله او نه يې لمونځ كاوه، خو مسعود هغه خپل اعتمادي كس باله. همدا لامل و، چې قسيم فهيم او نور كسان پرې غوسه و او بيا د كرزي په دوره كې يې په سوكانو او چړو وواژه.


(۲) مسعود يو مذبذبه انسان و، څه فكري تمركز او ثابت دريځ يې نه درلود. هغه  د تخار په اشكمش ولسوالۍ كې د شوراى نظار په پرانستونكې غونډه كې د پخواني پاچا او صبغت الله مجددي پر خلاف خوله پرانسته ، نه يې مور ور پرېښوده او نه خور او …، خو لږ وخت لا نه وتېر، چې پخواني پاچا ته به يې ساعت په ساعت ټليفونونه كول او د هغه د روغتيا او سلامتۍ دوعاګانې به يې كولې. دا ددې ښكارندويي كوي، چې مسعود لا د نجيب تر ماتې وروسته هم سياسي بلوغ ته نه و رسېدلى. كله به يې له طالبانو سره مرسته كوله او ، چې ورځ به پرې تنګه شوه، حكمتيار به يې د لومړي وزارت څوكۍ ته غوښت او بيا به يې پخپله پر كابل د راكټونو باران كاوه. دا ټولې د مسعود هغه كارنامې دي، چې تاريخ يې كله هم نه هېروي.


مسعود د نشه يي توكو، لاجورد او زمرودو په غلا كې نړيوال شهرت درلود. هغه په دې برخه كې د خپلو نږدې كسانو يو بانډ درلود، چې نن هم د كرزي په اداره كې مهم پوستونه لري. مسعود د پاكستان د مافيا، حضرت علي او څو نورو كسانو له لارې نشه يي توكي تخار ته لېږدول او بيا به يې له هغه ځايه د مدير اعتبار په مرسته د هوا له لارې د تاجكستان كولاب هوايي ډګر ته استول. دده يو مشهور پيلوټ جنرال صبور ځكه په تاجكستان كې بندي كړاى شو، چې دده له اوامرو يې سرغړونه كړې وه او ډېر امتياز يې غوښت. جنرال صبور نن هم هلته بندي دى.
دا او دې ته ورته ګڼې نورې بېلګې دي، چې كتابونه ترې ډك دي او د مسعود د خيانت او وړوكتوب ښكارندويي كوي. هغوى، چې د تعصب له انتها نه د سقاو په څېر غله او داړه مار ته د اتل او خادم دين رسول الله لقب وركوي، مسعود ته خو يې بايد سل ځله وركړي. هرقوم او ملت د خپلو اتلانو لپاره خپلې ځانګړنې او معيارونه لري. دوى به د خپلې اتلولۍ معيارونه تر موږ ښه پېژني. هغوى، چې د مسعود له بركته نن د ارګاه او بارګاه څښتن دي ، بايد د هغه د احسانونو مرهون و اوسي. هغه بېچاره ځان ته دوزخ وكوت، خو نورو ته يې پر نړۍ جنت ور وښود.
— ———–
۱- د تاجكستان ملت ورځپاڼه
۲- كابل پرېس