کور / تازه خبرونه / دلوگر والي ديو بريد په ترڅ کې ووژل شو .

دلوگر والي ديو بريد په ترڅ کې ووژل شو .

  د لوگر والي عبدالله وردک د کابل ولايت په  پغمان ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني رسنيو ته ويلي دي ، چې والي هغه وخت ووژل شو ، چې کله يو ځانمرگي بريدکوونکي دپغمان د گورجک په تپه کې د والي کور مخې ته د نوموړي راتگ ته  په  تمه ناست و ، نوموړي زياته کړه ، کله ، چې والي له خپل کور څخه راووت  نو بريد کوونکي پرې  بريد وکړ او ويې واژه .
نوموړي زياته کړه ، چې په بريد کې  د والي درې ساتونکي هم وژل شوي دي .
د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد لر اوبر ته د يو تېلېفوني تماس په ترڅ کې د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى او ويلي  يې دي ، چې  د لوگر والي عبدالله وردک يې د پغمان ولسوالۍ د گورجک په تپه  کې د رېموټ کنټرول ماين د چاودنې په ترڅ کې وژلى  دى .