کور / تازه خبرونه / ډينس : بش نړۍ له گواښ سره مخ کړه.

ډينس : بش نړۍ له گواښ سره مخ کړه.

واشنگټن : دامريکا دکانگريس يو غړي  ډينس ويلي دي ، چې ولسمشر بش دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کړى او په پاکستان يې دبريدونو په اجازې سره نړۍ له گواښ مخ کړه ، دا خبرې نوموړي په انټرنيټ خپور شوي خپل  مضمون کې کړې ده او زياته کړې  ده ، چې په پاکستان  دامريکا د بريد سره به دامريکا خلاف دښمنان زيات شي  نوموړي زياته کړه ، چې پاکستان په اسيا کې ايټمي ځواک دى  او دا خبره اړينه ده ، چې ټولې ستونزې  ورسره په سفارتي خبرو اوارې  کړى شي . نوموړي ويلي دي ،چې ولسمشر  بش له  اور سره لوبې کوي چې دپاکستان بې گناه ولس په وژنې سره په سيمه کې دامريکا دځواکونو  لپاره گواښ زيات شوى دى او بله دا ، چې امريکا دخپلو ائتلافي ملگرو پخلا کولو  کې ناکامه شوې ده . ولسمشر بش په دې ډول کارونو سره غواړي  ، چې په افغانستان کې بايلودې جگړه  پاکستان ته خپره کړي ، ډينس غوښتنه کړى ، چې  دامريکا کانگريس دى داولسمشر بش له دغې گواښمنې لارې څخه راوگرځوي .