کور / سياسي / کرزئ د شمالي ټلوالې او جنګسالارانو سره په یوه جبهه کې

کرزئ د شمالي ټلوالې او جنګسالارانو سره په یوه جبهه کې


درنو لوستونکو ته به یاد وي ، تېر کال د سیپتمبر په نهمه ، کومه یادغونډه چې د ګوډاګي مسعود د پلویانو له خوا په کابل غازي لوبغالي کې په پام کې نېول شوې وه ، د یو شمیر ویښو هېوادوالو له خوا تس نس شوه . لومړئ کرزئ تېښتې ته اړ شو او ور پسې سقاویان او جنګسالاران یو بل پسې له لوبغالي وتېښتېدل . د ځغاستې په دغه سیالۍ کې غازي لوبغالئ په څو شیبو کې تش شو .
 څو تلویزینونو د ځغاستې ددغه سیالۍ ننداره خلکو ته وښوده .
 په څو شیبو کې د لوبغالي تشېدل او د دروغجن اتل د یادغونډې ټوټه کېدل په ګوته کوي ، د دولت له خوا په درواغو ، چل او فریب سره د پردیو له بړیڅي څخه اتل جوړول ناشونئ کار دئ او د خلکو په سترګو کې د خاورې پاشلو پرته بله مانا نه لري !
دولت باید د تېر کال د خپلې شرمېدلې یادغونډې څخه د پوهاوي هڅه کړې وای !
کومه یادغونډه چې  د ملت په زړه نه وي او په زورسره پر ملت وتپل شي ، هغه هیڅ وخت ښه پایله نه شي درلودلای !
مسعود په خورا ښه حالت کې هم یوازې د نظارشورا مشر کېدلئ شي ، هغه شورا چئ منګولې يي د ملت په وینو ککړې دي . د همدې ګوډاګۍ شورا له خوا د فغان ملت د وروڼو قومونو په منځ کې د بېلتون چاړه راکښ شوه . ددې شورا په چلوټیو او درغلیو تاجک له هزاره ، هزاره له پښتون او اوزبک له ټولو سره وجنګېدل . په کابل ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه ، زاړه میکرویان له نویو میکرویانو سره ، خیرخانه له شا شهید سره ، ده افغانان له کوه اسمايي سره په ړندو راکټونو وویشتل شول او کور په کور د سرو وینو لښتي  وبیول شول . نو که د مسعود د جنایتونو لمانځنه کیږي ، پریږده چې همدغه مزدوره شورا يي ولمانځي !
افغانان او په تېره بیا کابلیان دومره ساده خلک نه دي چې د خپلو ۷۰ زرو شهیدانو د قاتلینو په یاد ، د هغوی یادغونډې جوړې کړي . هغه کسان چې دا ډول دروغجني غونډې جوړوي ، او هڅه کوي چې جنګي مجرمینو ته د اتل لقب ورکړي او یا بر حال جنګي مجرمین د ولسي محکمي څخه  وژغوري ، د پیل په غوږ کې ویده دي او د ملت سره د حساب لپاره دې چمتو اوسي !
کرزئ د نظارشورا په وټونو جمهورریس شوئ نه دي ، او هغه ته د یوه جمهورریس په توګه نه ښايي
چې د تنظیمونو په خپلمنځي چارو کې ځان ورګډ کړي ، تنظیمونه پوه شه او خپلمنځي چارې يي . کرزئ باید د ملت په کچه چلن ولري .
خو له بده مرغه کرزي سږکال بیا هم ، د مسعود په یادغونډه کې ګډون کوي ، او ټولې هغه سپکې سپورې چې پروسږکال په همدې ورځ ورته ، فهیم د سقاویانو د ډلې بل جنګسالار ، د ټولو په مخکې کړې وي او هغه دا چې باید په واک کې د فهیم پشان مجاهدینو ته زیاته ونډه ورکړي له یاده باسي او  دا ځل دئ ( کرزئ ) پخپله وايي چې ، جنګ سالار جنګ سالار نشته او موږ ټول مجاهدین یو او د همدغه روانې فاسدې واکمنۍ د دوام لپاره باید سره نور هم متحد شو .
کرزئ اوس جنګسالار او جنګي مجرمین نه پېژني  ، او د لويي جرګې له خیمې څخه په اوچت اواز ، د ولسې جرګې هغه تش په نوم پخوانۍ پریکړه چې په هغې کې جنګي مجرمین یو بل ته بښل شوي وو ، دئ ( کرزئ ) هم په رسمیت پېژني ، او د جنګسالارانو او جنګي مجرمینو سره یو ځای خپل اواز غبرګوي او له هغوی نه د ملاتړ په سنګر کې دریږي .
له بلخوا سږکال د مسعود تش په نوم یادغنډه نه یوازې په خیمه کې ترسره کیږي ، بلکې دولت په لویه کچه د نظارشورا تر یرغمل لاندې دا ورځ په نورو ځایونو کې هم پالي .
په دې اړه د انټرنیټ په یوه بریښناپاڼه ( ټول افغان ) کې داسې راغلي دي :
«  نن د سپتمبر پر اوومه د واکمن حکومت د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر لخوا د کابل ښار په اماني لېسه کې د پخوانۍ نظار شورا د آمر احمد شاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم د ختم په اړه پرانيستونکې وينا واوروله. .
همداراز يې لارښوونه کړې چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې دې د آمر احمدشاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم ختمونه وشي.   »
که د مسعود د مرګ د ورځې په اړه  ، د کرزي او د هغه د دولت د وزارتخانو چلن ، د ځینو پردي پالو تلویزینونو خپرونې او نور  په پام کې ونیسو ، څرګندیږي چې د نظارشورا ، د کرزي دولت یرغمل نېولئ  او دا وطن پلورې شورا د دولت پر څټ  سپره ده او  دولت يي نور هم  د ملي سیاستونو پر ضد  د سپکاوۍ ، ویجاړۍ  او ورانۍ په لور  روان کړئ  دئ .
نور نو دا دولت د سمون ، اصلاح او رغونې  جوګه نه دئ  او افغانانو ته  په هیڅ   شان د زغم وړ نه دئ  !
 دغه په  ټولیزه توګه یو ملي ضد ، افغاني ضد او وطني ضد دولت  ګڼلئ شو .
د کرزي سیب د خیمې په یادغونډه کې ، د جنګسالارانو یو بل زوړ او خونړئ جنګسالار  ، چې  پر عربو باندې  د پښتنې نجونو په خرڅلاو کې  نړیوال شهرت لري ، بیا هم  د کرزي په دولت کې د مجاهدینو  د شمېر په کمښت  نېوکه کوي  او  د کرزي د خوړین او بوین دولت  د ناکامیو  لامل دا بولي چې دده پشان  کارکشته مجاهدین د کرزي په دولت کې  لږ  دي  !
 د یادغونډې ګډونوال جنګسالاران ،  دده په خبرو باور کوي او چکې ورته کوي  !
د خیمې یادغونډه ،  سړي ته  د ۱۳۷۱ کال  د پېښو بهیر وریادوي  . په هغه وخت  کې دکارمل  ډلګۍ   ، د مسعود او رباني په مشرۍ د نطار شورا او اسلامي جمعیت ، د ګلیم جم دوستم  ډلې او د محقق او مزاري ډلو په یوه نا مقدس اتلاف کې د شمالي ټلوالې په نوم ،  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې پروګرام شنډ کړ او په خپلې دې هڅې سره يي  د افغانستان د روستیو ویجاړیو بنسټ کېښود . د کرزي نوئ سیاسي ټوپ او په شمالي ټلواله کې چې اوس د ملي جبهي په نوم ځان نوموي  ورغورځېدل  ، ښۍ چې  دا بیا د تېر په څېر  یو  نامقدس اتلاف دئ  خو دا ځل د کرزي او شمالي ټلوالې  تر منځ  .  دا نوې اتلاف  به  په افغاÙ
 �ستان کې د یو پراخ بنسټه ملي حکومت  د جوړښت هڅې په شا وتمبوي  . د هيواد په بیا رغاونه کې به د نړیوالو مرستې لا   چور او تالان کړي . قومي ، ژبني ، سمتي او نورو توپېرونو ته به  لمن ووهي ، د هېواد ملي ګټې  ، ویاړنې او ملي دریځونه به تر پښو لاندې کړي  او د هېواد روانه غمیزه به نوره هم اوږده  اوکړکيچنه کړي !
دغه   اتلاف  چې  د کرزي په جدبېدو سره  لا نور هم غوښن کیږي  نږدې اوه کاله په یوه یا بله بڼه   پر افغانستان واکمن دئ ،  له خپلو اوه کلنو  ناکامو  هڅو څخه هیڅ  زده کړه نه کوي  او په دروغو  سره د خپلې هرې  ناکامۍ  روسته  بیاهم   ملت ته ،  دنور او زیات خدمت ټټر ووهي !
تر څو افغان ملت  ؛  د نظارشورا ، د  جنګسالارانو او د کرزي  د ملي ضد سیاستونو د قربانۍ ګډورئ وي  ، په افغانستان کې به  سوله او امنیت  څوک په سترګو هم ونه ویني  ، او د افغانانو ورځ به  تربلې بده وي !
پاتې شوه  د اتلولۍ خبره ،  دا د نظارشورا ده  چې  دولت له خوږې ګوتې نیسي او په دولت فشار راوړي چې یا مسعود اتل جوړ کړۍ او  که نه  د هېواد د نورې  ویجاړۍ په کار کې به  دوی له  هیڅ ډوله سبوتاژه لاس وانه خلي .
 خو دا ولسونه  دي چې خپل اتلان  زیږوي او هغه پالي ، نه د پردیو ګوډاګي رژیمونه او دولتونه!
په پای کې غواړم  په   هېوادوالو یو غږ  وکړم  او هغه دا چې  ، په راتلونکو ټولټاکنو کې باید   هوښیار او ویښ اوسو او بیا داسې چا ته وټ ورنه کړو چې سبا پخپل وټ   د نن  په شان  پښيمانه  اوسو !