" /> " /> " /> " /> په ډیلي کي بمي چاودني ۱۸کسه ووژل – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په ډیلي کي بمي چاودني ۱۸کسه ووژل video

په ډیلي کي بمي چاودني ۱۸کسه ووژل video

Policemen stand near the site of one of the bomb blasts in New ...


Damaged vehicles are seen at the site of one of the bomb blasts ...


رویټر د نوي ډیلی څخه خبر ورکوی چی نن ( شنبه ) د هندد مرکز په خورا عصری سیمه یعنی کناټ پلېس کی لږ تر لږه پنځه بمونه یو په بل پسی وچاودل چی ۱۸کسه یې ووژل او په لس ګونو یې هم زخمیان کړل . دا چاودنی د مازیګر پر شپږنیمو بجو وسوې . کناټ پلېس د هند یو عصری تجارتی مرکز دﺉ . خبر وایی چی د هند د اسلامی مجاهدینو سازمان محلی تلویزیونونو ته د ایمیل په لیږلو سره د دې حملو مسؤلیت پر ذمه اخیستی دﺉ .


د پېښي څخه لږ وروسته ځانګړي کوماندويي ډلګۍ د پېښي ځای ته د روزل سوو سپيو په ملتيا ورسيدل چي د پېښي په اړه جزيات معلوم کړي . د پېښي نور جزيات د دې ويډيوي راپور کي وګورئ :


 story image


Commandos of India's National Security Guard (NSG) with ...


Police inspect the site of a bomb blast at Barakhamba Road near ...