کور / تازه خبرونه / طالبانو درې کسه اعدام کړل

طالبانو درې کسه اعدام کړل

رویټر آژانس د کابل څخه خبر ورکوی چی طالبانو د غزنې په ولایت کی درې کسه ، حکومت ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل . یو رسمی حکومتی مامور رویټر ته وویل چی طالبانو د هغوی سرونه غوڅ کړي دي . خو طالبانو تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي .

د رویټر د یو بل خبر له مخی په هرات کی امریکایی اډې ته نژدې پنځه راکټونه لګېدلی خو څه زیان یې نه دﺉ پېښ کړﺉ . یو رسمی مامور وویل چی د اوس لپاره ځکه د هرات د هوایی ډګر څخه الوتني بندي سوي دي .