کور / سياسي / د ( سپټمبر11 لوی درواغ The big lieـ11/9 ) مخکتنه

د ( سپټمبر11 لوی درواغ The big lieـ11/9 ) مخکتنه


کتاب ته کتنه د افغان رسالې پخوانی همکار ټکړه لیکوال او څيړونکی خدای بخښلی  عبدالجلیل وجدی لخوا څو کاله مخکی  لیکل سوې وه، چي  اوس مو د نورو مطالبو په مینځ کی پیدا کړه او دا دی نشر ته یې سپارو. 


عبدالجلیل وجدی 


کتاب ته کتنه :


لوی درواغ





د ( لوی درواغ  ـ  The Big Lie) په نامه یو کتاب د انګلستان له لندن څخه  خپور شوی دی چي د نیویارک ټایمز په ژبه د سپتمبر د ۱۱ ورځي د فاجعې په اړه رسمي روایتونه او تعبیرونه پکښي چلنج  یا تردید شوي دی .


د کتاب له سیاق څخه څرګندیږی چي هغه د کومې بلی غالباْ له فرانسوي څخه په انګریزي ترجمه شوی وی .


کتاب په  ۲۰۰۲ م کال کي ، په لندن کي د « کارناټ » نومي خپرونکی مؤسسې له خوا چاپ شوي دی. د مؤسسې بشپړ ه پته داده :


Carnot Publishing Ltd.


20.22 Bedford Row


London WC IR4JS


United Kingdom


دکتاب لیکوال تیری میسن (     Thierry Meyssan) نومیږی چي د استوګنې ځای یې معلوم شوي نه دی . ده په سیاسي علومو کي د لوړو زده کړو نه وروسته ، پخوا له هغه  چي یو څيړونکي ژورنالیست وګرځی، د څه مودې د پاره د مدني آزادیو په یوه نړیواله مؤسسه کي خدمت کړی دی . خپل ژوند او تجریو له ده څخه د حقوقو یو ماهر جوړ کړ . په اروپا کي د سولې او همکارۍ کنفرانس دې ته اړ شو چي د ده له دغه مهارت څخه ګټه واخلی او د ده مشوروته غوږ ونیسی . ده په نوموړي مؤسسه کي د خپلو کارونو تر څنګ د یوې میاشتنۍ مجلې د مشر چلوونکی دنده هم په غاړه لرلی ده .


دی ، د دغه کتاب د لیکنی تر وخته پوری ، دیوې مؤسسې (Resea Voltaire) مشر ؤ چي په انټرینټ باندی د همدغی مؤسسې « د سیاسي ذکاوت خبرپاڼه » ــ   (    www.reseauvoltaire.net) یې هم چلولی ده چي د بریښنا لیک پته یې (Political Intelligence News Center)  ده . 


په پنټاګون باندی د حملی په باره کي لومړنی خپور شوی عکس د بین المللی خپارو څارونکي او څیړونکي تیری میسن ته وښودل چي خبره ، هغسی چي رنګ ورکول کیږی ، نه ده . بلکی پيښو په بل ډول خپل بهیر پر مخ بیولی دی . پردې سربیره د رسمي مقاماتو په خبرو کي تناقضات په خپله ښیی چي په پنټاګون او د نیویارک په نړیواله تجارتي مرکزونو حملې د یوې جوړی شوی ډرامی بېلې بېلې برخی دي .


مثلاْ په پنتاګون باندې د حملې په نسبت خپره شوی مطبوعاتي څرګندونه کي چي  د کتاب په لومړۍ برخه کي چاپ شوی ده ، د کومې بوینګ الوتکی یادونه نه ده شوې . د تښتول شوې الوتکي تیوري نیم ساعت وروسته راپیدا کړل شوی ده . 


په کتاب کي د حملو په مکانیزم بحث شوی دی او داسې نتیجه ورڅخه اخیستل شوې ده چي الوتکي داسي لکه چي د سپتمبر د ۱۱ په پيښه کي لیدل شوی دی، په خپلو هدفونو نشی لګیدلی : مثلاْ د پنټاګون په ویشتنه کي د الوتکی مسیر باید  عمودي وای خو په دې پېښه ویشتل شوی الوتکه یا الوتکی ته ورته کوم بل شی په افقي کرښه داسی پنټاګون ته رسول شوی دی چي د مځکی د سطحې نه لږ څه لوړه تللی ده او د پنټاګون د ېوال یي مخامخ ویشتلی دئ  .


په همدې ډول د نیویارک د نړیوال تجارت د مرکز د برجونو په لوری د ور ویشتل شویو یا ور ویشتل شویو الوتکو په باره کي همدا ډول تخنیکی خصوصیات او له هغو څخه راپیدا سوی شکونه شمیر شوی دی . د کتاب لیکوال د دغو حملو د تخنیکی اړخونو په باره کي د مسلکی کسانو خولې لټولی دی . ده ته څو تنو تکړه او تجربه کارو پیلوټانو ویلی دی چي د ډیرو تکړه پیلوټانو د لاسه هم پوره نه ده چي د الوتنی په وخت  الوتکې داسي خپلوهدفونو ته برابرې کړي چي د نښي منځ وولی، نو د پيلوټي د بیړنیو کورسونو د زده کوونکو لکه محمد حتی ( عطا) او د نورو دپاره پوره ناشونی ده چي داسي کارو کړی شی . دې ته ورته نور ډیر شواهد او تخنیکی قراین د کتاب لیکوال ته د داسې یوې ادعا کولو لاره صفا کوی چي ووایی : دغه هدفونه د الوتکو په ذریعه نه بلکې د (AGM) ډوله توغوندیو په وسیله چي په (   GPS) ریموډ سیسټم سره لارښودل شوي دی ، ویشتل شوی دی . په دې اړه په کتاب کي ژور ساینسی او تخنیکي بحث شوی دی چي ښایی د مسلکي کسانو دپاره په خاصه ټوګه په زړه پوري وی . دوی کولای شی چي هغه په خپله په کتاب کي ولولي . 


پردې سربیره لیکوال ځینی نور شواهد هم تر لاسه کړی دی چي یو یې د محکمو یا کورټونو له ورو او دروازو څخه هم تېراوراتیر شوی دی . د یو کاناډايي ډګرمن ایډوارډ وری لینډ (  Edward Vreeland) په یوه قضیه کي د محکمې په وړاندی تر پوښتنو لاندی راغلی ؤ، پخوا له هغه چي جیل ته واستول شی، ده اړوندو مقاماتو ته یو سر تړلی پاکټ سپارلی ؤ چي مقاماتو په خپل وخت ورته اعتنا نه وه کړې ، کله چي دا پاکټ د سپتمبر د ۱۱ د پيښی نه دوه ورځي وروسته پرانستل شو، په هغه کي د پيښی نه مخکی د هغې د کیدو خبرداری ورکړل شوی ؤ .  نورو څيړنو وښودله چي ډګرمن وری لینډ د ۲۰۰۲ کال د جنوری تر میاشتی پوری هم د پنټاګون د فعالو کاروکونکو په لیست کي شامل ؤ چي د بحریې په استخباراتو کي یې دنده درلوده . د کتاب لیکوال د نورو ډیرو داډول شواهدو له مخی ادعا کوی چي د سپتمبر د ۱۱ نیټې پيښه د امریکې د کورنیو سیاسي شخړو په تیره بیا د جمهوری مقام، پنټاګون او سي آې ای ترمنیځ د سیالیو یوه نتیجه ده چي د یوې ناکامې کودتا بڼه یې درلوده . 


باید ووایو چي زموږ د پاره په هر لحاظ یو ډیر له ستونځو ډک کار دی چي د کتاب  محتویات رد یاتائید کړو. په ښکاره خو یو وچکی ژورنالیست له خپل ځان څخه یوه نړۍ ستن جوړه کړی ده چي پيچلو او غوټه شویو لانجو او قضیوته یې د لاری ایستلو هڅه کړی ده، خو دلته مهمه پوښتنه دا ده چي یو بې وسې لیکوال او ژورنالیسټ چي تر شایی کوم ستر طاقت نه وی ولاړ څنګه کولای شی چي یوازینی زبرځواک، د نیویارک ټایمز په ژبه ، چلنج کړي  .


   له نورو خبرو که تیر شو ، د کتاب دوه موضوعات په خاصه ټوګه زموږ دپاملرنې وړ دی . یوه یې د حقیقي اسامه بن لادن او افسانوی بن لادن ترمینځ د توپیر ډراماتیکه موضوع  . او بله یې دا ده چي د افغانستان غمجنو پيښو، دامریکایانو ته وخت په وخت څنګه لنګې غواګانې درولې دی  . 


د کتاب له نظره، په حقیقي اسامه بن لادن باندې پرله پسی ګوازونه شوی دی او دومره تنګسیاوی ورباندی راوستلی شوی وی چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ نیټه یې د چا خبره خپلی پښې او لاسونه نشوای ورټولوې  . یعنی دا چي د ده ټولی شتمنۍ هر چیری کنګل شوی او کمپونه یې په کروز توغندیو ویشتل شوی وو او د ی په خپله  د سپتمبر د ۱۱ پيښې نه یوه شپه دمخه د راولپنډی ( پاکستان) په یو عسکري روغتون کي ناروع پورت ؤ. خو د افسانوي اسامه بن لادن نوم لا تر اوسه دده له اصلي شخصیت څخه ډېر ځله ستر ښودل کیږی  .


د کتاب لیکوال بن لادن د امریکی د متحده ایالاتو د ښمن نه بلکی  د هغه اجنټ بولی. دی د خپلی هغی کورنۍ څخه هیڅکله بیل شوی نه ګني چي د بوش له کورنۍ سره په ګټو وټو کی شریکه ده. 


بن لادن په ۱۹۵۷ کال کي زیږیدلی دی چي د شیخ محمد بن لادن له ( ۵۴ ) اولادونو څخه یو دی  . ده د پاچا عبدالعزیز په پوهنتون کي د اداری او اقتصاد په ساحه کي لوړ تحصیلات کړي دی . په ۱۹۷۹ کال کي د سعودی عربستان د استخباراتو د دادارې مشر شهزاده ترکی الفیصل السعود ده ته په افغانستان کي شوروی اتحاد ته د ماتی ورکولو په موخه په افغانستان کي د سي آی اې د پټو عملیاتو د مالی چارو اداره وسپارله . سي آی اې په افغانستان کي په څه د پاسه لسو کلونو کي دوه بیلونه ډالره ولګول . سعودی عربستان او د امریکې متحدو ایالاتو په ګډه سره اسلامي جنګیالان استخدام کړل ، دوی یې وروزل، په وسلو یې سمبال کړل او د جهاد دپاره بې تنظیم کړل . د دغو چریکی جنګیالو داړتیاوو د پوره کولو د چارو اداره اسامه بن لادن ته سپارل شوی وه. په کمپیوټر باندې د ده د فایل نوم « القاعده » وځي د انګریزی د (   Base) تحت الفظ معنی ده چي په (   Base data) کي خپله پوره معنی ورکوی . 


د امریکې متحده ایالاتو د شوروی اتحاد د ماتی او ړنګیدو نه وروسته په بشپړه توګه له افغانستان څخه لاسونه واخستل او هغه یې د جنګسالارانو لاسونو ته پریښود. دا وخت اسامه بن لادن هم خپله لاره بدله کړه په مجاهدینو کی یې د خپل نفوذ د خپرولو هڅي له همدغه وخت څخه پيل کړلې . دا هم ویل کیږی چي اسامه بن لادن خپل جنګیالی د سعودی عربستان د پاچاهۍ په خدمت کي واچول چي په کویټ کي د صدام حسین یرغل په شاوتمبوی خو په دې خبره خواشینی ؤ چي د صدام په ضد د سعودي  ــ امریکایی ائتلاف مشرتوب د امریکې پخواني جمهور رئیس ، مشر بوش ته سپارل شوی ؤ . دا وخت ډیک چینی د دفاع وزیر او کولن پاول د هغه هیواد لوی درستیز ؤ  .


د دغه اختلاف له امله د اسلامي جنګیالانو ګروپ دوه ټوټې شو. یوې برخې یي له سعودی  ـــ امریکایی ائتلاف سره خپله سلا او ملګرتیا شریکه  کړې وه . اسامه بن لادن له مخالفی ډلی سره  ودریده او د سوډاني مجاهدینو سره  ملګری شو .  دا وخت د ده د کورنۍ شتمنۍ هم  سره وویشلې شوې چي په خپله ده ته ( ۳۰۰ ) ملیونه ډالره په برخه ورسیدل . ده په دغو پيسو څو بانکونه جوړ کړل او یایی په زراعتي کارو بار کي ولګولې. 


په ۱۹۹۶ م کي په سعودی کي د امریکایانو په یوه اډه حمله وشوه چي ( ۱۹ ) تنه امریکایان پکښي ووژل شول . امریکایانو ددې حملې تور په بن لادن ولګاوه خو  ده په خپله هم د غبرګون په توګه د امریکې  او اسرائیلو په ضد خپل جهاد ، د یوې رسالې د خپرولو له لاری اعلان کړ. رساله « له عربي جزیرې څخه کافران وباسئ  ! » تر عنوان لاندې لیکل شوې وه . 


د ۱۹۹۸ کال د اګسټ په ( ۷ ) نیټه د تانزانیا په دارالسلام او د کینا په نایروبی کي د امریکې په سفارتونو حملې وشولې چي ( ۲۹۹) ، کسان پکښي ووژل او ( ۴۵۰۰) تنه پکښي ټپيان شول . د دغو حملو د لمسونې تور هم په بن لادن ولګول شو. د کتاب د لیکوال له خوا د لګول شوی اندازې له مخه په دې حملو کي د نورو په نسبت ډیر لږ امریکائیان وژل شوی دی . د دغو حملو یوه نتیجه دا هم وه چي د بېل کلنټن په امر ( ۷۵) کروز توغوندي د افغانستان په لوري وتوغول شول . د نورو ډيرو ټروریسټي پيښو تورونه هم په بن لادن لګول شوی دی چي له ده څخه یې د امریکی د لومړۍ درجې دښمن جوړ کړی دی . خو که وغواړو چي د افسانوي اسامه بن لادن په ځای د حقیقي بن لادن اصلی څېره او دالقاعده د ګروپ اصلی ماهیت وپيژندلای شو نو د کتاب ځینی نور مطالب زموږ پام ورګرځوي. هغه داسی چي د القاعده د جنګیالیو روزنه د یو مصری افسر علی محمد ترلاس لاندی سرته رسېدله. دغه سړی د امریکې د متحده ایالاتو له پوځ سره نژدی او د ډيری مودې راهیسی د امریکې د مخصوصو قواوو په روزنه بوخت دی چي ډول ډول « تر شا ولاړ» ګروپونه یې روزلي دی . د لوی درواغ » د کتاب د لیکنې له مخه ، د القاعده جنګیالان د « ترشاولاړو» پټو ځواکونو له خوا روزل شوی دی . په دې توګه اسامه بن لادن، لږ تر لږه تر ۱۹۹۸ م کال پورې له (   CIA) سره کار کړی دی . 


  کتاب د فرانسوي اخبار (   Le Figure) لیفګارو په استناد لیکی چي اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ م کال د جولای له ۴ څخه تر ۱۴ نیټې پوری ( په نیویارک باندی د حملو د کېدو نه تقریباْ دوه میاشتی دمخه) د عربی متحدو اماراتو په دوبۍ کي د امریکی په یو روغتون کي بستری و. په دغه موده کي د ده د کورنۍ افراد او د سعودی عربستان او عربی متحدو اماراتو نور مهم کسان د د ه پوښتنی ته تلل راتلل .


په دوبۍ کي د (   CIA) یوپيژندل شوی کارکونکی هم د اسامه بن لادن د لیدو دپاره د روغتون په الیوېټر( لفت ) کي دهسکیدو په حال کي لیدل شوی دی  . همدارنګه د (CBS) د خبریال په یو رپورټ کي ویل شوی دی چي اسامه بن لادن د سپتمبر د ۱۱ نیټې د ټروریسټي حملې څخه یوه شپه دمخه په پاکستان کي ناروع پورت وو. 


دې د راولپنډی په یو عسکري روغتون کي د پښتورګي د ناروغی له امله بستری شوی ؤ . په دې توګه هغه سړی چي د امریکې په ضد یې جهاد اعلان کړی ؤ  او (  FBI ) د هغه په سر د پنځو ملیونو ډالرو انعام ایښي ، ، هغه سړی چي امریکایانو په افغانستان کي د ده جوړ شوی کمپونه په کروز راکټونو ویشتل، له امریکایانو سره ګواکی د دښمنۍ په یو سخته مرحله کي، د دوبۍ په یو امریکایی روغتون کي تر تداوۍ لاندۍ نیول شوی ؤ چي د (   CIA) د محلی دفتر مشر یې هم پوښتنی ته ور روان ؤ او د سپټمبر د ۱۱ د ټروریستی حملو نه یوه شپه دمخه د راولپنډې په عسکری روغتون کي تر معالجې لاندی پروت ؤ . 


موږ افغانانو د سیاست د بحرانی څپو په موده کی یوه خبره ډیر ځله د ژبې په سرګرځولې او راګرځولې ده هغه دا چي « سیاست مو او پلار نه لری » اوس چي زه لګیایم د لوی درواغ له کتاب څخه ځینی مطالب راوباسم نو همدغه خبره می نیغه سترګوته دریږی له همدغه امله نشم ویلې چي اسامه بن لادن د امریکایانو ملګری ؤ او که لومړی درجه دښمن همدرانګه دا هم نشم ویلی چي د کتاب محتویات درواغ دی  او که رښتیا .


خو که د امریکې د دفاع وزیر ډونالد رمسفیلډ یوې خبری ته چي په  همدغه کتاب کي راغلی ده وګورم نو بیا دا ګنلی شم چي تر بحث لاندی قضیه کي به رښتیا او درواغ  یو له بل سره اوبدل شوي وي . کله چي رمسفیلډ په یو مطبوعاتي کنفرانس کي تر پوښتنو لاندی راغلی ؤ ، داسی یوه پوښتنه هم ورسره شوی وو چي ستاسی په دې دومره  خبروکي رښتیا ډیر دی او که درواغ ، ده په خنداکي د انګلستان د یو پخواني صدراعظم د خولې  یوه خبره ، د لنډ ځواب په توګه، بیا وویله چي «  درواغ د رښتیا باډیګارډ دی » .


د کتاب اصلي محتویات په ( ۱۹۶) مخونو کي راغلی دی خود اخځونو یا مأخذونو شمیر یی ورڅخه لوړ ختلی دی چي شمیره یې ( ۲۰۶) ته رسیدلې ده . له دې څخه څرګندیږی چي په کتاب کي په خپله لیکوال تبصری لږ او لنډی دی نور ټول کتاب په حقیقت کي د اقتباساتو، کوټیشنونو او د دخیلو سیاستمدارانو د ویناو او  خبرو تناقضات دی . داسی څرګندیږی چي د « درواغ ویوتکی حافظه نلری » متل غوندې خبری، د کتاب د لیکوال ادعاګانې پیاوړی کوي . 


د کتاب د محتویاتو سپینول یا تورول  زموږ کار نه دی، د پيښو کتونکی او څیړونکی پوه شه او کاریی . خو  د راتلونکی وخت کومه څیره  چي لیکوال د الفاظو په ټابلو کي راښيی او د کتاب دغه وروستنی مطلب چي د پایلی په توګه لیکل شوی دی، دومره لنډ دی چي له یو نیم مخ نه هم لږ ښکاری. په دې برخه کي هڅه شوې ده چي غټ غټ مفهومونه په لنډو جملو کي وړاندی کړی د مثال په توګه دا برخه داسی پيل کیږی :


که د انرژي لابی (  Energy Lobby ) د افغانستان له جګړو څخه په ګټه اخیستلو کی لومړی توب وګاټه نو د پوځي صنایعو لابی د سپتمبر په ( ۱۱) مه د سترې فتحې خاونده شوه.  


که موږ دغه دوې خبری په خپله اصطلاحي ژبه بیا وکړو نو به ووایو چي که د افغانستان جګړو د انرژي سترو کارو بار لرونکو ته لنګه غوا ودروله نو د سپټمبر د ۱۱ نیټې پيښی، د پوځي صنایعو د خاوندانو پرمخ بندې شوی دروازې پرانستلې.


د کتاب د پای له مهمو خبرو څخه یوه دا ده چي جورج ډبلیو بوش د (   ABM) معاهده چي د وسلو په تولید او پراختیا بندیزونه لګوي تر پښو لاندی کړله  . بله یې دا ده چي د سي آی اې مشر په  ځای ددې د سپټمبر د ۱۱ نیټې د پيښی په مخ نیوی کي د خپلی بربنډې ناکامۍ له امله، له خپلی وظیفې څخه ګوښه کړل شی، لا په شا وټپول شو او فنډ یې په سلو کي دوه څلویښت ورزیات کړل شو څو وکولای شی نړۍ د خپلو حملو په قالب (   Worldwide Attack Matrix) راولی . 


د شوروی  اتحاد د نړیدو نه وروسته د امریکې د متحدو ایالاتو پوځي بودجه کښته راولویده خو بیا په ناڅاپي توګه ډیره لوړه وختله اوس د دغه هېواد نظامی بودجه د نړۍ د پنځه ویشت ډیرو لویو اردوګانو د بودجو له مجموعې نه هم لوړه ختلی ده . دوه هغه ساحی چي د امریکې د دغې ډیرې سترې نظامی بودجې څخه لویی ونډې بیلوی یوه یې د پټو خدمتونو ساحه ده چي د سي آی اې له مشر جورج ټینټ څخه راتاوشوی ګروپ به پکښي فعال ویږ بله ساحه یې د هوايي قواوو له فعالیتونو سره اړه لری چي ډونالډ رمسفیلډ او د (  NORAD) له لوی قوماندان جنرال رالف . ای . اېبرهرټ څخه راتاوشوی کسان به یې لګوی  . 


د کتاب وروستی خبره دا ده :  د فعالیتونو کوم بهیر چي امریکایی ادارې د سپټمبر د ۱۱ د پيښو سره سم   پرمخ روان  کړی دی، داسی بريښی چي د چرچیل په ژبه ، ډیری زیاتی « وینې، خولې  او اوښکی » به وبهوي . وکتل شی چي ددې کرې پر مخ کوم، کوم اوسېدونکی به د هغو ملاماتوونکی قیمتونه وګالی . 


افغان رساله