کور / شعر / غزل

غزل


څومره  که دژوند پر لاره ستړي  یو
دومره به په مینه کی پیاوړي یو

نا څي دشباب وینه رګونو کی
پوه شه که سپین ږیري شو نو مړي یو

وخت غېږ ته راغلئ ترې به لا‌ؤ کړو لاس
بیا به ګوره خړو او بو وړي یو

راشه له وبا دجنګه لري  شو
څوبه له خپل کوره پوروړي یو

خپل دی یمه خپل می شه پدې خاطر
خپلې مور په غېږ کی را لوی کړي یو

ګوره عمری نن پردئ مه ګڼه
آه که سره بیل دبدن غړي یو


جنوبی پښتونخوا مسلم باغ