کور / هراړخیز / دنړۍ ادبياتوتاريخ ( لومړۍ برخه)

دنړۍ ادبياتوتاريخ ( لومړۍ برخه)

ختيزه نړۍ او مصر (سومر، بابل، آشور)


لومړی څپرکی
لومړۍ برخه


پيژندنه:


سومريان هغه خلک وو چې له ډير پخوا په هغه ځمکه چې د نهمې مخزيږد پيړۍڅخه يې وروسته نوم (کلده) شو اوسيدل، سومريانو دفارس خليج اود اروند رود دواړو خواووته ژوند کاوه او ددوی شمال او ختيځ خواته اکديانو(Akkad) چې سامي نژاده وو ژوند درلود ، آورد اوروک يا ارخ او نيپ پور د سومريانو د مهمو ښارونو څخه وو او سيپ پار، کيش او بابل د اکديانو دمهمو ښارونو له جملې څخه وو .


سومريانو درې زره کاله مخکې له ميلاد څخه تمدن درلود چې بابل ددې تمدن مرکز و. ميخي ليک د سومريانو اختراع ده . سومريان په٢١١٥ مخزيږد کال د عيلاميانو په لاس له منځه ولاړل.


بابل هغه ښار و چې سومريانو جوړ کړ، ورو ورو پراخه شو اود امارت او حکومت خاوند شو، چې پراخوالی اوعظمت يې د تاريخ دراوروسته دورو په ياد کې پاتې شو.


د بابليانو مذهب هماغه د سومريانو مذهب وو . په بابل کې کې د پاچاهۍ لړۍجوړه شوه او د اولې لړۍ مشهور پاچا حمورابي دی چې قانون يې جوړکړ، دحمورابي قانون د (شوش) دڅيړنو په ترڅ کې منځ ته راغی، عيلاميانو پر بابل دبريا څخه وروسته هغه شوش ته يوړ.


د بابل د تمدن بنسټ او دحمورابي قانون د سومريانو اود سومر تمدن پورې اړه درلوده. دبابل ډيری افسانې او اسطورې دهماغه سومريانو دپاچاهانو او حکمرانانو کيسې دي.


اشوريان اوکلده يعنې په مجموع کې سومراو آکد د بابل په نامه ياد شو  او له هغې وروسته هغه سيمه د بابل په نامه  وپيژندل شوه.آشوريان سامي نژاده وو اود نورو سامي نژادو سره يې په بابل کې ژوند کاوه. وروسته يې هجرت وکړ اود دجلې رود منځنۍ برخې ته لاړل اود هغې ځای په غرونه او رغونو کې يې کوچنی دولت جوړ کړ چې دخپل رب النوع (آشور ) په نامه يې ونوماوه . دهغې څخه وروسته يې د کالا(کالح) ښار پايتخت کړ چې بيا  وروسته يې (نينوا) د پايتخت په توګه وټاکه .


سومري او بابلي تمدن آشور ته وې وړل شو. د آشور د ډيرو کيسو، افسانواو اسطورو  څخه ددې کيسو، افسانو او اسطورو په ليکلو پيل وشو.


آشوري_بابلي ادبيات:


په سومريانوکې دتمدن يوه په زړه پورې نښه د ليکوالۍ هنر دی. دوی په دې توانيدلي وو چې خپل افکار، انګيزې او دژوند بيلابيل مسائل د ليکلو په واسطه ثبت کړي. لومړنۍ ليکنې د ډبرو پرمخ وې چې لرغونتوب يې ٣٦٠٠ مخزيږد ته رسږيږ، وروسته يې د خټونه دجوړوشوو کتيبوپر مخ ليکل پيل کړل چې ددې لرغونتوب ٣٢٠٠ مخزيږدته رسيږي .


سومريانو ليک له کيڼ اړخه ليکه او داچې دډبرو او کتيبو په سر د ليک دليکولو لپاره ديوې تيره څوکې آلې څخه ګټنه کيده چې ميخ ته يې ورته والی درلود نو ځکه دا ليک هم دميخي ليک په نامه ونومول شو.


څرګنده ده چې د ليک د پيدايښت او دليکلو ادبياتوتر منځ د پيړيو واټن موجود دی ، ليک په پيل کې دوګړو ترمنځ د قراردادونو، اسنادو اومکتوبونولپاره دسوداګرۍ اوليږد راليږد په برخه کې ترې کار اخيستل کيده. څو پيړۍ وروسته بيا د افکارو، انګيزو، ګروهو(عقيدو)،کيسو اواسطورو دليکلو لپاره وکارول شو.


اومه مخزيږد پيړۍ دآشوري_ بابلي ادبياتو يوه ځلانده او روښانه دوره وه. په پلازمېنه آشور کې د (آشور باني پال) په نوم يو ستر کتابتون جوړ کړای شو چې ليکل شوو آثارو ته (هغه چې دخښتو پرمخ په ميخي ليک ليکل کيده) د پاملرنې يوه نمونه ده. اسطورې، داستانونه، مذهبي سندرې اوتاريخ دهغو اثارو له ډلې څخه وو چې پدې کتابتون کې به ساتل کيده چې ددوې له منځه يوه هم دګيلګمش ماجرا او واقعه ده.


دولس ماتې شوې کتيبې( داشورباني پال) له کتابتو نه په لاس راغلي چې اوس يې دبريتانيا په موزيم کې ساتنه کيږي دغه کتيبې دبين النهرين دخلکو يوه له څرګندواوڅلانده حماسو او دنړۍ له په زړه پورو منظومو څخه دي چې ددې کتيبو منځپانګه دګيلګمش حماسه ده چې دليکلو نيټه يې ٢٠٠٠ مخزيږد ښودل شوې ده.


د(بابل توفان) داستان يو له هغو ماجراو څخه ده چې پدې کتيبو کې په تفصيل سره راغلې. ګيلګمش د شمش نپيشتيم له نسله دی چې وروسته له توفانه موجود شوی دهغه داستان پدې کتيبو کې ذکر شوی دی.


دګيلګميش داستان _ چې يوه بابلي اسطوره ده او آشور ته ليږدول شوې او بيا ليکل شوې _ د اسطوره پيژندونکو، تاريخ ليکوونکو او اديبانو ډيره دپاملرنې وړ ګرځيدلې . ډيريو کوښښ کړی چې دغه واقعه د يوې حماسې په شکل داوروک (Uruk) د ښار(د سومر لرغونی ښار چې دبابل سويل ته يې موقيعت درلود د تورات په روايت دنمرود دقلمرو لاند وو) د پاچاهۍ لومړنيو پاچاهانو ته نسبت ورکړي.


دداستان قهرمان ګيلګمش چې نيمه خدای وو او دله منځه تلونکو موجوداتو څخه وو چې په پيل کې يې په ظلم او زياتي شروع وکړه دالاهه ارورو(Aruru) څخه دخلکوپه غوښتنې سره، انکيدو(Enkidu) _ يو غښتلی او ځناورخويه انسان دهغه په وړاندې دريږي. په ترڅ کې ګيلګمش بريالی کيږي خو انکيدو ته دملګرتوب لاس وړاندې کوي اودواړه ښه ملګري کيږي او خوم بابا(Khombaba) سره دجنګيدلو لپاره د سدر جنګل ته ځي. خوم بابا ماتې خوري . ګيلګمش د دايشتارپه الاهې  _ چې پر هغه ځمکه اوسيده مينږي. ايشتار، ګيلګمش ته ځواب ورکوي او له ځانه يې لرې کوي اود خپل پلار(آنو) نه غواړي چې يو غوايي د ګيلګمش د وژلو لپار واستوي. ګيلګمش د انکيدو په ملګرتوب غوايي وژني .وروسته انکيدو د يوې ناروغۍ له امله مري . ګيلګمش، د اوتناپشتيم نه چې داسطورې په  ډول ژوندې پاتې دی د مرګ نه  دتېښتې لار پوښتي_اوتنا پيشتيم ورته دتوفان مشهوره کيسه او په هغې کې دده ژوندي پاتې کيدل بيانوي اوګيلګمش ته دژوندي پاتې کيدلو لپاره د سيند د وښو دخوړولو لارښوونه کوي. خو مخکې له دې چې ګيلګمش هلته ورسيږي ، ماري هغه واښه خوري او ګيلګمش دهغې دخوړلو نه محروم پاتې کيږي.
نوربيا . . .  ددې سلسلې نوري برخي په پرله پسې ډول له لراوبر ويبپاڼي پرليکه کيږي