کور / خبرتیا او پيغامونه / کراچۍ کې دپښتو غزل کنسرټ وشو

کراچۍ کې دپښتو غزل کنسرټ وشو

 
د نورو لويو او ګن ميشتو ښارونو په څير دکراچۍ په هکله هم ويل کيږي چې دا يو بې حسه او مشيني ښار ده خو کراچۍ ميشتو پښتنو تل داخبره غلطه ثابته کړي او چې کله هم موقع په لا س ورغلي نو له خپلي ژبي اوکلتور سره یې خپله بې کچي مینه څرګنده کړي ده .


دخپل شتمن کلتور دلا ودي او پراختیا دهڅو په لړ کي درواني مياشتی په ۲۲ م ماښام دای وي ټي خيبر ټیلوژن کراچۍ څانګي په کراچۍ کي دفرانس دکلتوري مرکز په مرسته دپښتو موسیقي او په خاص ډول دپښتو غزل یو په زړه پوری کنسرت وړاندي کړ
دغه رنګارنګ پروګرام چې دای وي ټي خیبر ټليوژن دکراچۍ څانګې دمشر ښاغلي رحمان بونيري په نه ستړي کيدونکیو هڅو ممکن شوی وو ماښام په ټاکلي وخت اوه نیمو بجو پیل شو .
په پيل کي ښاغلي رحمان بونيري چې پخپله هم یو منلی ادبي شخصیت او پیاوړی جرنلیسټ ده دفرانس له کلتوري مرکز نه په مننه راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسي دفرانس دکلتوري مرکز مشر الیګزنډر ویاچکي په خپلي لنډي وینا کي له پښتون کلتور سره دمیني او دلچسپي دڅرګندولو په ترڅ کي
په راتلونکي کي هم ددغه ډول مرستو او همکاری ژمنه وکړه.


ورپسي د ساز او اواز یو خوږ او رنګین بهیر وو چې د شپې تر پایه یې دوام لرلو او نوموړیو پښتنو سندر غاړو لکه رحيم شاه شازخان او نورو په خپلوخوږو غږونو کي وار په وارد پخوانيو او اوسنیو وتلیو شاعرانو شاهکار غزلونه واوروول دپروګرام په یوه برخه کي چې داتڼ لپاره ځانګړي شوي وه او د پښتنو دمختلفو
قبیلو ځوانانو اتڼ کاوه هاغه وخت دلچسپي لا زیاته شوه چې هلته موجودو فرانسویانوهم له پښتنو سره په اټڼ کي شرکت وکړ
دکراچۍ اوسیدونکي پښتانه چې ډیری یې مزدورکار یا تجارت پيشه خلک دي او له خپل وطن نه لري په دې ښار کي دنمړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره لالهاند دي ددې پروګرام په وسیله څو شیبې دخپلو ستړیو ستونزو په هیرولو بریالی شوول.