ابو سعید فضل احمد غر
ابو سعید فضل احمد غر ، د مشهو ر ولي لله حضرت محمد عبد لله مسافر صحرايی زوی دی په ۱۸۹۹ ع کال د مردان د سر و ډیرو په کلي کې زیږیدلی دی .
د لاهور په باغبانپوره کې یې تر لسم ټولګي پورې ذده کړه کړې ده او په ۱۹۲۶ ع کې حیدر اباد دکن ته ولاړ او تر ۱۹۴۹ پورې هلته د خپل ماما عبد الجبار کره اوسیده . دی د پښتو اردو او فارسي ژبې شاعر دی لومړی تخلص یې (افغان) وو او په اردو شاعرۍ کې یې (کوهی) تخلص کړی دی .
دده ټول کلام په اتیازرو اشعارو مشتمل دی خو د هندوستان د ۱۹۴۷ ع کال د خونړي فساد د سرو لمبو نه دده دیوان هم بچ نه شو . صرف یې خپل ځان او د شعرونو یوه وړه مجموعه بچ کړای شوه.
خپل پلرني هیواد پيښور ته راغی د ښاغلي همیش خلیل په وینا په ۱۹۵۲ ع کې د اولسي ادبي جرګې په یوه غونډه کې زما ملاقات ورسره وشو دهغه د څیرې نه دا څرګندیده چې د زمانې د انقلابونو او ګردشونو نه څومر تنزیدلی دی . د شعر او ادب د ترانو یو ډک رباب و. چې د فرمایش په مضراب وچیړلی شو نو :
دنیا وايی له ما مینه بې وفا ده
ته په ما فاحشې باندې زړه مه کیږده
سپین دې وپوښته د ږیرې د سپین والي
اوس شپه نه ده سحر شوه ته ما پریږده
غر صاحب دغه یو قطعه وویله سترګې یې پټې کړې خاموش شو .
یوه لحظه پس یې سترګې پرانستې نو یو سوړ اسویلی یې وکړ ناڅاپه پاڅید او زموږ په ډیرو کوښښونو هم پاتې نه شو . غر ایسار نه شو . هغه هغه ولاړ او داسې ولاړ چې بیا تر اوسه په نظر رانه غلو ………………….
هغه څه شو ؟ ــــــ د غربت ،ناچارۍ او پردیسۍ په پریشانه عالم کې ولاړ ،ولاړ او ولاړ . زموږ او د همیش صاحب او ټولو پښتنو او خلکو له نظره د همیش د پاره غایب شو …………… څوک؟
ــــــ غر
(( هغه شاعر چې د پښتنو په شان کې یې یوه قصیده لیکلې وه علامه اقبال ته یې هم اورولې وه او انګریزي ترجمه یې علامه اقبال په خپل لاس تصحیح کړې وه
کله چې اعلیحضرت غازي امان لله خان په ۱۹۲۸ کې اروپا ته تلو نو غر صاحب د هغوی په شان کې یوه قصیده لیکلې وه . د قصیدې پوخوالي اعلیحضرت غازي امان لله خان ته دومره خوند ورکړ چې هغوی وویل :
((زه د پښتو ژبې او ادب خدمت غر صاحب ته سپارم او په خپله د خپل هیواد د اقتصادي حالاتو د ترقۍ د پاره کوښښ کوم))))
اوس غر چیرې دی ؟
ښاغلي عاصي اشنغري وویل
دهغه ژوند په ډیره خوارۍ تیر شو . خپلې لوڼې یې په کراچۍ کې ورکړې وې ، دی هم هلته اوسیده او په دې کلونو هملته وفات شوی دی .
غر زموږ له نظره د همیش د پاره غایب دی . ښاغلی همیش دې خیر یوسي چې د اشعارو یوه وړه مجموعه یې په ۱۹۵۷ ع کال کې چاپ کړې او مقدمه یې پرې لیکلې ده چې موږ هم ترې څه ولیکل
اوس که غر زموږ له نظره د همیش د پاره غایب دی ، نو د غره ګلونه همیش زموږ تر نظر لاندې دي چې د غره ددغه همیش بهار ګلونو یوه ګيډۍ ستاسو مخې ته هم ږدو
ترقي به څه دنیا کې پښتانه کړي
د بل ورخ وتړي خپل پټی اوبه کړي
دسحر لمونځ له راځي دینداري داده
په پردو ورشو کې نیمه شپه واښه کړي
یو د بل غوښو ته ناست وي کلي کور کې
دخپل ځان څه په ښه بده نظر نکړي
— —————
زه چې ګورم پښتنو ته زړه مې سوزي
ددنیاقومونه څه کوي دوی څه کړي
چې تورزن په خپله نه وي څوک افغانه!
څه په توره که څوک ناز د پلار نیکه کړي
——————-
اوسنی جنون مې داسې دی افغانه!
چې په دې به مې لمن او ګریوان لوند شي
په ژړا مې چم ګاونډ له خوبه ووځي
هره شپه ستا په فراق کې را ته یو شي
یا به مخ زما په تورو خاورو پټ شي
یا به لرې د اشنا د مخ پلو شي
چې بې وخته کر دې کړی دی دهقانه
طمع مه کړه چې به د ا فصل دې لو شي
پښتانه دې همیشه په عزت اوسي
که نن بیل بیل دي سبا به سره یو شي
د وطن د نو نهالو عمر ډیر شه !
که نن ورور و ځي سبا له به په دو شي
——–
خپل ګریوان کې ځان ته وګوره ځوی مړیه
ته دې دې ژوندون ته هم لا ژوندون وایې
ته لا هغسې ټپې د بیلتون وایې
————–
لور ته هیڅ نه ورکوې د زوم نه اخلې
ته شومیږې نه چې ځان ته پښتون وایې
دلکونو خاوندان ځان ته هيڅ وایې
ته په سیر اوربشو ځان ته قارون وایې
زړه مې غواړي چې دې خوله ښکل کړم افغانه!
په هر شعر کې چې ښکلی مضمون وایې
—————
اوس کتاب ته د ادم درخانۍ کیده
دنیا نوې شوه زړې خبرې پرې ده
ته که نن هم د پرون په شان ویده یې
نو استوګنه دې دنیا کې بې فایدې ده
چې سړي وي هغه هيڅ وخت اوزګار نه وي
دهغه ژوند په هيچا باندې بار نه وي
هر یو کار ته که همت وکړې اسان دی
کار ددې کاره ګران نه دی چې کار نه وي
———-
چاچې خپل قدر په خپله وکړ ګله
ستاره د هغه قوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
چې څوک نه بدلوي خپل حالت په خپله
———–
واورئ!ای په مخ د ځمکې اوسیدونکو!
له اسمان نه چې اواز راځي د څه دی
دازاد یو ساعت ژوند په حقیقت کې
د غلام د همیشه ژوندون نه ښه دی
فضل احمد غر