کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كرزي د پښتنو وياړلى تاريخ هم مسخه كړ

كرزي د پښتنو وياړلى تاريخ هم مسخه كړ


د ((پيمان)) ورځپاڼې د وږي د نولسمې په 144 ګڼه كې په لومړي مخ كې يو عنوان په دې بڼه راغلى: رئيس جمهور كرزى در مراسم تجليل از هفتمين سالروز شهادت قهرمان ملي كشور: آزادي افغانستان مرهون مسعود است.


ضعفى كه در نظام به وجود آمده از تفرقه اى است كه بين ما، خارجى ها انداخته اند و كوشش زياد هم دارند.


  د پيمان ورځپاڼه له كابل څخه خپرېږي په يو اړخيزه ډول په دولت كې د پنجشيري او شمال ټلوالې د غړو چارواكو پرته نور په ټولو چارواكو پسې تبليغ كوي او زياتره مخاطبين يې د شمال ټلوالې غړي او د پنجشير_هرات ايتلاف دى.


دغه ورځپاڼه بيا په اتم مخ كې د مهسا طايع له خولې چې ښځه ده او يو ښكلى عكس يې هم ورسره چاپ شوى، يو بل سرليك په دې بڼه لري:بانو مهسا طايع در مراسم تجليل از هفتمين سالروز شهادت قهرمان ملي كشور در خيمه لويه جرګه:


هفت سال پس از رفتن مسعود خيلى از ما به بهانه ى آشنايي با او از خود مى ګوييم و به بهانه ى بيان رنج هاى او، به قهرمان سازى خود مشغوليم.


كه څه هم د مهسا طايع خبره د مسعود پاتې شونو ته متوجه ده خو يو لوى حقيقت ته ګوته نيسي هغه دا چې مسعود هېڅكله اتل نه و او ځينې خلك يې په ستايلو له ځانونو د اتل جوړولو هڅې كوي او كرزي ته دا په ګوته كوي چې شمال ټلواله تاسې تحويل نه اخلي، د مسعود ستايلو ګټه يوازې د دوى په انحصار كې ده او بل چاته حق نه وركوي چې په مسعود ستايلو سره څوكۍ ترلاسه كړي.


د كرزي ناكامي د هېواد له سياسي دوكتورينو سره بې مسووليته چلن او د خپل حريف په ګټه په چارو كې له مدارا څخه كار اخيستل دي، خو مدارا په زمان پورې تړلى چلند دى او د زمان له لاسه په وتو سره مداري يا مدارا كونكى هم له واكه اوځي.


كه څه هم ځينې كسان په دې باور دي چې كرزي په خپل دغه چلن سره جنګسالاران كمزوري كړي او د دوى د جنګ مخه يې نيولې، خو ځينې نور بيا دا نه يوازې په هېواد كې د دوى د جنګ مخنيوى نه ګڼي، بلكې وايي چې كرزي په دې چلن سره يوازې دومره كړي چې په هېواد كې د سولې او امنيت د ټينګولو او د خپلواكۍ ګټلو د نن ورځې جګړه سبا ته غورځولې او هېواد يې د يوې تتې راتلونكې او اداري فساد په توپان لاهو كړى دى.


كرزي له شمالي ټلوالې سره خپل چلن ممكن د دغه شعر پر بنسټ عيار كړى وي:دست دشمن خونخوار را كوته به احسان ساز*********هيچ زنجير به از سيرى نبود شير را.


امريكې او ده جنګسالاران په لوړو څوكيو نازولي، دوى اوس په اداره كې په ښكاره فساد بوخت دي او دى ورته څه نه وايي.


خو د ولس په سياسي دوكتورينو كې بيا دا دي چې سياست د مېړانې او عدالت ډګر دى، خپل ژوند له دښمن څخه پور نه اخيستل كيږي، د جنګياليو پرېكړه په توره كيږي، عذر او زاري دښمن زړوروي، دوه تورې په يو پوښ كې نه ځايېږي او دوه پاچيان په يو هېواد كې.


سياسي شنونكي په دې باور دي چې كرزى له شمال ټلوالې سره په معامله كې غوليدلى، د ده چال چلن هغوى نه دي كمزوري كړي بلكې دى خپله يې د هغوى غېږ ته غورځولى او ولس يې ترې زړه تورى كړى دى.


دوى وايي چې د مسعود په اووم تلين كې د كرزي بې مسووليته څرګندونې په دې موخه دي چې له ملي جبهې سره د خپل پيوستون او همدردۍ ژمنه تازه كړي او د ولسمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې د شمال ټلوالې د غير پښتنو قومونو رايې خپلې كړي، خو زياتوي چې د ولسمشر دا راز خپلسري او بې مسووليته خبرې له ده نه پښتانه خوابدي كوي.


ځينې نور بيا وايي چې پښتنو له كرزي نه د ده د بې كفايتۍ او بې مسووليتۍ له امله مخ اړولى او د كرزي تمه ترې غوڅه ده چې ګوندې پښتانه دې بيا هم ده ته رايې وركړي.


ځينې نور بيا په دې باور دي چې امريكه او برېټانيا غواړي د ولسمشرۍ نور نوماند غافله كړي او د افغانستان ولسمشرۍ ته خپل نوماند چې په قوي ګومان كرزى نه دى، د ټولټاكنو له پيل څخه لږ مخكې په څه ځنډ سره وروپېژني، نو كېداى شي د ټولټاكنو د فضا د خړپړتيا له پاره يې كرزي ته په غوږ كې زمزولي وي چې لا هم د دوى له ملاتړ څخه برخمن دى او كرزى په هم دې ډاډ اوس لګيا دى ناكامه هڅه يې پيل كړې او د ځان له پاره كمپاين كوي.


شنونكي له شمال ټلوالې سره د كرزي او يا د راتلونكي ولسمشر ايتلاف د ده او د هېواد په ګټه نه بولي، ځكه د شمال ټلواله د ملي ګټو پر خلاف، د شخصي ګټو د پاللو او ډاډمنولو له پاره د ايران_پاكستان_روسيې له خوا جوړه شوې استخباراتي كړۍ ده، نه يوازې دا چې د خپل منځي جګړو، اختلاف او نفاق اوږده سابقه لري، له غير پنجشيريانو سره يې خو هډو هېڅ روح او ساه نه ګډېږي او غړي يې تل د واك د انحصاراو فساد په فكر كې دي. د شمال ټلوالې د دولت په اداره كې مافيايي شبكې جوړې كړي او په دې شبكو سره د بل هر چارواكي د اجراتو او واك مخه نيسي، هغه سبوتاژوي او بدناموي يې. اوس د راتلونكي ولسمشر له پاره د دغې ټلوالې په اړه دوه لارې او دوه انتخابه په مخ كې دي، يا به د شمال ټلوالې په پوپناه كولو سره بشپړ واك ترلاسه كوي او يا به ځان د ټلوالې غېږ ته غورځوي او د هغې ډهول ته به نڅېږي.


بل خوا د ټلوالې مشران د ولس له خوا پېژندل شوي غداران او جنګي جنايتكاران دي، د ولس او په تېره د پښتنو بد ايسي او له دغو مشرانو سره نږدې كېدل، له ولس او پښتنو څخه د لرې كېدو په مانا دي.


د ټولټاكنو پايلې د پښتنو له رايو سره تړلي دي او كه څوك غواړي چې په هېواد كې ولسمشر شي نو په يوازې ځان د پښتنو ملاتړ او رايې ورته كفايت كوي.


د ولسمشرۍ په تېرو ټولټاكنو كې ولسمشر كرزي خپل دواړه مرستيالان د دغې ټلوالې له غړو څخه وټاكل، خو كله چې رايې وركړ شوې نو وليدل شول چې دواړو مرستيالانو ورته درې رايې ګټلې وې او ټلوالې خپلې رايې د كرزي سيالانو او مخالفينو ته وركړې وې. سره له دې چې مرستيالانو به كرزي ته زياتې باټې ويشتلي وي چې ډېرې رايې به ورته وګټي، خو داسې ونه شول او كرزى په خپلو اتو كې ډبل شو، وخت له وخته تېر و او نوموړى د خپل ماموريت په ټوله دوره كې له خپلو مرستيالانو سره په جنجال پاتې شو.


اوس چې له دې تجربې سره سره بيا هم كرزى ځان د شمال ټلوالې او يا په اصطلاح د ملي جبهې غېږ ته غورځوي، نو له دوو لاملونو به خالي نه وي: يو دا چې كرزى خپلې څوكۍ ساتلو ته چې په هره بيه وي لومړيتوب وركوي او پوه شوى چې د پښتنو ملاتړ يې له لاسه وركړى او پښتانه ځنې خوابدي او ماڼيجن دي او ده ته به په راتلونكو ټولټاكنو كې رايې ور نه كړي، ځكه د دې په واكمنۍ كې د پښتنو ټولې سيمې د جګړې په ميدان بدلې شوي او د دوى په ښاديو او خيراتونو بمبارونه شوي او د ترهګر او القاعدې په نوم وژل شوي، ژوبل شوي، ربړول شوي او كړول شوي او د هېواد په شمال كې كورونه او كروندې يې د زورواكانو او جنګسالارانو له خوا غصب شوي او تر ننه يې پوښتنه نه ده شوې او كرزى دا وخت د شمال ټلوالې رايو ته زياته اړتيا احساسوي.


بل دا چې كېداى شي كرزى د شمالي ټلوالې د اداري فساد د مافيا په لومه كې نښتى او د دوى رنګ يې غوره كړى وي او لكه دوى شخصي ګټو ته يې پر ملي او ولسي ګټو لومړيتوب وركړى وي.


د مسعود د اوم تلين په مراسمو كې چې د لويې جرګې په خيمه كې جوړ شوي وو د كرزي ګرم ګډون او د دې د ستايلو ډكې خبرې هغه ګونګوسې زياتې حقيقت ته نږدې كوي چې وايي په راتلونكو ټولټاكنو كې د ولسمشرۍ څوكۍ د ترلاسه كولو له پاره كرزى له جنګسالارانو او شمالي ټلوالې سره يو ايتلاف ته نږدې شوى او ټلواله يې په كابينه كې د اوسنۍ برخې سربېره د ظاهرشاه د پلويانو د ونډې په وركولو سره ايتلاف ته رضا كړې ده.


كرزي د ملي جبهې ټول شرطونه منلي او په پام كې لري چې په دولت كې د جبهې د اوسنۍ ونډې سربېره د ظاهرشاه د پلويانو ونډه هم دوى ته وسپاري.


سياسي شنونكي بيا وايي چې د افغانستان د ټولواك او حكومت په اړه يوازې كورنۍ پرېكړه ټاكونكې نه ده او په دې اړه د امريكې، انګلستان او د اروپا ټولنې پرېكړه هم مهمه ده. يوازې جرمني او فرانسه د كرزي بې كفايتۍ ته چې د دوى متحدين يانې د شمال ټلواله ترې زياته ګټه وړي خوشبينه ده او دويمې دورې ته د كرزي له كانديدېدو څخه ملاتړ كوي، خو انګلستان يې سخت مخالفت كوي او امريكه ترې ناراضه ده. د هېواد دننه پښتنو د كرزي له ملاتړ څخه په بشبړ ډول لاس اخيستى، خو كرزى تمه لري چې د شمال ټلوالې او د پښتانه جنګسالارانو او رشوت پر مټ به د پښتنو ځينې رايې خپلې كړي. داسې فكر كيږي چې كرزى له پښتنو منزوي پاتې دى او همدا لامل دى چې د مرستې لاس يې غير پښتنو ته غزولى او له هغوى سره په ايتلاف كې ګډ شوى.


د كرزي او ملي جبهې د ايتلاف د يقيني كېدو ځينې دلايل دا هم دي چې كرزى په دې وروستيو كې ايران او روسيې ته ډېر نږدې شوى او له بلې خوا د كابينې كرزي پلوي پښتانه وزيران د دغه ايتلاف له امله اړ شوي چې د جبهې د زړه او ملاتړ د ترلاسه كولو په موخه د جبهې په رسمي مراسمو كې برخه واخلي، ځكه دوى اټكل كوي كه چېرې په راتلونكو ټولټاكنو كې كرزى د شمالي ټلوالې پر مټ واك ترلاسه كوي، نو دوى به هم د شمال ټلوالې سخاوت او بښنې ته اړوځي، له همدې امله دي چې له مخكې نه د شمالي ټلوالې د زړه لاسته راوړلو هڅې يې پيل كړي، د احمدشاه مسعود د تلين په مراسمو كې برخه اخلي، له هغه ملي خاين او پښتنو له دښمن څخه ملي اتل جوړوي او د ده په ستاينه غواړي ځانونو ته موقفونه جوړ كړي. ملي جبهې ته د ښه نيت څرګندولو په لړ كې د كابينې يو له دغو وزيرانو څخه محمد حنيف اتمر هم دى چې د مسعود د عزادارۍ په مراسمو كې وياړمن ګډون يې كړى و او د لالالا ښه نيت درلودلو په موخه يې د ښوونځيو چارواكو ته امر كړى چې د هغه د روح د ارامتيا له پاره د افغانستان په ټولو ښوونځيو كې د قرانكريم ختمونه جوړ كړي. دا په داسې حال كې ده چې همدغه وزير او ولسمشر په ښوونځيو او پوهنځيو كې ټول سياسي فعاليتونه بند كړي وو او ان خبريالانو ته يې د وزير د استعلام پرته له چا سره د مركې او يا د ګزارش جوړولو اجازه نه وركوله او پوره 2 كاله وشول چې همدغه پاسته ژبي او مترحم ته د پلچرخي، ارزان قيمت او د بګراميو د لېسو شاګردانو چې ټول پښتانه دي او د هغوى كورنيو، په لسګونه عريضې سپارلي او له ده او د ده له مرستيال صديق پتمن څخه غواړي چې په مورنۍ ژبه د زده كړو زمينه ورته برابره كړي، دوى ورسره وعده كړې، خو دا چې دا كار به د دوى د واك پرمهال او كه د دوى له واك وروسته ترسره كيږي هغه يې ورته نه دي ويلي.


د وزيرانو ژبې په كال كې يوازې يو ځل ډېرې نرميږي كله چې پارلمان ته د حساب وركولو اونۍ پيل شي او لكه څنګه چې د اتمر ژبه خو له ځايه هم نرمه ده، نو په دې ورځو كې بيا دومره نرمه شي چې له نرمۍ نه نور اوبه شي او د څاڅكي په څېر د پښتنو وكيلانو پښو ته وغورځېږي او د دوى پرې زړه وسوي او رايې ورته وركړي. په هر صورت د احساساتو وخت دى، احساسات نن د سياست په منډوي كې ښه بازار لري او ښه محاسب نه. بس الله ج دې خير كړي دا به هم وليدل شي چې انګليسي ژبو او اردو ژبو مشرانو كې له شر پرته پښتنو ته څه خير هم شته كه نه؟


جګړې او سياست تل سوبې او ماتې لري، خو څنګه چې ناپيليون وايي برى او سوبه هغه څه دي چې د سوبمن ټولې بدۍ له منځه وړي. د كابينې دا رنګه وزيران شايد د اخلاقي او اسلامي مسووليتونو په پرتله بري او سوبې ته زيات ارزښت وركړي او سوچ يې كړى وي چې د څوكۍ له ګټلو وروسته نور دا ګېلې مانې ترې نه كيږي او له خيانتونو يې پرده نه پورته كيږي. خو همدې ټكي ته په كتنې سره دا به ناشوني وي چې له يو ناكام كانديد سره دې د يوې مجربې او معامله ګرې ډلې، رښتينى ايتلاف وشي. ځكه ايا دوى نه پوهېږي چې يو ناكام كانديد ته په رايو وركولو سره څه تر لاسه كېداى شي؟  لكه څنګه چې ټلوالې لا دمخه څرګنده كړې چې ټلواله په پام كې لري راتلونكې ولسمشرۍ ته يا خو خپل كانديد ودروي او يا د يوې هوكړې او په واك كې د يوې ونډې له مخې د امريكې د سوبمن كانديد ملاتړ وكړي، چې په پوره ډاډ سره به هغه كرزى نه وي.


له كرزي سره له وخت نه مخكې د شمال ټلوالې د ايتلاف د تمثيل موخه دا وه چې د پښتنو تاريخ په هغو پښتنو چې د واك خورا حريصان دي مسخه كړي. همداسې وشول دغه د قدرت او څوكۍ حريصان د ملي خاين تلين ته ورغلل، هغه يې اتل وستايه او په خورا سپين سترګۍ سره يې د افغانستان ازادي د هغه چا مرهون وبلله چې د خپل واك پر مهال يې يوازې پر خيرخانه تسلط درلود، ټول هېواد د مركزي حاكميت له ملاتړ پرته ولس ساته او ده په پل محمودخان كې د خپلې لومړۍ كرښې ساتنه هم نه شواى كولى.


د ولس اندېښنه له حريص سالارانو څخه نه ده، بلكې د دوى له سپين سترګۍ او د دوى له دود او فرهنګ څخه ده، كه د دوى نامشروع واكمني همداسې دوام ومومي نور به په هېواد كې د هېوادپالنې، نېكۍ، خير، جهاد او شهادت دود او د اسلامي او انساني تمدن فرهنګ پاى ومومي. 


څوك نه پوهېږي چې د دوى په فرهنګ كې د ملي اتلولۍ معيارونه څه دي؟ كه دغه معيارونه غلا، پاټك اچول، د انسان او مسلمان وژل، قومي تعصب، د خپلو هېوادوالو له احساساتو او وينو سره لوبېدل، په سر د مېخ وهل، له ښځو د تيونو غوڅول، د ادارې او قانون له منځه وړل او پر ځاى يې د ځنګلوكراسۍ دودول، د هيرويينو او زمردو قاچاق، د شخصيت ابتذال، د خپلو لاس لاندې قوماندانانو او وګړو ښكنځل او رټل، د 61 بهرنيو استخباراتي شبكو ډهول ته نڅېدل، د خپلو هېوادوالو د وژلو په موخه د بهرنيانو رابلل او …………………وي، نو شاه شجاع، ببرك كارمل، استاد سياف، برهان الدين رباني، حاجي محمد محقق، خليلي، مزاري، دوستم، حكمتيار او نورو قاتلانو …………….. ته هم بايد دغه وياړ ورپه برخه شي او پر دوى دې هم د وياړ غونډې جوړې شي.


كه چېرې د شمالي ټلوالې او كرزي په تعبير دا ومنو چې مسعود له اسلامي ګوند او طالبانو سره په جنګ كې د پاكستان د نفوذ مخه نيولې او اتلولي يې كړې، بيا دا پوښتنې راولاړوي چې روسانو او كمونستانو خو هم همدا چيغې وهلې چې د امپرياليزم او پاكستان پر ضد جنګيږي، نو هغوى ته ولې ښه نه ويل كيږي او كه ومنو چې مسعود د پاكستان او امپرياليزم مخه نيوله، مسعود خو ان له مړينې وروسته هم د پاكستان او امپريالېزم غلام پاتې شوى. بل پلو د مسعود ستاينې په همدې غونډه كې ډاكتر مهدي اعتراف كړى كه د سپتمبر د 11 مې پېښه نه واى شوې او د امريكې په مشرۍ د 40 هېوادونو پوځي ټلوالې د شمال ټلوالې ژغورلو ته نه واى دانګلي، نو شمال ټلوالې نور شتون نه درلود، نو كله چې ټلوالې د طالبانو پر وړاندې د ځان دفاع نه شوه كولى نو د هېواد ازادي څنګه د ده مرهونه وبولو چې 95 سلنه يې د طالبانو له خوا اداره كېده. اوس ولس د ډاكټر مهدي ومني چې د ټلوالې فعال غړى دى او كه د كرزي؟


بل خوا يوازې پر خيرخانې حكومت كول او د پل محمود خان ساتلو ته د هېواد ساتنه نه ويل كيږي، هغه چا چې په پل محمود خان كې د جګړې د لومړۍ كرښې ساتنه نه شوه كولاى نو د هېواد ساتنه يې څنګه كولاى شوه؟


د مسعود روسي_ايراني  مقاومت د هېواد اقتصاد ته د 800 ملياردو ډالرو په ارزښت زيان اړولى او زيربنايي تاسيسات يې له منځه وړي او د روسيې او ايران په ګټه يې له هېواد څخه د تركمنستان د ګازو د نل ليكې د تېرېدو مخه نيولې چې هېواد ته 300 مليونه ډالر عايد لري، د قانون او اسلامي شريعت ريښې يې له هېواده ويستلي چې تر ننه چارواكي يې په جوړېدو اخته دي او نه جوړېږي، د يوې كوچنۍ منزوي ډلې له وېرې چې نړۍ پرې اقتصادي بنديزونه هم لګولي وو غر په غر ګرځېده او تل د تخار د خواجه بهاوالدين او كلاب هوايي ډګرونو تر منځ په تېښته كې و چې په پاى كې د خپلو همكارانو د دسيسې په لړ كې ووژل شو، نو بيا توره او اتلولي يې له كومه شوه. خپله همده كرزي څو څو وارې نه دي ويلي چې څو تنه طالبان راغلل د همدغې ټلوالې غړو چا ايران ته منډې وهلې، چا تركيې ته او چا تاجكستان و ازبكستان ته. كرزى ولى دومره كم حافطه دى او د افكارو او خبرو ثبات نه لري.


((سرې لښكرې په افغانستان كې))، ((طوفان په افغانستان كې))، ((اردو او سياست))، ((د جګړې په لومړۍ كرښه كې))، ((افغانستان په اور كې)) د شوروي او امريكې د استخباراتو اسناد او په لسګونه نور اسناد او اثار دا په ګوته كوي چې مسعود د روسانو، انګليسانو، فرانسويانو، امريكايانو، ايرانيانو، پاكستانيانو او نورو جاسوس وو، له دوى يې وسلې او پيسې اخيستې او د خراسان په نوم د هېواد د تجزيې او ايران ته يې د سپارلو خيال درلود او اوس يې چې پيروان د امريكې په چوپړ كې دي او دا چې په ښكاره له ايران سره د امريكې د دښمنۍ د وېرې له امله له هغه هېواد سره د يوځاى كېدو نيت نه شي څرګندولى اوس د تخارستان په نوم د افغانستان د تجزيې خوبونه ويني او د خپل خيال د پلي كولو له پاره يې په تخار كې د كبير مرزبان په مشرۍ د دولت ضد د نشه يي توكو مافيا دې كار له پاره ګومارلې ده.  


لنډه دا چې د مسعود اتلولۍ او د هغه مقاومت ته مشروعيت بښل د پښتون ولس هغه سرښندنې تر پوښتنې لاندې راولي او بې اعتباره كوي چې په هېواد كې يې د سولې او امنيت د ټينګولو له پاره ترسره كړي او هېواد يې د 92 او 2001 كلونو تر منځ د روسيې، ايران،  پاكستان او امپرياليزم د تجزيې له دسيسو او منګولو ژغورلى او په لړ كې يې ولس د پاټكچيانو، غلو، داړه مارانو، د پرديو د غلامانو او معامله ګرانو له شره او ظلمونو خلاص كړى او د هېوادوالو له پاره يې داسې امنيت راوستى چې خلكو به په ښكاره له پيسو ډكې بوژۍ له ختيځ څخه تر لويديځه او له شمال څخه تر سويله لېږدولې او په ټول هېواد كې يو بوټى كوكنار نه كرل كېده او يو پاټك نه و، چا له لوږې خپل اولاد نه پلوره، د جنسي تېري يوه پېښه په كې نه وه ليدل شوې، اداري او اخلاقي فساد په كې په نشت حساب او د هرچا ناموس په كې په امن وو.


د افغانستان تاريخ په اثبات رسولې چې دلته د وياړونو ګټوونكى تل ولس و، خو برېتې بيا نورو تاوې كړي. لكه څنګه چې د جهاد وياړونه په ولس پورې اړه او برېتې پرې نن سياف، رباني او نور تاووي همدا راز په هېواد كې د طالبانو شمېر ټول له سلو كسانو څخه نه اوښته او اوس هم نه اوړي، په هغو وياړونو چې طالبانو برېتې تاوولې هغه په حقيقت كې د پښتون قوم او د ډېرو عادي ولسي وګړو او افغانانو وياړونه وو چې په خپلو سرښندنو سره يې د هېواد له پاره ګټلي وو.


له ولسمشر كرزي څخه د ولس هيله دا ده چې ولسمشر كرزى بايد د خپلې څوكۍ د ساتلو له پاره د پښتون ولس له وياړه ډك تاريخ مسخه نه كړي او د ولس پر ستوني د بېرحمۍ چاړه را كېنكاږي.


كرزى كولى شي د خواخوږۍ او ولس ته د خدمت له مشروع لارې د ولس زړونه او رايې وګټي او خپله څوكۍ وساتي.


كرزى د دې پر ځاى چې بې بنسټو لاسوندونو ته لاس واچوي، ښه به وي چې د ملي خاينانو او جنګي جنايتكارانو د ستايلو پر ځاى خپلې سترګې خپلو عيبونو ته واړوي چې ولې ولس او پښتانه ترې خوابدي دي؟ له ولس سره خپلې رويې ته تغيير وركړي، د نړيوالې ټولنې تر څنګ د ولس ګټې او غوښتنې هم په پام كې ونيسي، د دولت له ادارې څخه د اداري فساد او مافيا جړرې وباسي، جنګي جنايتكاران محكمې ته وسپاري او په هېواد كې سوله، امنيت او عدالت ټينګ كړي.


نن د پښتنو په سيمو كې د ده او ملاعمر تر قيادت لاندې داسې يوه جګړه روانه ده چې نور د پښتنو كورنيو ته ماشوم پاتې نه شو چې په ښكلولو يې د پلار د مينې تنده ماته شي او يوه ښځه پاتې نه شوه چې نارينه و ته ډوډۍ په تناره پخه كړي. د ترهګر، القاعدې، يرغلګر،  يهود او نصارا په نومونو سره مجبوره، ساده او عام پښتانه كروند ګر او مامورين چې شېبه د عيال له نفقې فارغه نه دي، ايډيالوژي او سياست خو پرېږده چې لمونځونه او سواد يې هم سم نه دي زده، جګړې ته سپر جوړېږي او د سياست قرباني ګرځي.


له داسې كسانو او عام ولس سره جګړه يوه لويه تېروتنه او ټولوژنه او د هېواد د راتلونكې بدبختونه ده. په داسې شرايطو كې په هېواد كې د سولې او امنيت د ټينګېدو لار خبرو ته كېناستل، او له ګوندي موخو او ګټو پورته د ملي او ولسي ګټو پر سر هوكړه او روغه جوړه ده.


لكه څنګه چې تاسې ولسمشر هم خبر ياست او وايي چې په هېواد كې بې اتفاقي د بهرنيانو كار دى او لا هم دوى لګيا دي بې اتفاقۍ ته لمن وهي او دغه بې اتفاقي د يو شمېر اصطلاحاتو لكه جنګسالار، كمونيست، ترهګر او د نورو نومونو په لړ كې مخته بيول كيږي او كله چې پوهېږئ افغانان د بهرنيو استخباراتي او ستراتيژيكي  لوبوقربانيان دي، نو د يو ولسمشر په توګه ستاسو دنده ده چې د افغان ولس پر ضد د يو شمېر افغانانو د استعمالولو ابتكار د بهرنيانو له لاسه وباسئ، سياست د څوكۍ ساتلو له پاره نه بلكې سياست د سولې، امنيت او د خپل ولس د خير او ښيګڼې له پاره وكاروئ، نو په دې صورت كې نه اړ كيږئ چې جنګي جنايتكارانو ته په ننواتې ورشئ، او له هغوى څخه د پښتون قوم  د تاريخ د مسخه كولو په بدل كې د رايو د وركړې غوښتنه وكړئ، په دې صورت كې ولس په خپله درته اړتيا احساسوي او رايې دركوي.