کور / طنز / ښه طنز

ښه طنز


د تاریخ په لړکې په ډول ډول ټولنو کې ډیر ښه  طنزونه ټوکې،  ظرافتونه، عالمانه ټکي ، غوڅ ځوابونه ، اختارونکي  ټکي، وېښونکي ټکي او لوڅونې پاتې دي او تر ابده به پاته وي ،ځکه    دا  آثار د  هغې ټولنې او ان د نړۍ فرهنګي میراث جوړوي.
د ښو طنزونو تر شا یو ژور مفهوم  پروت وي؛ تر هغه چې لوستل کیږی خندونکي وي ، چې پای ته ورسیږي؛ بیا لوستونکي بلي خواته بیایي  اوپه سوچ کې یې  اچوي.
عبدالقادر خان وایي

مشه خوښ د بادشاهی په تخت ختلو
همیشه يې غم کوه د پرېوتلو


ښه طنزونه  ځينو ته  نظر ورکوي؛ د ځينو سره خواخوږي ښیي.   دطنز ځینې  لوبغاړي غندي او د هغو څخه کرکه ښيي .

 ښه طنز تل نوي موضوعات ښیي او په زړو اشنا مسایلو  تازه روښنايي شندې.
طنز  د ټولو سختیو سره  کولای شي موږ ته سمه لاره وښيي ښه طنز دهغو شیانو چې سترګې ترې پټیږی یا نه لیدل کیږی  د لیدو امکانات  ښیي او هغه شيان  بیانو ي چې  په بل ډول  یې د بیان شتون نشته.

 ښه  طنز پر خپلې قرباني نیوکه کوي او ملنډې پر وهي خو بیا هم پر هغه  زړه سوی لري او هغه د سمون  وړ ګڼي  د هغه نه لاس نه پرېو  لي که څه هم پوهیږي  چې د هغه ټولې بدۍ به ورکي نه شی ولې بیا هم اومیدواره وي.
 ښه طنز د ټولنې پر وګړو اغیزه کوي ؛ هغومهمو شیانو ته  ځیر وي؛ هغو ته ښيي چې دایا هغه    عادتونه  یا کړه د شرم لامل ګرځي ،  هغو ته وایي له دې کړو   څخه ځان  وساتئ هڅه کوئ  په ځان کې بدلون راولئ چې د نور و په اند خودبینه او بې عاطفې و نه ګڼل شئ،

 ښه طنز د جراحي چاقو دی نه د وژلو چاړه  هغه د بدن مردار دانې عملیاتوي  او بدن د هغو د بدي اغیزې ساتي که څه هم دا عملیات درد لري خو ژوند په کې نغښتي دی.


ښه طنز د هغه ترخو واښو شیره ده چې نه درمل  کیدونکو اونا علاجو  ناروغیو درملنه کوي.
 د ښه طنز  ښه اودټولنې د سمونې لاره ښيي.
ښه طنز د اداري بدو کړنلارو او د رژیم د نقصونو له منځه وړلو هڅه کوي.
ښه طنز د موضوع  او سوژې په اساس په ښه او مناسب قالب کې وي

ښه طنز د خپل  چاپیریال د ډول ډول پېښو په مقابل کې ژور غبرګونونه لکه  غوسه، هېښتیا ، خندا،  ژړا  اوناآرامی ښیي.

ښه طنز د موضوع په روښانه کولو کې د ښه ډول طنز او د طنز د مناسیبو اوزارو څخه کار اخلي.

 ښه طنز  ترخه رښتیا  د ملنډو په لفافه کې نغړي دا ملنډې کیدای شي د موسکا یا کټ کټ خندا لامل وګرځي.
 ښه طنز دموضوع سره ظرافت او ابهام ګډوي او ویونکی په چرت کې اچوی . ښه طنز د پوهو او روڼاندو د تفریح زنګ وي .
خوشحال بیګ د شهبار خان خټک زوی( ۱۰۲۲  )کې ویلي دي.
چه حرصناک دی یا ترسنده دی
یاری له واړه سره ګنده دی
دا به دې پریږدی په تنګسه  بلاته
بتر تر دانه شکم بنده دی

استر   و«بیلی وایلدر» د سینما ډایرکټر ته داسي ویلي دي:  چې انسان وانګېري د نړۍ په لوړه څوکه کې  دی او هرڅه د هغه له خوښې سره سم دي نو تراژیدی لیکي او  چې  دغم او خوارۍ احساس وکړي نو طنز لیکي».
ښه طنز د ژوند ژورې نا خوالې  بیانوي هغه ناخوالې چې د ټولنې د غمجنیدو او ناورین  لامل ګرځي نه پښو ته لوېدلي او سربیرني پېښې

کاروان وایي:
له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواويې داړې
نه کوو په څانګې ناستې مرغکۍ د کاڼۍ وار

 ښه طنز دټولو زورګیرو، ناوړو واکمنو او قسمت ټاکونکو په وړاندې دریږی هغوی غندي  او ترې کرکه ښيي.
 ښه طنز بت ماتونکۍ وي ؛ د مضرو خلکو له مخه  نقاب پورته کوی او د ټولنې ډیر خطرناک، ظالم او نالایقه خلک ولس ته ورپیژني که څه هم شایدلیکونکي  يې د ډیر دردونکي   راتلونکي سره مخامخ  شي.
ملنګ جان وايي:
حق به وایم سمدستی که وژل کیږم
جــذبـات د شــاعـرۍ دی نه ویریږم

 بد کارو ته دښه طنز پیغام  دا وي : زه ستا رښتنۍ جوله ولس ته ښیم ته هغه نه يې، چې ځان دی ښوولۍ دی.
ریدی خان وایي:
ګرګ يې ایله کړپر رمه سو شبان


جوروستم کاندی بیحد ګرګین خان

 ښه طنز لیکونکی مهربان، انساندوست او اصلاح طلب وي
ډیر ادب پوهان  ښه طنز یو ډیر لوړ هنر بولې او هغه  د   یوهنرمند، انساندوست او مصلح طنزلیکونکو   د ذهن  محصول ګڼي،د هغو به اند طنز لیکونکي جدی خلک دی چی د ظرافت د درک حس لري  او یوازې  دټولنې د سمونې لپاره طنزی  آثار پنځوی چې دا آثار بیا  د ټولنې  فرهنګي میراث یوه برخه جوړوي.
ښه طنزونه په لږدیموکراسی ټولنو په سیاسي – اداری سیتم کې  ښه اوډیر مؤثر رول لوبوي،
ښه طنزونه  مظلومانو  اوخوارانو ته  دنیاو ( عدالت) غوښتونکي دي او د ریاکارانو او بدکارانو پر ضد وسله ده .
 ښه طنز  هغه ډیر مهم اوجدی مفاهیم چې څوک ځوروي  بیانوي.
ښه طنز لیکونکي د درواغو. ریا،تظاهر، بدبیني، بد خویي ،خیانت، بداخلاقی او داسې نور په  خپل قضاوت ارزیابي کوي  او دهغو نه کرکه ښيي .