کور / طنز / ژوندي دي وي مړي !

ژوندي دي وي مړي !

راځه یاره  یو  مړی را ژوندی کړو !
څه وایي مړی څرنګه ژوندی کوې   جادوګر شوی يې که څه؟
 یا  بابا  تنور تود دی ډوډۍ په کې وهم  خبر نه یې  چې هر کام خپل مړي را ژوندي کوي موږ هم باید دا کار وکړو.
 – هغوی خپل   نامتو خلک لمانځی .  خوموږ داسی څوک نه لرو چې منشور وي
– ای ساده! خلک د خپلو خرکارانو قبرونه جوړوی  او  هغوی لمانځي
– دهغه سوانح څوک جوړوی؟
– ته له هغې  څخه خلاص يې دولتی واکداران او  وینا وال   یې خپله دموقف ساتلو په پار  له خپلې خیټې جوړوي
 – دا څه ګټه لري؟
– یودا چې کام مو پوه شی هغو ته کار کوو، بل دا چې په دی کار کې پیسې  شته
نو راځه زموږ د کلی یو مړی  د ډم سږمودین په نامه   را ژوندی کړو د هغه څخه به اتل جوړ کړو که دوی ویل دا نه منو نو دوی هم  شاه امان اله والاکه راباندی ومني
زه هم له دې وروسته  خپل د ډم  سږمودین  عکس په دوترو کې ځوړند وم او تلین یې لمانځم
–       دا کار امکان نه لری.
–       – راځه شرط وتړو
–       سمه ده
یو اوونۍ وروسته ټولي لار ي بندي شوې ځکه د ملي اتل سږمودین  تلین لمانځل کیدی ولس مشر دغونډی د پیل کیدو وینا په ولولو واوروله .
هغه ویل ما هغه د جهاد په وخت کې پيژندی  خدای (ج) دی  ښه ورسره وکړی هغه روسانو شهید کړ هغه شهید دی
شهید ښږمودین…
 بیا د کلتوروزارت استازی په خپل وینا کې وویل:
–       هغه  مسلکی ډم وو له پلار  پلاره ډم  وو ښه نڅاه ، ډهل ،پخلی، سنتی یې زده و ه د زموږ د کام خلک ټوله  د هغه په پڅه چاړه  سنت شوی دی   دا ټوله دا ښيي چې هغه یو هنرمند وو هغه باید  د
شهید هنرمند ښږمودین  په نامه وپیژندل شي
–       د غونډې ګډونکونکو په ولولو نارې کړې ژوندی دی وی شهید هنرمند ښږمودین!
یو بل ویناوال  وویل:
هغه یوازی یو ډم نه وو هغه یو سیاسی شخصیت وی هغه ډیر پوه وو،هغه چې به  په خپله پڅه چاړه یو وار د چا سر وخریي بیا  هغه  د ژوند تر پایه  په خپله خوښه هغه ته  سر نه    نیوی


هغه باید د علامه شهید هنرمند ښږمودین   په نامه په تاریخ کې درج شی
د غونډی یو بل وینا کوونکی وویل:
هغه  د سلطان محمود غزنوی د پېړ یو شاعر وو د هغه   دشعرونو دیوان شته شعرونه یې  ډیر حماسی  دی خو یو یو غزل يې هم ویلی دی.
هغه باید د شاعر شهید هنرمند ښږمودین   ونومول شي
یوه بل  ویناوال  وویل:  هغه یو اتل ووهغه  تل یو زړه غوړه کڅوڼه له ځان سره ګرځوله او د کور د خاوند چې به پام نه وو یو شی- می به یې  پورته کوی خو کڅوڼه یې تر اخیره ډکه نه شوه
هغه باید د اتل  شاعرشهید هنرمند ښږمودین   ونومول شي
یو ملګری بل ته وویل : یاره موږ نه وو خبر  دا خو ښه لوی شخصیت وو
هغه د لاس ونیوی راځه یاره دا نو اوس د اوښ کولمه ده  راځه چې یو زوړ قبر  ورته  پيدا کړو.

تبصره نسته

  1. یاره د مور شودې دی شه واقعاً چې انځورګر یې، داسي دی خوږه انځور کړی چې د هر چا لپاره د تسل وړ او د هغوې د سوال جواب دی …

    الله دی ژوندی لره او په قلم دی برکت شه

    په مینه