کور / سياسي / د موسکا پای ( د ډاکټر نثاراحمد صمد ژباړه )

د موسکا پای ( د ډاکټر نثاراحمد صمد ژباړه )

لیکوال : اریک مارګولیس
ژباړن : نثار احمد صمد
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۱۴/۹/۲۰۰۸ 


 


د موسکا پای 
 د پاکستان نوﺉ ولسمشر د مشرف عکس دﺉ 
 


همدا اوونۍ د نوي ولسمشر آصف علی زرداری یعنی د وژل سوي بی نظیر بوټو د مېړه د کار پیل باید هغه پاکستان ته څه امید او لورﺉ ورکړی وای چی جنګ ته داخلېدونکی دﺉ . خو داسی ونه سوه ، بلکی د ماضی یو ستومانه احساس بیرته تکرار سو . د زرداری د تګ لاري لومړنۍ عمده وینا دا وه چی د پاکستان په شمال لویدیځ کی یې په اصطلاح « د ترور پر ضد د جنګ » سره بیا هم تعهد وکړ . د ده لخوا د بوش د دغی اصطلاح انتخابول واشنګټن ته یو څرګند پیغام و یعنی دا چی دﺉ اراده لری چی د امریکا د ننګی وړ پخواني دیکتاتور پروېز مشرف کرکجنو تګ لارو ته پایښت ورکړي او پاکستان د واشنګټن سور او تال ته ونڅوي .


داسی ښکاری چی زرداری اصلأ د مشرف د ناکام رژیم مصیبتونو ته دوام ورکوی . پاکستان مفلس یا دیوالی دﺉ او د تېلو او خوړو د واردولو په غرض د خارجی اسعارو لپاره صرف ۶۰ نوری ورځی لری . د هېواد د ۱۶۵ ملیونه نفوس نیمایی وګړي د ورځی په صرف دوه ډالره سره پایی . د امریکا لخوا د ۲۰۰۱ راهسی د ۱۱٫۲ بلیونو ډالرو مرستی او په لسګونو ملیونو ډالرو هم د پټو مبلغونو ورکړي ، د پاکستانی پوځ او امنیتی ځواکونو بی میله یا بېزاره کونکی وظایف اجاره کړي او د هغه د حکومت ګډه مرسته یې متردده یا مذبذبه کړې ده .


خو د پاکستان ۹۰٪ ولس په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د جنګ مخالف دي او دوی هم د اکثریت اروپایانو غوندی هغه یو داسی استعماری جنګ بولی چی غواړی د منځنۍ آسیا پر انرژي باندی د امریکا تسلط خوندی کړی . هغوی ځکه د مشرف څخه کرکه لرل چی هغه د پاکستان په شمال لویدیځ کی د طالبانو پلوه پښتني قبایلو سره د جنګ په غرض ۱۲۰٫۰۰۰ پاکستانی پوځیان هلته سوق او پدې بهیر کی یې په زرګونو ملکی انسانان ووژل او په افغانستان کی یې د امریکا جنګ ته سېک ورکړ .


اوس چی زرداری ، یعنی هغه څوک چی د واشنګټن په مالی او سیاسی ملاتړ سره واک ته ورسېد ، غواړی چی پر عین هماغه پل خپل پل پسی کښېږدي . دا چی د رایه ورکونکو صرف ۲۶٪ د ده ننګه کړې ، نو ځکه زرداری مخ پر سختو ربړو ورتلونکی دﺉ .


د زرداری لخوا د پاکستان د ستری محکمې د هغو قاضیانو د بیرته مقررولو څخه انکار چی مشرف پسی اخیستی وو ، پخپله د دیموکراسۍ پر مخ یوه څپېړه او د هغه سخت فساد د اتهاماتو ثبوت دﺉ چی دﺉ به محکمې ته راکشوی . زرداری له هغه مهاله چی د عامه قراردادونو وزیر و ، په « ښاغلي ۱۰٪ » سره مشهور سو ، خو نن خپل هماغه غلط اجراأت نه مني ، او ټینګار کوی چی دا تورونه ټول د سیاسی پلوه لمسونونه وو .


د امریکا هغو پلانونو چی غواړی د پاکستان په پښتني آزادو قبایلی سیمو کی ځمکنۍ حملې وکړی ، یو نوی بحران را تود کړی دﺉ . زرداری په ظاهره د خپلو خلکو پر ضد د امریکا د نورو ډیرو حملو تصدیق او تایید ورکړی دﺉ . خو د پاکستان پوځی مقتدر لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی وایی چی د هېواد ۶۵۰٫۰۰۰ کسیز وسلوال ځواکونه به پر خپلو پولو د امریکا تیری ونه زغمی . حالت دې ته رسېدلی چی ښایی د پاکستانی او امریکایی پوځونو تر منځ شخړي پیښی سی .


دا چی کاناډا به د پاکستان په قبایلی سیمو کی جنګ ته ور کش کړه سی ، تر اوسه واضح نه دﺉ . خو د هارپر د حکومت د دفاع پخواني وزیر په بی پروایی سره غوښتی چی کاناډا یی پوځونه دې پر پاکستان برید وکړی .  
 


پر ټرکونو حملې –


د ټرکونو هغه کاروانونه چی دامریکا او ناټو لپاره تیل ، اوبه او مهمات راوړي کله چی د افسانوی خیبر درې ته رسیږی ، نو د طالبانو پلوه ډلو د زیاتېدونکو حملو سره مخامخ کیږی . نن سبا یو ډېر ناوړه دوران په چلښت کی دﺉ . امریکا د پاکستان وسلوال يوځ ته پیسې ورکوی چی د پولی پر اوږدو د طالبانو پر پلویانو حملې وکړي ، خو په افغانستان کی بیا د امریکا د جنګ سره کومک کوي . پدې ډول  امریکایی او پاکستانی جنګی الوتکی په آزادو قبایلی سیمو کی د پښتنو کلي بمباری کوی . خښمېدلی پښتانه هم په بدل کی د حکومتی اهدافو پر ضد خپلو بمی حملو ته لاس اچوی ( یعنی د دوی « تروریزم » ) .


حکومت او امریکا خپلی حملې پداسی حال کی نوري هم پسی ډېروی چی هلته پاکستانیان د خپل حکومت څخه د خپلو خلکو د وژلو بندول غواړي .


د مشرف څخه ځګه نفرت کېدﺉ چی هغه د امریکا ګوډاګی و . که زرداری د مشرف هماغو ناکامو تګلارو ته پایښت ورکړي ، نو دﺉ به هم د کټ مټ برخلیک سره مخامخ سی .


امریکا پر پاکستان باندی په ځمکنۍ حمله سره غواړي د غالبوزو یو بل چرګینی را وپاروی . دا چی هغه تر اوسه پدې نه دی توانېدلی چی د امریکا په مشرۍ د افغانستان د نیونی په وړاندی هلته ملی مقاومت دړی وړی کړی او د تیلو د پایپ لاین پلان سوﺉ لوری وژغوری ، نو د بوش نامینده سپینه ماڼۍ چی نه اضافی پوځیان او نه هم ډیري پیسې لری تر څو افغانستان پرې تابع کړی ، په لوی لاس یو بل نوﺉ جنګ پېښوی .


هو ، پاکستان ته د دې افغانی جګړې ورغځول خطرناک عمل او بی ځایه زړه ورتوب دﺉ . دا کار د نازک او ژر ماتېدونکي پاکستان د بی ثباته کولو او بېلتون تهدیدونه ورسره لری کټ مټ لکه امریکا چی په عراق کی وکړ . ټوټه سوﺉ پاکستان به هند ولمسوی چی مداخله وکړي حال دا چی دواړه اټومی وسلې لری .


ځکه نو آصف زرداری پر یو ټک ټک لرونکي بم باندی ناست دﺉ . هغه یو نوي سوچ او فکر ته اړ دﺉ . په همدې ترتیب د ده لویدیځ ساتندویان هم مخکی لدې چی پاکستان یې پر ټوټو سره چاودلی وی ، د افغانستان د عبث جنګ ختمولو ته باید فکر وکړي . پای

د لیکوال د ليکنو او ژباړو  څو نوري بېلګي :

ژباړن : نثار احمد صمد_پر افغانستان د بم وریوستر ریکارډ <IMG alt


ليکنه : ژباړن : نثار احمد صمد. خپرونکی : د لراوبر اداره …. 2008-08-12 | ٢٢ / ٥ / ١٣٨٧ قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي
larawbar.com/article.php?id=5198


نثار احمد صمد_امریکا ولي جنګ رانیسي ؟ [نثار احمد صمد] | Great


[نثار احمد صمد]. که د امریکا معاصر تاریخ مختصرأ ولولو، نو د څو لاندنیو عمده حقایقو سره به مخامخ سو:. لومړی – تاریخ ښودلې چی امریکا هیڅکله هم په داسی جګړه کی
larawbar.com/detail.php?id=3954


داکتر نثار احمد صمد_صادرات قتل ها (داکتر نثار احمد صمد) | Great


صادرات قتل ها (داکتر نثار احمد صمد). « اشغال افغانستان اسان است ولی نګهداشتن آن دشوار است ». این یک حقیقت آشکار است که امریکا به دشمن نیاز دارد .
larawbar.com/detail.php?id=3158


ډاکټر نثار احمد صمد_دامریکا مداخلې ( د ډاکټر نثار احمد صمد ليکنه


دامریکا مداخلې ( د ډاکټر نثار احمد صمد ليکنه). په بهرنیو هېوادو کي د امریکا پوځی او مخفی عملیات د۱۷۹۸ څخه تر نن پوری لیکواله ډله : ګلوبل پالیسی فورم
larawbar.com/detail.php?id=2507


نثار احمد صمد_افغانستان، یو ناکام دولت ! د ډاکټر نثار احمد صمد


د ډاکټر نثار احمد صمد ليکنه. افغانستان سږ کال بیا د ناکامو دولتونو په لیست کی راغی . ښه به دا وي چی لومړﺉ ناکام دولتونه او د هغوی طبقه بندي او معیارونه
larawbar.com/detail.php?id=4685


ډاکټر نثار احمد « صمد_کامیابی ناکامیدونکی ده(دډاکټرنثاراحمد صمد


کامیابی ناکامیدونکی ده(دډاکټرنثاراحمد صمد ليکنه). ناپلئون بوناپارټ وایی چي : « جګړه د وحشیانو تجارت دی » لیکوال : ډاکټر نثار احمد « صمد »
larawbar.com/detail.php?id=854


ژباړه : نثار احمد صمد_یو ډیر زړه دردونکی خبر! [ژباړه : نثاراحمد


Sex trade thrives in Afghanistan. ژباړه : نثار احمد صمد 2008-08-12 | ٢٢ / ٥ / ١٣٨٧ قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي
larawbar.com/detail.php?id=4073


ډاکټر نثار احمد « صمد »_یو هیواد د ۱۴۴ هیوادو ګاوندﺉ ؟ ډاکټر نثار


ځواب دا دی چي امریکا ځانته د دښمن جوړولو یا لرلو نه پرته یو بیکاره او بې هدفه غوندی هیواد دﺉ او بس . والسلام. نثار احمد صمدNsamad57@hotmail.com. یادونه :
larawbar.com/detail.php?id=1907


ژباړن : نثار احمد صمد_په… کښي د القاعده پوځي مشر روان ښورښ ته


ليکنه : ژباړن : نثار احمد صمد. خپرونکی : د لراوبر اداره د پاکستان د « جیو» ټلویژیون خبریال نجیب احمد د جولای پر ۲۱مه په افغانستان کی د القاعده د عملیاتو
larawbar.com/article.php?id=5071


داکتر نثار احمد « صمد »_تخم ایران در مزرعه افغانستان | Great


نویسنده : داکتر نثار احمد « صمد » افغانستان دارای سابقۀ بسیار طولانی اهمیت چیوپولیتک منطقه بوده و همین موقعیت مجازات و ضربه های کوبنده را بر پیکر افغانستان
larawbar.com/detail.php?id=884


ډاکتر نثار احمد « صمد »_د بلواک هېواد خپلواک ولس ! | Great Afghanistan


ليکوال: ډاکتر نثار احمد « صمد » نن د اکتوبر اوومه ده چي پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل شپږ کاله پوره سول . افغانستان پدې شپږو کالو کي یو لړ لوی او بې
larawbar.com/detail.php?id=452


ډاکټر نثار احمد « صمد »_دسـپتمـبر د يـوولسـمی حـملـه ! | Great


هو ، دغه انسان ډوله شيطان دی نو خدای (ج) په خپل الهی عذاب اخته کړی . امین. والسلام nsamad57@hotmail.com دافغان رسالې د ۱۰۱ ګنی څخه. ډاکټر نثار احمد « صمد »
larawbar.com/detail.php?id=139


ژباړن : نثار احمد صمد_اوباما د پروپاګنډ قرباني دﺉ <IMG alt=Fotos


بارك اوباما كابل ته ورسېد Fotos video. ژباړن : نثار احمد صمد 2008-08-12 | ٢٢ / ٥ / ١٣٨٧ قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي
larawbar.com/article.php?id=4818


ژباړن: نثار احمد صمد_د نوي جګړې سرښته | Great Afghanistan


خو ایران بیا وایی چی د اسراییلو اټومی ځواک د دې هیواد موجودیت تهدیدوی . هو ، پدې ډول د جنګ سپي میدان ته راخوشی سوي دي . پای. ژباړن: نثار احمد صمد
larawbar.com/article.php?id=4551


نثار احمد صمد_ښه؛ نو څوک تروریسټان دي ؟ | Great Afghanistan


ښه ، نو څوک اصلی تروریسټان دي ؟ والسلام ،. نثار احمد صمد 2008-08-12 | ٢٢ / ٥ / ١٣٨٧ قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي
larawbar.com/article.php?id=4386


نثار احمد صمد_د میوند د جګړې ۱۲۸مه کالیزه <IMG alt=Fotos hspace=0


ليکنه : نثار احمد صمد. خپرونکی : د لراوبر اداره. نېټه : ٥ / ٥ / ١٣٨٧ | 2008-07-26 …. 2008-08-12 | ٢٢ / ٥ / ١٣٨٧ قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي
larawbar.com/article.php?id=4932 – 65k