کور / اسلامي / څنګه روژه بايد ولرو ؟ د مفتي احمد (فرزان)ليکنه

څنګه روژه بايد ولرو ؟ د مفتي احمد (فرزان)ليکنه

 


لوي خداي ته دي بې شميره شكرونه اوحمدونه وي چي درمضان ( روژې ) دمياشتي ديوي لسيزي  دروژونيولوتوفيق يي راپه برخه كړ،هغه سترذات چي درمضان دغه دويمي لس ورځي يي دمغفرت ورځي بللي دي اوپه دي ورځوكي يي له بندګانوسره دهغوي دګناهونودبخښي ژمنه كړي ، دهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي امت ته يي په دغوستروشپوورځوكي دتقوي ، عبادت ، ټولنيزشعورموندلو اودلوي خداي دربارته دلاسونودلپه كولوامركړي اودهغه پرګرانوملګرودي هم رحتونه وي چي هريويي زموږ لپاره دستوري په شان لارښوونكي دي .


درنولوستونكو!


لوي خداي موږ ټول داسلام دسترلارښودحضرت محمد صلي الله عليه وسلم پراطاعت امركړي يو، اوفرمايي چي : اطيعوالله واطيعواالرسول … دالله اودهغه درسول اطاعت وكړئ .


پيغمبرصلي الله عليه وسلم دالله استازي دي ، هغه چي هرڅه كړي اوويلي دالله پاك له ويناوامرسره يي سم كړي ، لكه څنګه چي پخپله لوي خداي فرمايي : وماينطق عن الهوي ان هوالاوحي يوحي … هغه له ځانه څه نه وايي ، بلكي داټول هغه ته وحي سوي .


اوداسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم هم فرمايي : انمابعثت معلما… زه يوښونكى راليږل سوي يم .


زه غواړم ددغه سترلارښود اوښونكي پيغمبردروژي ډول تاسوته وښيم ، په هغي كي دواجباتو، ادابو، دوعاګانو، دهغي دحكمونو، ماتونكواوګټوپه اړه په لنډډول مالومات دركړم ، دلوي خدايه غواړم چي موږ اوټولومسلمانانوته دخپل پيغمبردسنت دپيروۍ توفيق راپه برخه كړي اوموږ دهغه ريښتوني لاروي وګرځوي . 
 
*دروژي تعريف:دسهارله څرګنديدلوبيادلمرترلويدوپوري دخوراك څښاك اوجماع څخه په ډډه كولو دلوي څښتن عبادت ته روژه وايي .  
* درمضان مياشتي روژه داسلام له اركانوڅخه يومهم ركن دى څنګه چي داسلام لارښود صلي الله عليه وسلم فرمايي : “بني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلا الله، وأن محمداً رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وصوم رمضان، وحج البيت الحرام” (متفق عليه) .


ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول سوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول .


 
روژه څوك نيسي :


*روژه پرهرمسلمان ، لوي اوهوښيارانسان فرض ده چي پركوروي اودنيولوتوانايي لري . 
* كافرروژه نه نيسي ، اوكله چي وروسته اسلام راوړي دتيري روژي قضاهم ورباندي نسته .  
* پركوچني چي لادلويښت سرحدته نه وي رسيدلي روژه نه ده فرض خولس كلن اوترهغه زيات عمره كوچنيان دي دعادت نيولوپه موخه په ورژه نيولووګمارل سي .  
*ناروغ چي عاجلي درملني ته اړتيالري اودناروغي سره روژه نسي نيولاي كولاي سي ورژه وخوري خوترجوړيدووروسته به بيرته قضاراوړي .  
* پرليوني هم روژه نه ده فرض اوكه هرڅونه لوي هم وي نودروژي فديه هم ورباندي نسته ، همداراز هغه باوله چي دښوبدوتوپيرنسي كولاي اوهغه دډيرعمرسړى چي څوك نه پيژني هم كولاي درژي پرځاي فديه وركړي .  
* هغه څوك چي په هميشني ډول روژه نسي نيولاي ، ياخودډيرعمروي (شيخ فاني)اوياداسي ناروغ چي ناروغي يي نه رغيږي ، كولاي سي دروژوپه بدل كي فديه وركړي چي دهري ورځي روژي په بدل كي به يومسكين مړوي .  
* هغه بلاربي اوياتي وركونكي ميرمني چي روژه ورباندي سخته وي اودنيولوسره يي ماشوم ته زيان رسيږي ، كولاي سي روژي وخوري خوبيادي يي قضاراوړي .  
* هغه ميرمني چي په مياشتنيوښځينه ناروغيوكي وي اويايي دزيږون څلويښتي وي هم دي روژي نه نيسي خوقضادي يي راوړي .  
* هغه څوك هم كولاي سي روژه وخوري چي  ديوچادژوندژغورولوله امله دروژي خوړلوته مجبوروي لكه له غرقيدواوسوځيدوڅخه ديوه بيچاره خلاصوونكى خوقضايي ورباندي لازمه ده . 
*مسافرته دروژي خوړل روادي خوكه يي ونيسي هم سمه ده ، داكه دائمي مسافروي لكه دكرايي موټر، الوتكه اواوكښتۍ چلونكي اويالنډمهاله مسافروي لكه له يوه ځايه بل هغه ته تلونكي . 
 
دروژي حكمونه : 
 
1- نيت:


دفرضي رژي لپاره نيت فرض دي خودامام ابوحنيفه رحمت الله عليه په مذهب پكښي لازمه نه ده چي دشپي به وي بلكي دزوال ترمخه هم كيداي سي ، څنګه چي داسلام سترلارښودحضت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي : انماالاعمال بالنيات وانمالكل امرءمانوي … رواه الصحيحين .


ياني :دعملونودارومدارپرنيتونوولاړدى اوهرچاته هه څه رسي چي نيت يي كړي وي .


نيت دزړه قصدته وايي اوپكښي په خوله ويل لازم نه دي ، اوكه چيري نوروته دوريادولوپه موخه په خوله هم وويل سي لاسمه ده . 
 
2- دروژي وخت:


لوي خداي فرمايي: وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر ? (البقرة: 187) .


ژباړه : ترهغه مهاله خوراك اوڅښاك كوئ چي سپين تارله توره هغه راوځي ، ياني سهاركيږي .


سهارونه دوه دي . 
* درواغجن سهار:داسهاردسهارلمونځ نه رواكوي ، پيشلمي پايته نه رسوي اودتهجدوخت نه ختمي ، داداسمان پرمخ اوږده غځيدلي رڼاده چي لوړه ختلي وي .  
* ريښتوني سهار: داهغه سهاردي چي ترختلووروسته يي دسهاردلمانځه وخت داخليږي اودروژاتي لپاره نورخوراك اوڅښاك منعه ګرځي ، دا دغرونوپرسرونوداسمان په كناره (څنډه) كي غځيدلي رڼاده چي ورووروپسي ډيريږي اودغرب پرلورغوځي . 
كله چي دختيځ له لوري شپه راښكاره سي اولمرپټ سي نوبيادروژي دماتولووخت راځي ، پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي: “إذا أقبل الليل من هاهنا وأدبر النهار من هاهنا، وغربت الشمس فقد أفطر الصائم” (متفق عليه).


ياني : كله چي له شرقي پلوه شپه راوړاندي سي ،ورځ غرب خواته وركه سي اولمرډوب سي نوروژاتي دي رژه ماته كړي ،(كه څه هم روښنايي وي خوچي لمرنهام سي دروژي ماتول روادي). 
3- پيشلمى:


پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي: “فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر” (رواه مسلم)


ياني : زموږ (مسلمانانو)اونوركتابيانودروژي توپيرپه پيشلمي سره كيږي ،( هغوي پيشلمي نه درلود،ځكه ترخوب وروسته بياهغوي نسواي كولاي شي وخوري ) 
 


همدارازپيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي : “البركة في ثلاثة: الجماعة، والثريد، والسحور” (صحيح رواه الطبراني في الكبير)


ياني : بركت په دريوشيانوكي دى ، جماعت (ټولۍ) ثريد(       ) اوپيشلمي كي .


دپيشلمي په بركت شك نسته ځكه په دي سره له يوه پلوه دپيغمبري سنت اتباع راځي اوله بل اړخه روژاتي ته دروژي په نيولوكي ځواك بخښي .


داسلام پيغمبر دپيشلمي خوراك مباركه غذابللي، فرمايي : “هلمّ إلى الغذاء المبارك” (صحيح أبي داود)


دغه مبارك خواړه خپل كړئ .


همدارازمهربانه لارښود صلى الله عليه وسلم فرمايي: “السحور أكلة بركة فلا تدعوه ولو أن يجرع أحدكم جرعة من ماء، فإن الله وملائكته يصلون على المتسحرين” (حسن رواه الإمام أحمد) .


ياني : دپيشلمي خواړه دبركت خواړه دي نومه يي پريږدئ كه څه هم داوبويوه غوړپ وي ، ځكه الله پاك اودهغه ملكي پرپيشلمي كوونكورحمتونه كوي اوورته دبخښي غوښتتنه كوي .


بل ځاي مهربانه پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي : “نعم سحور المؤمن التمور” (صحيح أبي داود).


ياني : دمومنانوغوره پيشلمي خورماده .


پيغمبرصلي الله عليه وسلم دشپي په وروستيوكي دپيشلمي پركولوټنګاركړي اولارښوونه يي داده چي پيشلمي سهارته نيژدي وسي خودونه هم نه چي پرچاسهارسي .


4- هغه چي روژاتي يي بايدپريږدي:  
* درواغ ويل: پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: “من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله عز وجل حاجة أن يدع طعامه وشرابه” (رواه البخاري) .


څوك چي درواغ اوپه هغه باندي عمل كول پري نږدي نوالله پاك دهغه دخوراك اوڅښاك پريښوولوته كومه اړتيانلري . 
* بدي اوبي ګټي خبري: داسلام مهربانه لارښود صلى الله عليه وسلم فرمايي: “ليس الصيام من الأكل والشراب ، وإنما الصيام من اللغو والرفث ، فإن سابَّـك أحد أو جَهِل عليك فقل : إني صائم” (صحيح ابن خزيمة) .  
روژه يوازي دخوراك اوڅښاك څخه دځان ژغورلوپه مانانه ده بلكي اصلي روژه داده چي څوك له بدواوبي ګتوخبرونوڅخه ډډه وكړي ، كه چاښكنځل درته كول اويايي بريددرباندي كاوه نوورته وايه چي زه روژاتى يم. 
5- هغه چي روژي ته زيان نه رسوي:  
* په سهاركي دجنابت غسل كول :په حديث شريف كي راځي : عن عائشة أن النبي صلى الله عليه وسلم: “كان يدركه الفجر وهو جنب من أهله ثم يغتسل ويصوم” (متفق عليه) .


ياني : عايشه رضلي الله عنهاوايي چي پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ځيني مهال په شپه كي ورباندي اوښتي  غسل په سهاركي كاوه .  
* مسواك وهل :مسواك وهل دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له مباركوسنتونوڅخه دي مبارك عليه الصلاة والسلام فرمايي: “لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل وضوء ” (متفق عليه) .


ياني : كه مي پرامت ددرنيدلوانديښنه نه واي نوبه مي تاسوله هراوداسه سره په مسواك وهلوامركړي واست په دغه مبارك حديث كي دروژاتي اوناروژاتي يادونه نسته ، ځكه نوپه روژه كي دمسواك وهلوكوم خاص ممانع نسته خوپه دي شرط چي مسواك خاشي ايستونكي نه وي چي دتيريدوويره يي وي اوياداسي مسواك نه وي چي خوږ خوندولري كه داسي وي نوبيايي وهل مكروه دي .  
* دپزي اوخولي پريولل : پيغمبر صلى الله عليه وسلم به دروژي په حالت كي هم په خوله اوپزه اوبه رغړولي خوروژاتى يي په دي كي له زياتي مبالغي څخه منع كړي ،پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: “وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائماً” (صحيح أبي داود) .


په پزه پريولوكي ښه ډيره مبالغه كوه مګركه روژاتى وي .  
* دغاښ كښل : روژه نه ماتوي خوكه دكښلوپرمهال پيچكاري لګولوته اړتياوي اوياددرملوتيرولوته بيا بايدوكتل سي كه هغسي پيچكارۍ وه چي نس اويادماغ ته وصل كيږي نوروژه ماتوي اوكه نه پروانلري، خواوسمهال دغاښونودكښلوپرمهال له يوډول سپرې څخه كاراخيستل كيږي چي دغاښ شاوخوابي حسه كوي اوله امله يي نس ته څه نه ننوزي په دي صورت كي پروانلري.  
* دخوراكي شي څكل:كه دخوړوخالي څكه وسي اوحلق نننوزي روژه نه ماتوي خومكروه ده ، مګرهغه ميرمن چي نارينه يي بدطبيعته وي اودمالګي په ډيريدواوكميدوورسره جنجال كوي اوهغه مورچي خپل ماشوم ته ډوډۍ ژويي اوپه خوله كي يي وركوي كولاي سي دخوړوڅكه وكړي اوياډوډۍ وژويي خوپه دي شرط چي حلق ته ولاړنه سي اوكه ولاړسي روژه ماتيږي ، همداډول په غاښوكي خاشه وهل هم پروانلري خوپه دي شرط په غاښ كي بندشي تيرنسي ، دحضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت دى : “لا باس أن يذوق الخل أو الشيء ما لم يدخل حلقه وهو صائم” (رواه البخاري) .


ياني : دسركې اويابل شي څكل پروانلري ترهغوچي حلق ته نه ننوزي. 
* دسترګوتورول اوپكښي څانكي تويول : هغه رانجه اوڅاڅكي چي ځان حلق اويانس ته نه رسوي روژه نه ماتوي خوكه يي تاثيرتلي نوبيانه ده ښه ، خوپه هرصورت په روژه كي ورڅخه ډډه كول ښه كاردى. 
 
6- روژه مات :


 
* په روژه مات كي تلواركول سنت دى ،او په دي سره ديهودواونصاراوسره مخالف راځي ،ځكه هغوي به دستوريوترڅرګندتياپوري روژه مات نه كاوه ، پيغمبر-صلى الله عليه وسلم-فرمايي : “لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر” (متفق عليه) . ترهغوپوري به داخلګ په خيروي ترڅوچي په روژه مات كي تلواركوي .


همدارازپيغمبر – صلى الله عليه وسلم-فرمايي: “لا تزال أمتي على سنتي ما لم تنتظر بفطرها النجوم” (صحيح ابن حبان)


ياني : ترهغوپوري زماامت زماپرسنتوولاړوي ترڅوچي په روژه مات كي دستوروانتظارونه كړي. 
* دماښام ترلمانځه مخكي دروژي ماتول:د أنس رضي الله عنه روايت دى وايي : “كان رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يفطر قبل أن يصلي” (حسن رواه أبو داود) . ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي روژه ماتول. 
* په څشي بايدروژه ماته سي ؟ د أنس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت فرمايي : “كان النبي – صلى الله عليه وسلم – يفطر على رطبات قبل أن يصلي، فإن لم يكن رطبات فتمرات، فإن لم يكن تمرات حسا حسوات من ماء” ( صحيح أبي داود ) .


ياني: پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي په لندوخرماووروژه ماتول اوكه به هغه نه وي نوبيابه يي تمر(لږ وچه خرما) خوړل اوكه به هغه هم نه وه بيابه يي داوبوڅوغوړپه وكړل . 
* دروژي ماتولوپرمهال بايدڅه وويل سي ؟ دروژي ماتولوپرمهال بايدلوي څښتن ته دوعاوي وسي ، ځكه داهغه مهال دي چي بنده دخپل خالق دامرپرځاي كولوپه ډول تراوږده انتظاروروسته خوله خلاصوي  پيغمبر – صلى الله عليه وسلم- فرمايي: “للصائم عند فطره دعوة لا ترد” (صحيح ابن ماجه) . ياني : دروژي ماتولوپرمهال دروژاتي دوعانه رديږي.


پيغمبر-صلى الله عليه وسلم- به دروژه مات پرمهال دادوعاويل : “ذهب الظمأ وابتلت العروق، وثبت الأجر إن شاء الله” (صحيح أبي داود) .ياني :لوږي ختمه سول ، رګونه لانده سول اومزدوري ثابته سول كه دالله خوښه وه. 
 
۷- روژه نيول اولمونځ نه كول:  
* كه څوك روژه نيسي اولمونځ نه كوي نوګواكي داسلام له اركانوڅخه يي يومهم ركن پري ايښي اوترهغوچي لمونځ نه كوي روژه يي هم ګټه نه رسوي ، ځكه دلمانځ نه كونكى فاسق اوياكافرګڼل كيږي اودكافرهيڅ يوعمل نه قبليږي ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي : (الصلاة عمادالدين ، من اقامهافقداقام الدين ومن انهدمهافقدانهمدالدين … )) ياني : لمونځ ددين ستن ده نوكه چالمونځ كاوه دين بشپړقايم كړي اوكه چاداستن ونړول نوګواكي دين يي ونړاوه .


همداراز پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي: “العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن تركها فقد كفر” (صحيح رواه الإمام أحمد).


ياني : دمومنانواوكافرانوترمنځ توپيرپه لمانځه سره دى ، كه چالمونځ پريښودنوكافرسو. 
 
10- دشپي ولاړه ( دتراويح لمونځ ):  
* رسوالله -صلى الله عليه وسلم- درمضان په مياشت كي دشپي له پلوه په جماعت سره دنفلوترسره كول سنت ګرځولي ، هغه صلي الله عليه وسلم پخپله څوشپي داكاركړي اوبيايي له دي ويري چي پرامت يي فرض نسي بيرته پري ايښي دي ، پيغمبرصلي الله عيله وسلم له وتروماسيوا اته ركعته تراويح كړي چي ټولټال يوولس ركعته كيږي ، څنګه چي حضت عائشة رضي الله عنها فرمايي: “ما كان النبي -صلى الله عليه وسلم- يزيد في رمضان ولا في غيره على إحدى عشرة ركعة” (متفق عليه).


ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم په روژه اوغيرروژه كي تر۱۱ ركعتونوزياتوب نه دي كړي .


كله چي وروسته داسلام دويم خليفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه دغه نبوي سنت بيرته راژوندي كاوه نويي دوتروسره درويشت ركعته كړچي ټول يي په جماعت سره اداكول.


خويوبدعت چي نن ورځ په دغه لمانځه كي رادودسوي ، دنورولمنځونوخلاف دقراءت ، ركوع ، سجدي اوناستوچابكوالي دى چي ترډيره دلمانځه دخشوع اوخضوع سره سرنه خوري، مازي دسرپورته اوكښته كول وي نه پكښي دقران تدبرراځي اونه هم په ترتيل سره دقران كريم تلاوت ، ځيني امامان ددي لپاره چي خپله باټه چاغه كړي خلګ دختم له تراووڅخه راګرځوي اودي ته يي هڅوي چي په ده پسي چابكي دالم تركيف تراويح وكړي .


لوي خداي دي زموږ وامامانوته هدايت وكړي ترڅودخداي عبادت دخداي په خوښه وكړي نه دخلګواومقتديانوپه خوښه .


د موضوع اړوند نور سرليکنه :



















































































  2008-10-01   د زکات لنډ او مفصل بيان حمدالله شاکری
  2008-09-29   د مبارکي روژې لنډ بيان حمدالله شاکري
  2008-09-25   درنه مياشت [رمضان الکريم]، د قدر شپه او صلاة تسبيح
  2008-09-14   دفطرصدقی ( سرسايی ) لنډ بيان حمدالله شاکري
  2008-09-13   د رمضان د مباركې مياشتې روژه او فضايل يې خادم احمد
  2008-09-13   دروژې ګټې مفتي احمد (فرزان)
  2008-09-13   د کافورو بڼ ( تراوېح او ختم القرآن ،د ترحم او انفاق مياشت )
  2008-09-12   رمضان د ترحم، صدقې او انفاق میاشت ده ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-11   د کافورو بڼ یوولسمه برخه/ د تراویح د لمانځه او ختم القرآن څرنګوالی ګل اغا احمدي وردګ
  2008-09-10   داعتکاف په اړه معلومات محمدعلی عمری
  2008-09-10   د کافورو بڼ لسمه برخه /دشپې لمونځ په روژه کې ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-07   د کافورو بڼ/ اوومه برخه د روژې آسانتیاوې ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-06   د نفس شريره او سركشه اسپه په اطاعت او عبادت كنترول كړئ ميرولي جان لكنوال
  2008-09-06   درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې مفتي احمد – فرزان
  2008-09-06   دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه احمد (فرزان)
  2008-09-06   د ر مضان د میاشتې صفات(د کافورو بڼ ۵ ) ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-05   د روژې یو شمیر احکام (د کافورو بڼ/ شپږمه برخه) ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-05   د روژې فضیلتونه (د کافورو بڼ- څلورمه برخه) ګل آغا احمدي ورګ
  2008-09-05   درمضان روژه اوحكم يي مفتي احمد (فرزان)
  2008-09-04    د روژې ماناوې او موخې د کافورو بڼ ( ۳ ) ګ.احمدي وردګ
  2008-09-04   د رمضان د میاشتې د استقبال څرنګوالی د کافورو بڼ (۲)
  2008-09-03   دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه احمد (فرزان)
  2008-09-03   د برکتونو مياشت محمد نعمان دوست ، کابل
  2008-09-02   د کافورو بڼ / لومړۍ برخه ګل آغا احمدي وردګ