کور / تازه خبرونه / د خوست ښار له زړه څخه يو تن انجينر وتښتول شو

د خوست ښار له زړه څخه يو تن انجينر وتښتول شو

د GTZ يو تن انجينر په خوست ښار كې وتښتول شو


دغه افغان انجينر تيره ورځ د روژه ماتي پر مهال په خوست ښار كې د ميخانيكي ليسې څخه تښتول شوى دى.


خوست والي ارسلاجمال وايي چې يوه ډله وسلوال كسان چې مخونه يې تړلي ول ليسې ته داخل شوي يو تن انجينر يې له ځانه سره وړى او څو تنه نور يې د خپلې استوګنې په خونه كې تړلي ول.


ارسلاجمال وويل چې تر دې مهال دا نه ده جوته چې وسلوال كسان غله او كه د دولت مخالفين دي خو نوموړي زياته كړې چې په دې اړوند سختې پلټنې پيل شوي دي.


د خوست ميخانيكي ليسه چې يو كال وړاندې پكې خوست پوهنتون خپلې چارې سمبالوې د ښار په زړه كې پرته ده او په شاخوا سل ميتره واټن كې يې د پوليس پوسته هم موجوده ده.


تر دې مهال د دې افغان انجينر چې ويل كيږي د هرات ولايت اوسيدونكى دى د تښتونې پړه چا په غاړه نه ده اخيستي.


د انجينرانو دغه ډله له پلازمينې كابل څخه خوست ولايت ته د ميخانيكي ليسې براورد ، او بيارغاونې د څيړنې لپاره راغلې وه.