کور / تازه خبرونه / برتانیې خپل درېیم پوځي هم د لاسه ورکړ

برتانیې خپل درېیم پوځي هم د لاسه ورکړ

فرانس پریس او بی بی سی په لندن کی د برتانیې د دفاع د وزارت له قوله خبر ورکوی چی د دوی یو عسکر په یکشنبه د هلمند په کجکی کی د یوې چاودني له امله ووژل سو . منبع د دې چاودنی پوره تفصیلات ورنکړل . خبر زیاتوی چی دا په یوه هفته کی د برتانیې درېیم پوځي دﺉ چی په هلمند کی وژل کیږی . د دې خبر سره سم په افغانستان کی د برتانوی پوځیانو تلفات ۱۲۰ کسو ته ورسېدل چی لدې څخه یې ۹۳ کسه د طالبانو لخوا وژل سوي او ۲۷ نور یې هم د ناروغیو ، ترافیکی ټکرونو ، یا په جنګ کی د زخمونو له لاسه تلف سوي دي . برتانیه په افغانستان کی ۷۸۰۰ پوځیان لری چی بشپړ اکثریت یې په هلمند کی مستقر دي .