کور / تازه خبرونه / په سپین بولدک کې ځانمرګی برید شوی.

په سپین بولدک کې ځانمرګی برید شوی.

نن سهار لس کمې لس بجې د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی برید ترسره شو چې له امله یې د دوه تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وايي چې ځانمرګی په سوزکي ډوله موټر کې سپور وو او ځان یې د ملګرو ملتونو په یوه موټر پوری ونښلاوه او چاودنه یې وکړه، د رپورټونو له مخې په پېښه کې د ملګرو ملتونو دوه ډاکټران وژل شوي دي. یوه عیني شاهد لر او بر ویبپاڼې ته د ټېلېفون په کرښه وویل چې د ټپیانو شمېر ښايي له دی هم لوړ وي.


د پېښي په اړه د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه خپره شوې خبرپاڼه کي ليکي چي بريدنن سهار10:15(2008-09-14) ددوی د يوه طالب له خوادکندهار ولايت د بولدک ولسوالۍ په مرکز کې د” زنځير”په سیمه کې ديونامادموټروپرکاروان ترسره شو، قاري يوسف وايي ، دکاروان دوه (2)کروزين ډوله موټر له منځه تللي اوپکښې ناست اته (8)تنه لوړرتبه خارجي مامورين وژل شوي دي .


طالب وياند وايي چي بريد ديوه سرف موټر په توسط ترسره شوی ،دزوروري چاودنې له امله د زنځيرامنيتې پوسته په بشپړه توګه له منځه وړل شوې او پکښې نهه(9) تنه پوليس هم وژل شوي دي .