کور / تازه خبرونه / پكتيا : د يو ښونځي د بنسټ ډبره كيښودل شوه

پكتيا : د يو ښونځي د بنسټ ډبره كيښودل شوه

پكتيا کښي د ۱۷۰۰۰۰ $ په ارزښت د يو ښونځي د بنسټ ډبره كيښودل شوه.
نن يكشنبه د يو منځني ښوونځي د بنسټ ډبره د پكتيا ولايت مرستيال وكيل عبدالرحمن منګل لخوا  د احمد ابا په ولسوالۍ كي كيښودل شوه.



د پكتيا د والي وياند روح الله سمون  رسنيو ته وويل  چي دغه ښوونځي د اداري او تدريس خونو سربيره  د اوبو او بريښنا سيستم هم لري او د ۱۷۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په ارزښت به په  پنځه جريبه ځمكه كې  په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، او د ساختماني چاري به يي د روان كال تر پايه بشپړي شي.

سمون زياته كړه : د دغي ښوونځي د ودانۍ په جوړولو د څه بآندي ۴۰۰ زده كوونكو د ځاي ناستي ستونزه حل كيږي، له دي ښوونځي سره ټول ۵۸ ښوونځي كيږي چي د ودانۍ چاري يي عملا رواني دي .