کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوګر والي عبدالله وردګ مړينه ، انځورونه او پيغامونه

د لوګر والي عبدالله وردګ مړينه ، انځورونه او پيغامونه



 


دلوگر والي ديو بريد په ترڅ کې ووژل شو .



 سيداحمد کاکړ 13-09-2008
  د لوگر والي عبدالله وردک د کابل ولايت په  پغمان ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني رسنيو ته ويلي دي ، چې والي هغه وخت ووژل شو ، چې کله يو ځانمرگي بريدکوونکي دپغمان د گورجک په تپه کې د والي کور مخې ته د نوموړي راتگ ته  په  تمه ناست و ، نوموړي زياته کړه ، کله ، چې والي له خپل کور څخه راووت  نو بريد کوونکي پرې  بريد وکړ او ويې واژه .
نوموړي زياته کړه ، چې په بريد کې  د والي درې ساتونکي هم وژل شوي دي .
د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد لر اوبر ته د يو تېلېفوني تماس په ترڅ کې د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى او ويلي  يې دي ، چې  د لوگر والي عبدالله وردک يې د پغمان ولسوالۍ د گورجک په تپه  کې د رېموټ کنټرول ماين د چاودنې په ترڅ کې وژلى دى .


د پېښي دا  انځورونه د اسيوشيټيډ پريس  او  رويټرز له خوا خپاره شوي دي .



د موټر دننه برخه



يو د ارواښاد له دوستانو څخه  د موټر د نيمه لويې ټوټې سره



د اور او مرمي ضد موټر پاته شوني



د اور او مرمۍ ضد موټر شاتنۍ پاته برخه



پېښه د عبدالله وردګ کورته نژدې رامنځته شوه



 د پېښي په اړه لراوبر ته رارسيدلي پيغامونه  


 


 درفیع کلتوري اومدني ټولنې پیغام :


نن غلیم بیا دپښتون کور دماتم په ټغرکښېناوه او دلوګروالي الحاج عبدالله خان وردګ اودهېواد ریښتینی بچی یې خپل کور ته څېرمه په شهادت ورساوه او هاغه خبره یې بیا رښتیا کړه چې وایي:


دغلیم غشي ترې پورې ورې وځي
 بس چې ګورم لور په لوري پښتانه وي


خوکاش چې زموږ قام دې ته پام کړی وای او داپوهه یې خپره کړې وای چې څوک مري او ولې مري. درفیع کلتوري اومدني ټولنې مشرتابه دوردګ صېب مړینه دهېواد لپاره لویه ضایعه بولي ،کورنۍ ته یې د لوی څښتن څخه جمیل صبر او مرحوم ته برین جنت غواړي.


امین یارب العلمین


 درفیع کلتوري اومدني ټولنې مشرتابه






د ميدان وردګ ولايت د والي محمد حليم فدايي پيغام :


د لوګر والي ارواښاد عبدالله وردګ په بې رحمانه شهادت د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايي د خواشینۍ پیغام .


په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لوګر والي  ارواښادعبدالله وردګ یو باعزمه جهادي شخصیت په ډېرمظلومانه ډول د هېواداو اسلام  دښمنانو له خوا د ریموډ کنترول بم په وسیله په شهادت ورسید.


مرحوم عبدالله وردګ څو ورځی مخکې زما سره په یو لیدنه کې د لوګر ولس دسوکالۍ،امنیت او بیارغاونې  په اړه یو روښانه ستراتیژې  په کار اچولې وه خو متاسفانه د ارواښاد نوموړی ارمان  دده په ژوند پوره نه شو، زموږ هیله ده چې د نوموړې شهادت په برکت به دسوکالۍ،امنیت او بیارغاونې بهیر په ټول افغانستان کې او په ځانکړې ډول په لوګر ولایت کې پیل شي .


په پای کې د شهیدمړینه دده کورنۍ او دافغانستان ټول ولس لپاره یو نه جبیره کېدونکې ضایع بولم ،نوموړې ته دفروس جنت او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم او په اخرکې  دلوګر ولایت ټولو دولتي منسوبینو ته د نوموړې شهادت له امله دسوکالۍ او امن لپاره لاس په دعاء یم.


او هیله مي داده چې دده په شهادت سره، د ټولو چارواکو حوصلي مړي نه، بلکې لا تاندي شي او هیڅوک تر هرنامه لاندي چې وي، موږ د خپل ولس له خدمت او د افغانستان د بیا جوړوني له جهاد څخه په شاه نه کړي.


انا لله و انا الیه راجعون!
الله جل جلاله د شهید عبدالله وردګ شهادت په خپل دربار کې قبول کړی!


محمد حلیم فدایی
د میدان وردګ ولایت والي






د وردګو د کلتوري یون د خواشینۍ پیغام


په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لوګر والي، د شهیدانو او معلولینو چارو پخوانۍ وزیر او د جهادي اتلولیو وتلې څیره عبدالله وردګ د روان ۱۳۸۷ کال د وږي د میاشتې په ۲۳ نیټه په مظلومانه توګه په شهادت ورسیده. انا لله و انا الیه راجعون
د وردګو کلتوري یون د نوموړي د شهادت په اړه د خدای بخښلي شهید عبدالله وردګ کورنۍ، خپلوانو، خواخوږو او د وردګو ټول قوم ته ددې نومیالي شهید د شهادت له کبله د تسلیت، خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او په دې ستر غم کې ځان ورسره شریک ګڼي. هیله من یو چې لوی خدای (ج) نور نو افغان ولس د تل لپاره  د دې سترې غمیزې له ګردابونو څخه د هراړخیزې سولې د وړانګو په کاروان ورګډ کړي څو د وژنو او غمونو دغه روانه لړۍ د تل لپاره په افغانستان کې پای ته ورسیږي چې هره ورځ زموږ خواخوږي او نومیالي د تورو خاورو ګورستان ته راڅخه بیايي.


د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی


ګل آغا احمدي وردګ





دميدان وردګو دپخواني والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي دخواشينۍ پيغام


په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو چې دهېواد يوتن تکړه  خدمتګار ،سياسي او جهادي شخصيت  دلوګر والي الحاج عبدالله وردګ په يوه ناځوانمردانه بريد کې په شهادت ورسېد.
انا لله وانا اليه راجعون
عبدالله وردګ  په اسلام او پخپل هېواد  او ولس مئين شخص وو په خپل ټول ژوند او په ځانګړې  تو ګه په دې وروستيو اووکالو کې يې  دومره خدمتونه وکړل چې ولس به يې هېڅکله هم هېر نکړي او نوم به يې دهېواد دخادمانو په تاريخ کې  په زرينو کرښو وليکل  شي.
ارواښاد وردګ صاحب له کار او خپل ولس  ته له خدمت سره دومره مينه درلوده چې په دې اړه يې هېڅ ستړتيا اونهيلي نه پيژنده .
ماله هغه مرحوم سره شخصي دوستي  هم درلوده اوپدې خاطر چې ميدان وردګ او لوګر دواړه ګاونډي ولايتونه دي نو ډېر وخت به  اړتيا پېښېده چې له  يوبل سره ناسته او ولاړه هم  ولرو،او له يوبل سره مشورې او په ځينو چاروکې تفاهم  هم وکړو نو له همدې امله زه د هغه له هڅو او خدمتونو  ډېر خبرېدم.
باور دى چې تاريخ داډول حق دوسته اشخاص او ولسي خادمان نه هېروي ، نه به يې  په وژلوسره دحق او خادمانوکاروان ودرېږي  او نه به يې بې رحمه ووژنکي خپلې شومې موخې ته ورسېږي
په پاى کې دلوى الله ج  له دربار څخه  ارواښاد والي صاحب  عبدالله خان وردګ ته  فردوس جنت او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم.
عبدالجبار نعيمي
دميدان وردګو پخوانى و الي





بسم الله وردګ  له چين څخه


په ډير خواشيني او غم  سره مو  خبر تر لاسه کړ چي  د هېواد يو رښتيني خدمتګار د لوګر والي ښاغلي عبدالله وردګ د يو ماين په چاودنه کي د دې نيمګړۍ دنياګۍ نه سترګي پټي کړې .


  خدای بخښلۍ يو رښتيني مجاهد او هميش د افغان ملت په خدمت ولاړو .


د ښاغلي وردګ مړينه يوه نه هيريدونكې ضايعه دګران هيواد افغانستان او په ځانګړې توګه د وردګو ولايت لپاره بولم .


زه دهغه دکورنۍ ،دوستانو،ملګروسره دهغه دمړينې په غم کې  ځان شريک ګڼم اود ارواښاد عبدالله وردګ لپاره دلوی څښتن له درباره دمغفرت غوښتنه کوم . روح دی ښاد وي .


په درنښت


بسم الله وردګ
چين _ ارومچي




دپکتيا والي د تسليت او غمشريكۍ  پيغام


په ډيري خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه كړ چي نن شنبه سهار د نهو بجو پر مهال كله چي د لوګر والي ښاغلي عبدالله وردګ له كوره  د كار پر لور روان وو د يو تروريستي بريد په ترڅ كي  د هيواد د دښمنانو لخوا شهيد كړاي شو.


زه دده مړينه يوه ستره ضايعه بولم ، ده ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يي د الله (ج) له در بار څخه د جميل صبر غوښتونكى يم .


انا لله و انا اليه راجعون


جمعه خان همدرد
د جمهوري رياست سلاكار او د پكتيا والي