کور / تازه خبرونه / هلمند: نوي عمليات پيلېږي

هلمند: نوي عمليات پيلېږي

د هلمند په ولايت کي به په نيژدي راتلونکي کي يو لړچاڼيز عمليات د هلمند په سطحه پيل شي.
دغه خبره د هلمند ولايت د والي مرستيال عبدالستار ميرزکوال د هلمند ولايت پوليسو او افسرانو سره د ليدني کتني په وخت کي وکړه نوموړي وويل چي دغه عمليات به د هلمند ولايت د ملي پوليسو ملي اردو او ايساف ځواکونو په ګډه همکاري سره د هيواد په سطحه په هلمند ولايت کي هم پيل شي.
ده زياته کړه چي دغه عمليات به په هلمند ولايت کي ٦ مياشتي دوام وکړي چي په دي سره به په هلمند ولايت کي امنيتي حالت د ډاډ وړ وګرځي ده د پوليسو د وصلو او تجهيزاتو د ن شتون يادونه هم وکړه او زياته يي کړه چي پوليس به هم ډير ژر په مجهزو اصلحو او تجهيزاتو باندي سمبال شي د والي مرستيال په دغو عملياتو کي لمړي  په هلمند ولايت کي د ګاونډي هيوادونو سره د سرحدونوتړل وه بلل او زياته يي کړه چي په سرحدونو کي به پوليس هم ځا ي پر ځاي شي تو ځو امنيتي ستونزي لري شي.
مرستيال والي زياته کړه چي ددغه کارموخه به په هلمند کي د وطن ددښمنانومخه نيول وي.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد هم د تصفيوي عملياتو يادونه وکړه هغه زياته کړه چي په دغه عملياتو سره به د هلمند ولايت د تولو ولسواليو امنيتي ستونزي حل شي ده همدارنګه زياته کړه چي پوليس دي خبر وه اوسي هغه په پوليسو باندي ږغ وکړ چي د ټولو جنايي جرمونو د مخنيو لپاره دي ګامونه اوچت کړي او زياته يي کړه چي موز دپوليسو د هر قسم مشکلاتود حل کولو لپاره به له هغوي سره تر خپلي وسي پوري کومکونه کوو .
امنيه قوماندان وويل چي موږ به په دغو عملياتو کي خپلي ټولي ولسوالي بيرته پخپل واکي واخلو .
د تصفيوي عملياتو خبره په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي د نادعلي ولسوالي د مرجي د سيمي ډيرى ځايي اوسيدونکي وايي چي په دغه ولسوالي کي د وسلوالو طالبانو ترڅنګ وزيرستاني او چيچنايي جنګيالي هم يو ځاي د پوليسو سره په جګړي کي ښکيل دي.