کور / اسلامي / دفطرصدقی ( سرسايی ) لنډ بيان

دفطرصدقی ( سرسايی ) لنډ بيان

دفطردصدقی معنی :


دفطرلغوی معنی ده روژه ماتول  اودفطرصدقی معنی ده د روژی ماتولو صدقه  اوپه اصطلاح کی دفطرله صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چی د روژی  دمبارکی مياشتی په ختميدو اوروژی ماتولو باندی ورکول کيږی .
دفطر دصدقی حکمت او ګټی :


اول داچه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسی  نو دده په زړه کی  خوشحالی او د الله (ج) دشکر جذبه پيداشی چه شکر خدايه ستا په فضل می د رمضان روژه ونيوله  نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شی د غريبو اوبی وسو به امداد ورباندی وشی .


دوهم داچه که په روژه کی له سړی څخه څه خطاګانی  شوی وی نو صدقه فطر به د هغه کفاره شی .


دحضرت عباس (رض) نه روايت دی  چه (( رسول الله (ص) دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو اودبی حياله لغزشونو څخه پاک کړی  او دغريبو بی وسو دخوراک څښاک څه چاره وشی ، نو څوک چه د اختر دلمانځه نه مخکی سرسايه ورکړی  هغه به د قبليدو غزت تر لاسه کړی او څوک يی چی د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقی په شان وی )) . (ابوداود، ابن ماجه )


دفطرصدقی حکم :


دفطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه  او نابالغ باندی واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه دومره مال لرونکی وی چه دزکات نصاب ته ورسيږی داچی پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه ،هغه که سره زر يا سپين زر ،نقدی پيسی يا دضرورت نه علاوه دومره سامان مثلاً قيمتی جامی ، لوښی ،ميزاوچوکی  او داسی نور وی که څه هم چه په سامان باندی زکات نشته ، چه د هغه قيمت  د زکات نصاب  ته ورسيږی  چه د زکات نصاب  ۲۰۰ درهم سپين زر چه له ۵۹۵ ګرامه سره برابريږی ديوه ګرام قيمت دکابل په بازار کی تقريباً ۵۰  افغانی دی نو ۲۹۷۵۰ يا تقريباً ۳۰۰۰۰ افغانی د زکات نصاب دی .


يا داوسيدو له کور څخه علاوه بل کور ولری خالی پروت وی يا يی په کرايه  ورکړی وی چه قيمت  ۳۰۰۰۰ افغانيو ته ورسيږی فطر صدقه ورباندی واجبه ده .


درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسی ! دفطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه نر وی که ښځه ،آزاد وی که مريی  بالغ وی که نابالغ )) . (ترمذی )


دفطرصدقی داداکيدو وخت :


دصدقه فطر دادا کولو وخت خو داختر دلمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه داختر څخه دوه څلور ورځی مخکی اداء شی دپاره ددی چه مستحقين په دی سره خپل ضروريات پوره کړی او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وی خوضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکی ورکړ شی .


صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دی :


په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده  هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوی .


په مور باندی د اولاد صدقه فطر  لازمه نده ، همدارنګه  دښځی او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده  که ښځه وس ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لری او که وس ونه لری نو بيا دهغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوی .


دفطردصدقی اندازه :


دفطر صدقی مقدار نيم صاع غنم او يوه صاع خرما ،وربشی يا مميز دی  ، صاع  دپيمانی نوم دی چه د نبوت په زمانه کی ؤ ورسته دغه پيمانه په وزن  اړول شوی  چه په وزن کی يی يو څه اختلاف شته .


ځنی علماء يی دوه ۲ کلو ګرامه عنم بولی او دهغه دوه برابره وربشی ،خرما يا مميز.


خو دافغانستان په مرکزی زون کی   له پخوا څخه  علماوو دغنمو قيمت  ټاکلی دی  دغنمو اندازه يی  خوردکم يوچارک  تعين کړی  چه په همدی ساحو کی مروج من  له ۷ کلو سره برابر دی او يو من بيا څلور چارکه کيږی چه پدی حساب تقريباً  1.64 کلوغنم يا يوه کلو 640 ګرامو سره سمون خوری يا دهغه  موجوده نرخ  دی   . والله اعلم .


د نورو اسلامي معلوماتو لپاره د لراوبر د اسلام برخه وګوﺉ


د روژې مبارکي مياشتي په هيله نور سرليکونه :







 






















































  2008-10-01   د زکات لنډ او مفصل بيان حمدالله شاکری
  2008-09-30   د کافورو بڼ (  د روژاتيانو خطاګاني ، بېلابېلي نوري برخي) ګل اغا احمدي وردګ
  2008-09-29   د مبارکي روژې لنډ بيان حمدالله شاکري
  2008-09-29   درنه مياشت [رمضان الکريم]، د قدر شپه او صلاة تسبيح ګل اغا احمدي وردګ
  2008-09-10   داعتکاف په اړه معلومات محمدعلی عمری
  2008-09-07   د کافورو بڼ/ اوومه برخه د روژې آسانتیاوې ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-06   د نفس شريره او سركشه اسپه په اطاعت او عبادت كنترول كړئ ميرولي جان لكنوال
  2008-09-06   درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې مفتي احمد – فرزان
  2008-09-06   دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه احمد (فرزان)
  2008-09-06   د ر مضان د میاشتې صفات(د کافورو بڼ ۵ ) ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-05   د روژې یو شمیر احکام (د کافورو بڼ/ شپږمه برخه) ګل آغا احمدي وردګ
  2008-09-05   د روژې فضیلتونه (د کافورو بڼ- څلورمه برخه) ګل آغا احمدي ورګ
  2008-09-05   درمضان روژه اوحكم يي مفتي احمد (فرزان)
  2008-09-04    د روژې ماناوې او موخې د کافورو بڼ ( ۳ ) ګ.احمدي وردګ
  2008-09-04   د رمضان د میاشتې د استقبال څرنګوالی د کافورو بڼ (۲) ګل اغا احمدي وردګ
  2008-09-03   دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه احمد (فرزان)
  2008-09-02   د کافورو بڼ / لومړۍ برخه ګل آغا احمدي وردګ