کور / تازه خبرونه / د ایساف یو سرتېری وژل شوی.

د ایساف یو سرتېری وژل شوی.

د ناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو لر او بر ویبپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو ځواکونو یو سرتېری تېره ورځ د افغانستان په سویل کې وژل شوی ، خبرپاڼه لیکلي چې دا سرتېری هغه مهال ووژل شو کله چې ددغو ځواکونو د ګزمې ګاډی په خښ شوي ماین وروخوت.
خو د ایساف ځواکونو په خبرپاڼه کې ندي لیکل شوي چې دغه سرتیری د کوم هیواد وو او په کوم ځای کې وژل شوی دی.