کور / تازه خبرونه / ناټو او طالبان د بريدونو ادعا كوي

ناټو او طالبان د بريدونو ادعا كوي

خوست مېشتي ناټو ځواکونه وايي، چې د خوست په صبريو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال دوه تنه وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې د ناټو ځواکونو يو تن ژباړن يې، د هغوى هوايي ډګر ته څېرمه وژلى دى.
په جنوب ختيځو ولايتونو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پوځي عمليات يې تېره شپه  د صبريو ولسوالۍ په زمبر سيمه کې کړې.
دوى وايي، چې د عملياتو پر وخت له يوه کوره دوو شکمنو کسانو د ځان خلاصولو هڅه کوله، چې دوى وويشتل او ځاى پرځاى يې ووژل، دوى په وژل شويو کې يو د وسله والو طالبانو مهم قوماندان او بل د هغه ملګرى ګڼي او زياتوي، چې پر همدې مهال يې دوه نور کسان ژوندي هم نيولي دي.
عمليات د پليو او هوايي ځواکونو په وسيله شوې او د وېشتو پر وخت هوايي بمبارد هم شوى.
څو ورځې وړاندې هم د صبريو ولسوالۍ د بتخانې په سيمه کې د ورته عملياتو  له امله لس وسله وال طالبان وژل شوي وو.
 په دې وروستيو کې ياده سيمه نېږدې هره شپه، د بهرنيو ځواکونو تر هوايي ګزمو لاندې وي او خلک يې له وېرې د شپې له کورونو نه شي راوتى.
بل لور ته ناټو ځواکونو له هغو کورنيو بښنه وغوښته، چې پېنځه ورځې مخکې يې د پکتيا جانې خېلو ولسوالۍ د بلخېلو په سيمه کې د يو هوايي بريد پرمهال دوه غړي وژل شوي ، څوارلس ټپيان شوي او څو کورونه وران شوي وو.  ځواکونو د بښنې  ترڅنګ له زيانمنو کورنيو سره د څه باندې يو نيم ميليون افغانيو مرسته هم وکړه.
بل خوا د خوست ښار په ختيځ کې د ناټو ځواکونو هوايي ډګر ته نېږدې د ځواکونو يو تن ژبآړن، يا ترجمان ويشتل شوى او وژل شوى دى.    دى نن سهار په داسې حال کې چې له کوره دندې ته پر لار ؤ، په نښه شو او له وژنې وروسته يې وسله والو طالبانو مسؤوليت پر غاړه واخېست.