کور / تازه خبرونه / پاکستانی قواوو پر امریکایی هلیکوپترونو ډزي وکړې

پاکستانی قواوو پر امریکایی هلیکوپترونو ډزي وکړې

رویټر د اسلام آباد څخه په خپل تازه راپور کی وایی چی نن سهار وختی کله چی دوو امریکایی هلیکوپترونو وغوښته چی د جنوبی وزیرستان په انګور اډه کی کښینی ، نو د پاکستانی ځواکونو د انداخت سره مخامخ سول څو چی بیرته افغانستان ته ولاړل . یو امنیتی افسر چی د خپل نوم د ښودلو څخه یی ډډه وکړه وویل چی دا دوه هلیکوپترونه ۱۰۰الی۱۵۰متره د پاکستان خاوری ته ننوتل او غوښته یې چی په انګور اډه کی کوماندویی عملیات وکړی خو د مقاومت سره مخامخ سول . دوې اوونۍ وړاندی یعنی د سپتمبر پر درېیمه هم امریکایی کوماندوګانو عینأ حمله کړې وه چی شل کسه یې وژلي وو . که څه هم امریکایی او پاکستانی پوځونورسمأ دا پېښه رد کړې ده خو ځایی امنیتی پرسونلو رویټر ته وویل چی زموږ ځواکونو پر هغوی فیرونه وکړل .