زمونږ پارلمان اولسي دى كه حزبي؟
د خلكو د رايو په واسطه د چا غوره كول د اولسواكۍ له غوښتنو او ځانګړنو ده،په دې دليل چې له يوې خوا انتخاب شوى شخص خپل اولس ته ځواب وركوونكى وي او له بلې خوا اولس له نوموړي څخه د څه كړنې او يا هم نه كړنې له امله د پوښتنې حق لري.
شك نه شته څومره چې يو پارلمان له هر ډول توپير او تبغيض څخه پاك وي په همغه كچه په اولس كې محبوبيت هم لري او خلك ورته د خپلو هيلو د پورا كيدا د هندارې په سترګه ګوري،مګر چېرې چې پارلمان له معتصبو غړيو څخه جوړ وي نو هلته پارلمان د اولس پر ځاي د يوې ډلې او قوم ګټې په پام كې ساتي،دا حقيقت دى چې مونږ ورسته له اوږده ځنده د پارلمان څښتنان يو نو طبعي ده چې ستونزې به موجودې وي خو پارلمان بايد داسې هم نه شي چې د ستونزو د هواري پر ځاي ملت ته نورې ستونزې را ولاړې كړي .
دا چې زمونږ په نني پارلمان كې د تل له پاره يو د بل پر وړاندې مورچې نيول كيږي لاملونه يې دا دي،اول دا چې مونږ پارلمان ته استازي د قوم،ژبې او سيمې په پام كې نيولو سره وليږل،دويم دا چې مونږ د استازو په انتخاب كې د هغوى وړتيا او فكري روښانتيا پر ځاي قومي مسايلو ته ترجيح وركړه ،همدا لاملونه دي چې نن مو له يوې خوا د پارلمان نیمايي چوكۍ خالي وي او له بلې خوا په كوچنيو مسايلو يو دبل په مقابل كې ودريږو او ملت ته ستونزې را ولاړوو،شك نه شته چې زمونږ پارلمان د اولسي پارلمان پر ځاى د حزبي پارلمان بڼه غوره كړي .
په دې پارلمان كې څوك د ملت په ستونزو پسې نه ګرځي ،بلكې دلته هر وكيل صيب په دې هڅه كې دى چې ګوندي او حزبي ګټې خوندي كړي، كه له وكيلانو صيبانو سره رښتيا هم د ملت غم ورسره وى نو ولې به يې د پارلماني غونډو څخه غير حاضري كوله،ولې به دوى د ملت له ستونزو بې خبره وى او ولې به دوى د خلكو د ستونزو د هواري پرځاي د خپلو تنحاګانو د لوړيدو په هڅه كې وه،همدا ډول ليدل كيږي چې په پارلمان كې ځيني وكيلان د تعصب پر اسپه سپاره دي او هڅه كوي چې ډېر عمده مسايل چې ددوى له قوم سره اړيكه نه لري پټ كړي او يا هم پرې چپ پاتي شي .
تاسو وګورئ د كرزي صيب د فرمان له مخې ډلې ډلې مهاجرين هيواد ته راستانيږي او په دې هيله چې د هيواد په ابادۍ كې له نورو هيوادوالو مټ ورپياوړى كړى، نه يوازې دا چې له دوى سره مرستې نه كول كيږي بلكې له خپلو جايدادونو او شتمنيو څخه په لوى لاس بې برخې كيږي، تاسو په تخار كې د خواجه بهاوالدين په سيمه كې د راستانه شويو پښتنو كورنيو د حال پوښتنه وكړى چې په هغوى څه تيريږي،د هغوى ځوانان،سپين ږيري،ميرمنې او ماشومان پرته له دې چې د كوم ډول جرم مرتكب شي د بنديانو په څير په بنديخانه كې ساتل كيږي،هغه هم په داسې حال كې چې هره شيبه ورته ښكرور د وژنې او لوټونې ګواښونه كوي،د هغوى جرم دادى چې په پښتو خبري كوي او ياهم د پښتون قوم څخه دي.
دا لويه مسله كوم چې ملي يوالى زيانمنولى شي په هيواد او په پارلمان كې په عادي شكل تيريږي،كوم وكيل كه ددې مظلومو پښتانو د ستونزې غږ را اوچتوي نو معتصبين نه يوازې دا چې د موضوع سره دلچسپي نه ښي بلكې غونډه اخلالوي،تر ټولو بده يې داده چې پښتانه وكيلان يا په جلسه كې نه وي او يا هم داسې چپ وي ،ته وا چې شونډې يې چې په اغزنو تارونو ګنډلي دي، نو دلته ده چې انسان په جرت سره ويلى شي چې زمونږ پارلمان ملي نه بلكې حزبي او قومي بڼه لري،زما هيله په پارلمان كې له پښتنو وكيلانو څخه داده چې بس نور نو خوبونه مه كوئ لږ د هغو پښتنو ماشومانو او ميندو په حال وځوريږئ كوم چې پرته له هر ډول جرم څخه په زندان كې د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تيروي،كه ستاسو په بچيانو دا حال راشي نو عكس العمل به مو څه وي؟
تاسو کولای سئ د موضوع په اړه نظر خپل نظر ولیکئ: