کور / تازه خبرونه / د ترکېې ولسمشر استازي له ولسمشر کرزي سره ولېدل.

د ترکېې ولسمشر استازي له ولسمشر کرزي سره ولېدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکل شوی چې نن د ترکېې د ولسمشر عبدالله ګل ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلي له ولسمشر کرزي سره ليدلي او د هغه پیغام یې ورته اورولی، عبدالله ګل ولسمشر کرزي ته په لېږلي پيغام کې لیکلي چې ترکېه له افغانستان سره د مرستو په دوام تاکېد کوي عبدالله ګل له کرزي غوښتي چې په ترکېه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو لړۍ ته ادامه ورکړي.