کور / تازه خبرونه / امریکا په خپل افغانی جېل کی جاسوسي زیاتوي

امریکا په خپل افغانی جېل کی جاسوسي زیاتوي

د امریکا مشهوري مجلې « یو. اس. اې. ټوډې » نن خبر ورکړ چی د دفاع وزارت (پنتاګون) غواړی د افغانستان د بګرام په خپل اصلی جېل کی استخباراتی کارونه راپیل کړي . مجله لیکی چی پنتاګون اوس د تحقیقات کونکو او شنونکو په استخدامولو بوخت دﺉ تر څو د هغوی د بګرام په هغه لوی جېل کی چی یو کال وروسته بشپړېدونکی دﺉ ، کار واخلي . دوی به د بندیانو څخه استخباراتی ګروېږنی کوي تر څو په جبهه کی استفاده ترې وکړي . پوځ په « روزلو ملایانو » پسی هم ګرزي تر څو هغوی د بندیانو اسلامی چاری پر مخ بوزي او امریکایانو ته د اسلامی مسایلو په هکله مشورې ورکړي . دا جېل چی په ۶۰۰ملیونه ډالره جوړېدونکی دﺉ د څه باندی ۱۰۰۰بندیانو لپاره به وی چی فعلأ هلته ۶۰۰-۷۰۰ کسه بندیان دي . مجله لیکي چی د دې کار معنا دا ده چی امریکا غواړي په افغانستان کی اوږده موده پاته سی .