کور / تازه خبرونه / داخله وزارت : ۷۲۰پولیس وژل سوي دي

داخله وزارت : ۷۲۰پولیس وژل سوي دي

رویټر په کابل کی د داخله وزارت له قوله خبر ورکوي چی د سږ کال د حمل (مارچ) راهیسی تر اوسه په ټول افغانستان کی طالبانو ۷۲۰پولیس وژلي دي . دغه منبع رویټر ته وویل چی په تېر کال کی جمعأ (۱۱۱۹) پولیس وژل سوي وو . منبع وایی چی دا د جنګ او د طالبانو د حملو د زیاتوالی دلیل دﺉ .
رویټر په خپل یو بل خبر کی وایی چی نن په کنړ کی طالبانو د استخباراتو د یو افسر پر کور حمله وکړه او هغه یې د خپلی مېرمني او دوو زامنو سره وواژه . خبر وایی چی طالبانو تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلی .
رویټر پخپل یو بل راپور کی د حکومتی منبع له قوله خبر ورکوي چی طالبانو د غزنی او میدان ښار تر منځ پر یو حکومتی کاروان حمله وکړه خو کامیات نه سول او د سر زیان ورواوښت .