کور / اسلامي / د روژې ډولونه او د نيت څرنګوالى

د روژې ډولونه او د نيت څرنګوالى

ګرانو لوستونكو! په مخكنيو ليكنو كې مو د رمضان د مباركې روژې او فضايلو په هكله په پوره توګه بحث وكړ، همدا راز په دې لړ كې د روژې د نورو شرعي حكمونو او مسئلو لكه د فرضيت څرنګوالى او داسې نورو په اړه هم، په كافي اندازه معلومات وړاندې شو، په دې برخه كې هڅه كوو، چې د معتبرو اسلامي او فقهې سرچينو په حواله، د روژې د نورو اړخونو، لكه ډولونه او د نيت څرنګوالي په هكله راټول شوي معلومات تاسې ته  وړاندې كړو، هيله ده د پام وړ مو وګرځي. 
روژه پر شپږو ډولونو وېشل كېږي:



  1.  فرض

  2. واجب

  3. سنت

  4. مستحب

  5. مكروه

  6. حرام

۱_  فرض روژه: د رمضان د مياشتې له روژې څخه عبارت ده.


۲_ واجب روژه، لاندې ډولونه لري.
الف- د هغه نفلي روژې بېرته پر ځاى كول ( قضايي راوړل) چې مخكې يې فاسده كړې وي. 
(ب)- د نذر روژه. 
(ج)- د كفارې روژې.
د روژې كفاره په لاندې صورتونو كې لازمه ګرځي: 
(الف) له عذر پرته په قصدي ډول د روژې ماتول. 
(ب) په قصدي توګه د رمضان په روژه كې جماع كول. 
(ج) د ظهار د كفارې روژه. 
(د) د قسم ماتول. 
(ه) د احرام پر مهال د حاجي او عمره كوونكي لپاره د هغو ځينو منعه كړى شويو شيانو ترسره كول. 
(و) په خطا وژنه او هغه څه چې د هغه په حكم كې راځي. 
۳_  سنت روژه عبارت ده، د محرم د مياشتې د نهمې يا يوولسمې ورځې روژه د عاشورا له روژې سره.


۴_ مستحب روژه عبارت ده، له:


(الف) په هر مياشت كې درې ورځې روژه نېول، فرق نه كوي چې د مياشتې په هره برخه كې وي. 
(ب) د هرې مياشتې د بيض ( ۱۳_۱۴_۱۵) مې ورځې روژه نېول.
(ج) په هره اوونۍ كې د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژه نېول. 
(د) د شوال د مياشتې د شپږو  ورځو روژه نېول. 
(ه) پرته له حاجي، د عرفې د ورځې روژه نېول. 
(و) د حضرت داوود (عليه السلام) په څېر روژه نېول، هغه په دې ډول، چې يو څوك دې يوه ورځ روژه ونيسي او بله يې وخوري، او دا د روژې تر ټولو ښه ( افضلې) او هغه روژې دي، چې لوى خداى ( ج) يې ترټولو يې ډېره خوښوي.


۵_  مكروه روژې عبارت دي، له: 
(الف) د عاشورا په ورځ روژه نيول، يعنې كه هغه يې د محرم له نهمې يا يوولسمې ورځې څخه پرته په يوازې ډول ونيسي او دغې ورځې يې پرې ونه نښلوي.


(ب) د شنبې د ورځې روژه نېول، كه يې يوازې ونيوله. 
(ج) د وصال روژه، او هغه دا ده، چې روژه نېوونكى په اصل كې له ماښامه وروسته روژماتۍ ونكړي او د سبا ورځې روژه ورسره يوځاى كړي. 
حرام روژې عبارت دى، له: 
(الف) د كوچني اختر په ورځ روژه نېول. 
(ب) د لوى اختر په ورځ روژه نيول. 
(ج) د تشريق د ورځې روژه نېول او هغه عبارت ده د ذوالحجې د مياشتې له ( ۱۱_۱۲_۱۳) مو ورځو څخه.


د روژې د نيت كولو وخت: 
روژه نه سهي كېږي مګر په نيت سره. 
د نيت محل: زړه دى.
روژه له شپې بياد ورځې تر نيمايي پورې په نيت كولو سره  سهي كېږي:


۱_ د رمضان د روژې په ادا كولو كې. 
۲_ د ټاكلي نذر په روژه كې. 
۳_ په نفلي روژه كې. 
د رمضان د روژې نېول په مطلق او همدارنګه د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.


د ټاكلي نذر روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي. 
د نفل روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي. 
او د لاندينيو روژو د نيت ټاكل او په شپه كې نيت كول شرط دى، چې د سهار له راختو څخه وروسته نه سهي كېږي.


۱_  د رمضان د قضايي روژې په نيولو كې. 
۲_  د هغو قضايي روژو په ادا كولو كې، چې نفلي روژې يې فاسدې كړې وي. 
۳_  د كفارې روژې په نيولو كې. 
۴_ د مطلق نذر روژې په نېولو كې.