کور / تازه خبرونه / پکتيا: د ديرشو ښوونځيو د جوړيدو کار پيل شو

پکتيا: د ديرشو ښوونځيو د جوړيدو کار پيل شو

د پوهني وزارت د پرمختيايي پلان له مخي د ۳۰ ښوونځيو د جوړيدو پروګرام پيل شو!


د غه ښوونځي چي د پوهني وزارت د پرمختيايي پلان له مخي د هيواد په ټولو ولاياتو كي جوړيږي او پيسي يي د قسط په توګه وركول كيږي ، نوموړي پروګرام پكتيا ولايت كي نن رسمآ د پوهني وزارت لخوا د ولايت مرستيال عبدالرحمن منګل په وړاندي د لمړني قسط (۲۱ سوه زره) افغانيو په وركړي پيل شو.


د پكتيا د والي وياند روح الله سمون: ددغه خبر په تائيد وويل چي د غه پروګرام د پوهني وزارت لخوا نن پكتيا كي پيل شو ، چي هر  ولايت يو نيم ميليونه ډالر تخصيص لري او په پام كي ده په دغو پيسو ۳۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي ، چي نن عملا د ۴ ښوونځيو كار پيل شو.


سمون وويل له دي ښوونځيو سره په پكتيا كي د ښوونځيو د جوړيدو كچه له اوياوو زياتيږي چي عملا كار پري روان دي، او د دغو ښوونځيو د پيسو د  قسط پاتي برخه به په نږدي راتلونكي كي د پكتيا ولايت د پوهني رياست ته وركړل شي.