کور / تازه خبرونه / کاناډایي پوځیان یې بری الذمه اعلان کړل

کاناډایي پوځیان یې بری الذمه اعلان کړل

د کاناډا سی ټی وی شبکې نن خبر ورکړ چی د کاناډایې پوځ تفتیش نن هغه کاناډایی پوځیان بی ګناه ثابت کړل چی یوه نیمه میاشت مخکي یې په کندهار کی دوه کوچنیان وژلي وو . دغو ګروېږنو وښودل چی د جولای پر ۲۷مه چی پر کوم موټر ډزي وسوې ، هغه د کاناډایی پوځیانو د کاروان خبردارﺉ یا اشاره په باک نه وه راوړې او حرکت ته یې دوام ورکاوه نو ځکه فایر ورباندی وسو چی په نتیجه کی دوه ماشومان ووژل سول . د کوچنیانو پلار روزی محمد د کاناډایی پریس خبریال ته وویل چی کاناډایی پوځ باید تاوان یا معاوضه ورکړي که نه دﺉ به بله چاره ونلری بېله دې چی د خپلو بیګناه زامنو د انتقام په غرض د طالبانو سره یو ځای سی .