کور / تازه خبرونه / طالبان د ۱۶ پوليسو او يوه قومندان د وژلو ادعا کوي

طالبان د ۱۶ پوليسو او يوه قومندان د وژلو ادعا کوي

طالبان وايي د بغلان ولايت داندراب په جګړه کې يې د يوه تن امنيه قوماندان په شمول شپاړس تنه پوليس وژل شوي


د طالبانو وياند ذبيح الله  مجاهدلخوا په خپره شوي خبرپاڼه کي ليکل شوي چي  تيره شپه 12:15(2008-09-16)د هغه  پراخ بريدپه ترڅ کې چې طالبانو له لوري د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍد امنيه قوماندانۍ پرودانۍ ترسره شو،ديوه تن امنيه قوماندان (يعقوب خان )په شمول چې ددې ولسوالۍ استوګن وو او في الحاله په لوګر ولايت کې دڅرخ ولسوالۍ امنيه قوماندان وودشپاړسو(‍16) تنوپوليسوپه شمول وژل شوي اواتلس (18)تنه نور سخت ژوبل شوي  دي  .


دترلاسه شوي خبر له مخې په بريدکې چې نژدې سلوتنوطالبانوبرخه اخيستي وه په ترڅ کې يي دقوماندانۍ ودانۍ ته سخت زيان اوښتی اوپکې ولاړ څلور(4)موټر له منځه تللي اوپه بشپړه توګه سوځول شوي دي .


د ذبيح الله مجاهد له قوله په دې جګړه چي ۳ ساعته روانه وه ،   ۱۰۰ تنو طالبانوبرخه اخستې وه   ۴ تنه طالبان زخميان سوي دي .


ددې پېښي په اړه د کورنيو چارو وزارت غبرګونه نه دی ترلاسه شوئ .